<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-02 18:07:32    
دچين د نين سيا خپلواکه سميه د پينګ لوولسوالي د وحشي مرغانو جنت ګرځيدلې دي

cri

د چين په شمال لويديځ کې د نين سيا د هوي قوم خپلواکې سيمې د پينګ لو په ولسوالي کې د وروستيو څه د پاسه لس کلني أبادي له لارې د ايکولوژيکي چاپيريال په هکله ستر بدلون رامنځته شوي چې په دي بهير کې د کب نيونې په چارو کې رامنځته شوي ستره پرمختيا يو ډيره څرګندده ده ٠ دغه راز د ايکولوژيکي چاپيريال په ښه کيدو سره هر کال په دغه ولسوالي کې زياته اندازه وحشي مرغان راجلب شوي چې په دغه ځاي کې ژمې تيرکړي ٠

د دغې ولسوالي بزګر ښاغلي جيانګ يوي بياوزمونږ خبريال ته وويل چې پخوا په دغه ځاي کې ټول مالګينې او القلي مځکې وې ، کله به چې باد لګيده ، هر ځاي به دوړو او شکو څخه ډک و٠ خو اوس دغه مځکې په ډيرو شنو جهيلونو بدلې شوي دي ٠ ښاغلي جياتګ يوي بياو په ١٩٩٠ کال کې د کبانو په روزنه پيل وکړ او په وار سره يي په دي ولسوالي کې څه د پاسه ديرش هکتاره ځمکې په اجاره واخيستي او د کورنيو غړو د لسو کلونو د کوششونو له لارې پخواني مالګينې او القلي مځکې په يو پراخ او لوي جهيل بدل شوي دي چې ډير کبان پکې روزل شوي او له امله يي د کورنۍ اقتصادي عايدات هم زيات شوي دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د بزګر جيان يوي بياو په شان کبان روزونکي بزګران مخ په زياتيدو دي ٠ د کبانو د روزنې جهيلونه په پر له پسي توګه پراخ شوي او د شاوخوا ونې او واښه يي هم ښه

وده کوي او ايکولوژيکي چاپيريال يي ډير ښه شويدي چې له امله يي زيات وحشي مرغان دلته راجلب شوي دي ٠ البتأ په لومړي وخت کې بزګران په دي انديښمنه کې وو چې زيات مرغان به د دوي کبان وخوري او اقتصاد ته به يي زيانونه ورسوي ، نو نه يي غوښتل چې زيات مرغان دلته راشي ٠ خو په وروستيو کلونو کې د پينګ لو ولسوالي د وحشي مرغانو د ساتنې کارونو ته ډيره پاملرنه کړي او هر کال يي د مرغانو د طبيعي سرچينود ساتنې په هکله زيات تبليغاتي فعاليتونه تر سره کړي چې ځايي بزګرانو تري د مرغانو د ساتنې په اوه زيات معلومات تر لاسه کړي دي ٠

په دي وروستيو کلونو کې په دغه ولسوالي کې نه يوازي منظرې ډيرې ښکلي بلکې د خوړو سرچينې هم ډيرې غني شوې چې له امله يي دغه ولسوالي د وحشي مرغانو جنت ګرځيدلې دي ٠ تير کال څه د پاسه شل زره بيلا بيل وحشي مرغان د ژمي د تيرولو له پاره په دغه ځاي کې پاتي شوي وو٠ سر بيره پر دي له دي امله چې د لو پينګ په ولسوالي کې طبيعي سرچينې ډيرې زياتې دي او يوازي د هغو مځکو مساحت چې د جهيل او لندې ځمکې په توګه تري کار اخيستل کيږي ، څه د پاسه اته زره او شپږ سوه هکتارو ته رسيږي ٠ اوس د دغو مځکو له ډيرې برخې څخه استفاده کيږي ٠ پخوا هغه لوي لوي يا کوچني کوچني کندي او ډنډونه چې د دغه ولسوالي په شاوخوا ځايونو کې ډير ليدل کيدل ، اوس په پراخو مساحت لرونکو جهيلونو بدل شوي دي ٠ د دغې ولسوالي د اوبو توليدي چارو د مرکز مشر ژن يونګ بين زمونږ خبريال ته وويل چې زمونږ ولسوالي د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنې پر بنسټ د کب نيونې چارو د پرمختيا وړانديز کړي چي په دي

بهير کې پخواني کوچني ډندونه په لويو ډندونو او لويو جهيلونو بدل شوي او پکې د اوبو اقتصادي نباتات هم کرل شوي دي ٠ له دي لارې نه يوازي ايکولوژيکي چاپيريال ښه شوي ، بلکې د بزګرانو اقتصادي عايدات هم زيات شوي دي ٠ د بيلګي په توګه اته څلويښت کلن ښاغلي تيان سين جيانګ په دغه ولسوالي کې اوولس هکتاره شاړې مځکې په اجاره اخيستې او له دغو مځکو څخه د اوبو توليداتو او د کورنيو مرغانو د روزنې له پاره استفاده شوي ده چې له امله يي دده اقتصادي عايدات په پرله پسي توګه زيات شوي دي ٠ هغه وويل چې اوس اوبه زيات او مرغان هم زيات شوي دي ، مونږ له مرغانو سره ډيرې ښې اړيکې ساتو ، مونږ هم هيله من يو چې زمونږ د ټاټوبي شاوخوا منظره ورځ په ورځ ښه شي ٠ اوس ويل کيږي چې په پينګ لو ولسوالي کې هغه ښکلي منظرې چې انسان او وحشي مرغان په سوله کې ګډ ژوند کوي ، په هر ځاي کې ليدل کيږي ٠