<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-01 17:36:38    
د سی چوان په ولايت کې د ښځينه ښوونکو د روزنې پلان پيل کيږی .

cri

ګرانو اوريدونکو ! دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټۍ ، د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کې يم . هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ . د اقتصادي او ټولنيز نا برابر پرمختګ له امله ، د چين په کليوالو سيمو کې د ښوونې شرايط وروسته پاتی دی.د چين د ښوونې چارو څانګې د ښارونو په شان په کليو کې ماشومانو ته د ښې زده کړی زمينې د برابرولو لپاره د کليوالو ښوونکو لپاره روزنې يو لړ پروګرامونه تر سره کوي .له اړوند پلان سره سم به تر ٢٠١٠ کال پورې د چين په منځنيو او لويديځيو کليوالو سيمو کې نيمه برخه ښوونکی يو ځل ځانګړي روزنه تر سره کړي . نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د سي چوان په ولايت کې د ښوونکو د روزنې په اړه يوه پروژه دروپيژنو. 

ګرانو اوريدونکو ، دغه اواز چې تاسی واوريد د چين د سي چوان ولايت د ديرش تنو ښځينه کليوالو ښوونکو غږو چې له بهرنيو کارپوهانو څخه په انګليسی ژبه زده کړه کوي . هغه پروژه چې په کليوالو سيمو کې ښځينه ښوونکو ته روزنه برابروي په ٢٠٠٣ کال کې پيل شوې ده .له دغه پلان سره سم ، هر کال د بی وزلو سيمو څه دپاسه ديرش تنه ښځينه ښوونکي په وړيا روزل کيږي او چيني او بهرني کارپوهان به د روزنې په ترڅ کې د انګليسې ژبې ، کمپيوټر ، د ښوونې ميتود او فلسفې په ګډون يوشمير ساحو کې روزنه وروکړي . تر اوسه څه دپاسه سل تنه ښځينه ښوونکو په دغه روزنه کې ګډون کړي دي .

که څه هم د دغې روزنې وخت يوازي يو کال دی ، خو د دغو ښوونکو د ښوونې کچې ډېر چټک پرمختګ کړی دي . د تبت قوم ښځينه ښوونکې که مو څو د سي چوان ولايت د ګان ځي د تبت خپلواکي سيمې په يو لومړی ښوونځي کې کار کوي . پخوا دا په انګليسی ژبه نه پوهېدله ، خو له نيم کلنی روزنې وروسته په ساده انګليسی ژبه له بهرنيو کارپوهانو سره خبري کولای شی . دی وويل پخوا زما د انګليسی ژبی کچه د روزنې په ټولګي کې تر نورو ډېر وروسته پاتی وه ، خو اوس زه د زده کړو له لارې له بهرنيو کارپوهانو سره خبری کولای شم .

د روزل شويو ښوونکو ترمنځ ډېرزيات شمير په خپله دنده کې د ډېرو غوره ښوونکو په توګه ګڼل کيږی او د غوره ښوونکي فخر او وياړ يی تر لاسه کړی دی . د دی ترڅنګ د دغو ښوونکو ترمنځ دوه تنه د ولايت په کچه د غوره ښوونکو په توګه ټاکل شول ، بر سيره پردی ، يوه ډېره غوره ښځينه ښوونکې د حکومت له خوا د يو کال زده کړې لپاره لپاره بهرني هېواد ته وليږل شوه . هغه ښځينه ښوونکو چې په دغه روزنه کې يې ګډون کړي دی وويل دوی په روزنه کې نه يوازی د ښوونې په اړه يو لړ معلومات او ميتودونه ، بلکې د ښوونې نوی او عصری افکار يی هم تر لاسه کړی دي . دوی د خپلې ښوونې په بهير کې له دغو افکارو څخه استفاده کوي چې لا زيات ماشومان ترې ګټه اخلي .

ښوونکې پنګ ان د سي چوان ولايت په يو قومی ښوونځی کې کار کوي . پخوا په دغه ښوونځي کی د انګليسی ژبې زده کړه نه وه ، له روزنې وروسته بېرته خپل ښوونځي ته ستنه شوې او اوس د انګليسی ژبې درسونه ورکوي چې د ماشومانو مينه يی راجلب کړي ده . دې وويل

زمونږ په ښوونځی کې د ښوونې چاپيريال وروسته پاتی دی ، پخوا ماشومان

د انګليسی ژبې د زده کړې فرصت نه درلود . له روزنې وروسته مې د انګليسی ژبی په ښوونه پيل وکړ، زده کوونکي مې ورسره مينه لري او په جدي ډول يی زده کوي .

بر سيره پردی ، دغه روزنه د هنر په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې د دغو ښځينه ښوونکو کچې د لوړتيا لپاره د هری اوونۍ په پای کې له مختلفو نندارتونونو او کنسرتونو څخه د کتنې فرصت برابروي .

ښاغلي چينګ ګوانګ يا چې د دغې روزنې برابرونکی دی د دغې پلان د پلی کولو د برياليتوب په اړه خوښی څرګنده کړه . د ده په اند ، دغه روزنه به د سی چوان ولايت په بی وزلو سيمو کې د ښوونې حالاتو په ښه کيدو کې فعاله رول ولوبوي .ده وويل په چين کې لويديځی سيمې د ختيځو سيمو په پرتله وروسته پاتی دی چې ډېر بی وزلی سيمې يی کلي دي . که مونږ غواړو دغه حالات بدل کړو ، بايد لومړی په دغو سيمو کې د ښوونې چارو د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړو.

چينګ ګونګ يان هيله لري چې د سی چوان ولايت په بی وزلو سيمې کې د دغې روزنې له لارې د ښوونې کچه رښتنی پرمختګ وکړي .