<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-01 21:09:03    
د چين د ټينس ښځينه لوبډلې نوې موخې

cri

په تير ٢٠٠٦ کال کی د چين د ټينس ښځينه لوبډلې د ليدو وړ ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړل. جنګ جی او يان ځی د ټينس د استراليا او ويمبليدون په دوو اتلوليو کی په دوه کسيزه ښځينه سيالۍ کې دوه طلايی مډالونه تر لاسه کړل. لوبغاړې لی نه د ويمبليدون په اتلولۍ کی د يو کسيزې سيالۍ لومړنيو اتو مقامونو ته ورسيده او څو څو ځله يی د ټينس د مسلکی ښځينه ټولنې لخوا په ټاکل شويو غوره لوبغاړو کی د چينی لوبغاړو ځای لوړ کړ.

د ٢٠٠٧ کال په رارسيدو سره ، د چينی ښځينه لوبډله نوې موخې لری. د دوي يوه مهمه دنده دا ده چی د دوه کسيزې ښځينه سيالۍ لپاره يوه نوې لوبډله جوړه کړي. سون تيان تيان او لی تينګ چی د ٢٠٠٤ کال د اتن په اولمپيک لوبو کی يی په دوه کسيزه ښځينه سيالۍ کی طلايی مډال تر لاسه کړ، په تيرو دوو کلونو کی ښې بريالۍ ته وې. نو د چين ښځينه لوبډلې پرېکړه وکړه چی دوی په ګډه په دوه کسيزه سيالۍ کې ګډون و نه کړي. د دغه لوبډلې عمومی روزونکي جيانګ هونګ وی وويل د دوو کلونو له سياليو څخه څرګنديږی چی دوی دواړه په ګډه سياليو ته دوام نه شی ورکولای. د لی تينګ د توان په ټيټېدو سره د دوی پر همغږۍ منفی اغېزه شوی ده. نو که څه هم دوی طلايی مډال ګټلی، خو اوس يی د پرمختګ حالت ښه نه دی. نو بايد يوه نوی ډله جوړه شي.

د چين لوبډلې د پلان له مخی، سون تيان تيان به له نورو چينی لوبغاړو سره په ګډه د راتلونکو اتلوليو په دوه کسيزه سياليو کی ګډون وکړي. په دغو چينی ښځينه لوبغاړو کی د لی نه ، جنګ جی او سون شنګ نان په شمول وتلې لوبغاړې شاملې دي. د دغه عمل موخه دا ده چی په نژدی وخت کی يوه نوی پياوړی دوه کسيزه لوبډله جوړه شي.

پر دې سربيره، په ٢٠٠٧ کال کی د ښځينه لوبډلې يوه بله مهمه دنده دا ده چی په يو کسيزه او دوه کسيزه سياليو کی د لوبغاړو توان برابر کړي. اوس يوازی جنګ جي په هره برخه کی ښه توان لری او نورې لوبغاړې له جنګ جی څخه کمزورې دي. د بيلګې په توګه د جنګ جی همکاره يان ځی د دوه کسيزې سيالۍ په ليست کی لومړنيو پنځو مقامونو ته رسيدلی ده، خو د يو کسيزې سيالۍ په ليست کی دوه سوم مقام ته هم نه ده رسيدلې. لی نه په يو کسيزه سيالۍ کی په نړۍ کی شپاړسم مقام نيسی ، خو په دوه کسيزه سيالۍ کی يی مقام اويايم او اتيايم ته رسيږی.

روزونکي جيانګ په دې اړه انديښنه څرګنده کړه او و يی ويلهيله لرم په دغو دوو برخو کی د لوبغاړو توان برابر شی. په تيره بيا که د يوې لوبغاړې د يوکسيزې سيالۍ توان ټيټ شي، نو په دوه کسيزه سيالۍ کی به يی پر همغږۍ اغېزه وشي. نو له بنسټ څخه د دغه حالت د بدلولو لپاره په يو کسيزه سيالۍ کی د لوبغاړو د توان لوړتيا ډېره مهمه ده.

په دغه سيمه کی په ٢٠٠٧ کال کی د چينی لوبډلې يو مهم مقصد دا دی چی د دغه کال تر پايه پوری په يو کسيزه سيالۍ کی د لی نه پنځلسم مقام وساتل

شي، او لی نه هم دغه توان لری. د ٢٠٠٧ کال د ويمبليدون له نړيوالی اتلولی مخکی لوبغاړی لی نه په يوه سيالی کی د روسيی لوبغاړې الينه ديمنتيوا ته ماته ورکړه چی په نړۍ کی په لومړنيو لسو ځايونو کی شامله ده. اوس د بيلا بيلو هېوادونو خبری رسنۍ د لی نه راتلونکۍ ته سترګی په لار دي. خو د لی نه ذهنی کيفيت ډېر ښه نه دی. د دوحا په اسيايی سپورتی لوبو کی لی نه د ډېرو فشارونو له امله و نه شوی کړی خپله سويه څرګنده کړي او په يو کسيزه نيمه پايلوبه کی يی ماته وخوړه.

د لی نه د ذهنی کيفيت د لوړتيا لپاره چينی لوبډله ډېر کششونه کوي. يوه لار دا ده چی د لی نه ميړه جيانګ شان چی يو روزونکی هم دی، د ملی لوبډلې د يو روزونکی په توګه وټاکل شو. عمومی روزونکی جيانګ وويللی نه يو ثابت ذهنی حالت ته اړتيا لری او د ده ميړه جيانګ شان زمونږ پر ځای ډېر کارونه تر سره کولی شي. مونږ هيله لرو چی د بهرنيو او کورنيو روزونکيو او د دې د ميړه د ګډو کوششونو له لارې د لی نه مقام نور هم لوړ شي.

٢٠٠٧ کال د اولمپيک له راتلونکو لوبو وړاندې وروستی کال دی، مونږ په دغه کال کی د چين د ټينس ښځينه لوبډلې برياليتوب ته سترګی په لار يو.