
نن ورځ نړيوال چاپيريال ساتنې ته ډيره پاملرنه کوی . که څه هم چين په دې ساحه کې يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي ، خو د پرمختلليو هيوادونو له حالت سره لا تر اوسه هم څرګند واټن موجود دی . نو موږ بايد د چاپيريال ساتنې لپاره د ژوند هرې ساحې ته پام وکړو .
د توالت کاسه يا کمود __ د تيرې پيړۍ له اوومې لسيزې راهيسې په امريکا او اروپايي هېوادونو کې د توالت داسی کاسه يا کمود کارول شوې دی چې د اوبو وتلو اندازه يي دوه ډولونه دي . د لويديځې او شمالي اروپا په هېوادونو کې د توالت پر کاسې باندی د فشار يوه غټه او يوه کوچنی غوټه لګول کيږي چې د اوبو وتلو اندازه يي هم لويه او کمه ده . په جاپان کې د توالت پر کاسی باندې د اوبو اندازې د کنترول لپاره يوه څرخيدونکي تکمه ليدل کيږی چې په چپه لور څرخيږی ، اوبه کمې او په سم لور ډيرې اوبه توييږي .
يخچال ___اروپايي وګړي د يخچال اخيستلو په مهال د بريښنا لګښت ته ډيره پاملرنه کوی ، نو په يخچال باندي د بريښنا لګولو اندازې له مخې د abcdefg نښې ليدل کيږي. ټولو ته معلومه ده چې د هوټل په هره کوټه کې يو کوچنی يخچال وی . خو د جرمني هوټل کوټې ډيرې پاکې او منظمې دي او پر يخچال برسيره د ژوند هر ډول سامانونه پکې وي ، خو داسي يخچال په دهليز کې د اوسيدونکو ميلمنو د ګډې کارونې لپاره ايښودل شوی وی چې په اوتوماتيک ډول ترې ډول ډول مشروبات اخيستل کيږي . ميلمانه يوازی د کوټې کارت پکې کاروی او يخچال د اړتياوړ مشروباتو په هکله معلومات ورکوی او په پايله کې په اوتوماتيک ډول پرانيستل کيږي او
لګښت يي د ميلمنو حساب ته ليږدول کيږي .
د نل اوبه ___ د پرمختلليو هيوادونو په هر کور کې د اوبو د سپمولو لپاره د نل اوبو د کنترول اله ليدل کيږی . که څه هم په دغو هيوادونو کې د اوبو لګښت ډير ارزان دی ، خو وګړي لا هم د اوبو سپمولو ته ډير اهميت ورکوی . په عامو ځايونو کې د اوبو کنترول وسيله استعماليږي .
د کثافاتو سطل ___ په پرمختلليو هيوادونو کې کثافات په څو ډولونو ويشل کيږي . د بيلګې په توګه د کاناډا په پوهنتونونو کې د زده کوونکو ليليو په پخلنځيو کې د کثافاتو درې سطلونه ايښودل شوي وي چې يو يي د کاغذونو ، بل يي د هغو شيانو اچولو لپاره وی چې له کارولو وروسته نشی استعماليدای ، او يو بل يي د ژوند کثافاتو اچولو لپاره دی چې له تخمير وروسته د سرې په توګه تر ځمکې لاندی ښخيږي
مکرر استعماليدونکی کاغذ ___ د سرچينو لګښت د کموالي او د چاپيريال ساتنې لپاره د شمالي اروپا په شتمنو هيوادونو مثلا د سويدن په حکومتي سازمانونو او شرکتونوکې هغه فوتوکاپی داسی کاغذ او پاکيټ کارول کيږي چې له کارولو وروسته له نورو ورځپاڼو سره يوځای بيرته د کاغذ جوړولو فابريکې ته وليږل شی . په هوټلونو او رستورانتونو کې هم همداسی کاغذونه استعماليږي .
د حمام اوبه ___ د حمام کولو لپاره ډيرې اوبه په کار دي ، نو زيات هيوادونه دې ته ډيره پاملرنه کوی . د بيلګې په توګه په فرانسه کې د اوبو په شيردان کې يو اوتوماتيک سويچ لګول کيږي چې د صابون مښولو په مهال اوبه په اوتوماتيک ډول ځنډيږي او د بدن مينځلو په وخت کې چې سر د حمام دوش ته وراوږديږي ، اوبه بيا په اتوماتيک
ډول راتوېيږي .
سقز او سګريټ دانی ___ سينګاپور په نړۍ کې د باغ ښار په توګه مشهور دی . هان په نولس سوه او دوه نويم کال کې يي د چاپيريال ساتنې لپاره د سقز د وارداتو او پلورنې د بندولو حکم صادر کړی و چې دغه حکم لږه موده دمخه لغوه شو ، خو ټاکل شوي چې د سقز خوړولو مخکې بايد خپل نوم ثبت شی .دغه راز په سينګاپور کې که څوک د سګريت ايرې په خپله خوښه ووهی او يا پاتې برخه وغورځوي ، سخته سزا به ووينی ، نو په بازار کې وړوکی سکريټ دانی پلورل کيږي چې قطر يي يوازی درې سانتی متره دی او درې يا څلور د سګريت پاتې برخې پکې اچول کيږي .
ددې لپاره چې ماشومان د کوچنتوب له مهال له چاپيريال ساتنې سره ښه عادت او وروزل شی ، په زياتوهيوادونو کې له لومړيو ښوونځيو څخه په دې هکله روزنه پيل کيږي ، مثلا په جرمني کې د هر زده کوونکي لپاره د چاپيريال ساتنې کتابچه تياريږي چې هر کال پکې د چاپيريال ساتنې په ګټه ليکنې کيږي .