<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-02 18:13:28    
د سيلانۍ غوره لارښوونکې ون هوا جی

cri

کله چې د ٢٠٠٥ کال د اګيست په يوه ورځ د چين د هو نان ولايت د شيانګ تان ښار د شين تيان دي په نامه د سيلانۍ څانګې لارښوونکې وين هوا جی يان ان ته د سفر لپاره د سيلانی د يوې ډلې مشری کوله ، ددې په سپرلۍ بس په لاره کې د يوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ چې له امله يي وين هوا جي سخت ټپې شوه ، خو د ژغورنې د انتظار په وخت کې يې په أرام أواز سره سيلانيان هڅول . کله چې ژغورنکيو غوښتل چې لومړی وين هوا جی له بس څخه وژغوري ، دې وويل زه لارښوونکې يم ، بايد لومړی سيلانيان وژغوړئ ! په بس کې د ټولو سيلانيانو له ژغورلو وروسته وين هوا جي وژغورل شوه .

په روغتون کې د معاينې وروسته د وين هوا جی دوه پښې ماتې شوې او له بده مرغه کيڼه پښه يي د مجبوريت له مخې پرې شوېده . په هغه کال کې نجلۍ وين هوا جی يوازی ٢٣ کاله وو چې د ځوانتوب ډيره ښه موده ګڼل کيږي .

د دې برخليک د همدې ترافيکي پيښې له امله بدل شوی دی . که څه هم يوه پښه يي په دې پيښه کې له لاسه ورکړه شوې ، خو غوره اخلاق يي د سيلانۍ په ټولنه کې د ستاينې وړ دی او ددې ترڅنګ د ا هم د يوې غوره ښځې او د ځوانانو د نښې په توګه ګرزيدلې ده .

نجلۍ وين هوا جی د هو نان ولايت د شاو شان ښار د دا پينګ کلي د يوه بزګر په کور کې زيږيدلی او کور يي شتمن نه دی . د يوې مشری لور په توګه دی له منځنی ښوونځی څخه له فارغيدو وروسته په مستقيمه توګه په يو تخصصي ښوونځی کې

شامله شوه . ددې په وينا که په پوهنتون کې شامل شی ، شونتيا شته چې د زده کړو لګښت د زياتولي له امله به نورې خويندې او وروڼه خپلې زده کړې ته نيمګړي پاتی شی .

له يوه تخصصی ښوونځی څخه له فراغت وروسته وين هوا جی د جه جيانګ ولايت په يو هوټل کې کار وموند او د مزدوری په دريو کلونو کې د خپل ساده ژوند له امله ټولې سپمول شوی پيسی خپل کور ته وروليږل شوې . دا په دوه زره او درېيم کال کې د سيلانی په څانګی کې د يوې لارښوونکې په توګه ومنل شوه او د خپل کار په ترڅ کې يي هميشه د سلانيانو ګټې ته ډيره پاملرنه کوله . يوه ورځ وين هوا جي ناروغه شوه ، خو لا هم يي د سيلانيانو لار ښوونې ته دوام ورکړ چې له امله يي د سيلانيانو ستاينه تر لاسه کړه . د يادې شوې ترافيکي پيښې په بهير کې وين هوا جي په داسي حال کې چې کله نا کله بيهوښه کيده ، لا هم خپل بکس په کلکه په خپل غيږ کې ونيوه چې ديرش زره يوانه پکې وو او د جراحۍ عملياتو دمخه يي خپل بکس د روغتون مشر ته ورکړه .

د هغوناروغانو په دماغونو کې چې پښه يي پرې شوې ده ، کله نا کله دا بابيز خيال رامنځته کيږي چې ښايي خپله پښه نه ده پرې شوې . له جراحۍ څخه په نيمه مياشت کې وين هوا جي لا هم نه دی احساس کړی چې خپله کيڼه پښه پرې شوې ده . د همدې کال د سپتمبر په څوارلسمه نيټه ددې کورنی غړی ور ته خبر ورکړ چې پښه يي پرې شوېده . د دغه غمجن خبر په اوريدو سره وين هوا جی ژړا شوه او په پای کي يي په ټينګ هوډ وويل چې خپه نه يم او خپل ژوند ته به دوام ورکړم .

ښايي چې د يو اتل او اتلې د رامنځته کيدو بهير يوازی څو دقيقې يا څو ساعته دوام ولری ، خو د دغه بهير د رامنتځه کيدو لار اوږده ده او د دغې لار بنسټ د فداکارۍ روحيه ده .