<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-03 19:39:03    
د افغانستان پخوانی صدر اعظم عبدالصبور فريد کوهستانی ووژل شو.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د می په دوهمه نېټه د افغانستان پوليسو خبر ورکړ چې د افغانستان پخوانی صدر اعظم او د پارلمان غړی عبدالصبور فريد په همدې ورځ په کابل کې د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.

د ښاغلي فريد زوی وويل په هغه وخت وسله والو کسانو چې په موټر کې وو، د ده پر پلار ډزې وکړې او سمدلاسه وتښتېدل.

د کابل ولايت د پولسو ادارې مرستيال وويل اوس دوی د نوموړې پېښې په پلټنې بوخت دي او د دغو وسله والو کسانو د نيولو لپاره کوښښ کوي.

د افغانستان پارلمان د نوموړې پېښې سخته غندنه وکړه او له حکومت څخه يی غوښتنه وکړه چې په ښه توګه پارلماني غړي وساتل شي.