<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-04 18:21:27    
د بېجينګ د کلتوري او تاريخي اثارو ساتنه به د ٢٠٠٨ کال المپيک سپورتی لوبو ته يو ښه کلتوري چاپيريال برابر کړي

cri

د بېجينګ ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو په رارسېدو سره په دغه ښار کې بېلا بېل اړوند کارونه تر سره کېږي. د دغو لوبو په ترڅ کې د چينی کلتور د خپرولو لپاره بېجينګ ښار په وروستيو کلونو کې د کلتوری او تاريخی اثارو د ساتنې په برخه کې ډېر تدبيرونه نيولی دي.د دغه ښار د کلتوری او تاريخی اثارو د ادارې مشر کونګ فان ځي وويل په بېجينګ کې بايد د کلتوري او تاريخي اثارو ساتنه د ٢٠٠٨ کال داولمپيک سپورتی لوبو ته يو ښه کلتوري چاپيريال برابر کړي.

بېجينګ ښار اته سوه او پنځوس کلن تاريخ لري چې کلتوري او تاريخي اثار او لرغونې ودانۍ د ښار په بېلا بېلو سيمو کې ليدل کېږي او دوه زر ځايونه د کلتوری اثارو د ساتنې په لست کې شامل شوي دي. له دې امله چې دغه اثار ډېر اوږد تاريخ لري، نو يو شمېر يې ويجاړ شوی او يا امنيتي ستونزې لري. په دوه زرم کال کې بېجينګ ښار د دری سوه او دېرش مليون يوانو په ارزښت يوه پروژه پيل کړه چې له مخې به يې د دغه ښار حکومت په دريو کلونو کې د کلتوري او تاريخي اثارو په ساتنه کې دغه ټاکل شوې پانګه ولګوي. د بېجينګ د کلتوری او تاريخی اثارو د ادارې مرستيالې مېرمن يو پينګ وويل

---اواز ١---اوس موږ د دغو اثارو د ساتنې لپاره اتلسو ځايونو ته د بيا رغونې په اړه سپارښتنې ورکوو چې زموږ د سږ کال د کارونو يو عمده ټکی دی.

د يادې شوی پروژې له پای ته رسېدو وروسته بېجينګ ښار په دوه زره او دريم

کال کې د اولمپيک سپورتی لوبو لپاره د کلتوری اثارو ساتنې پر پلان پيل وکړ.

له دغه پلان سره سم به د دغو اثارو د امنيت ستونزې د تندر مخنيوونکو الو او د اور کنترولولو په ګډون د يو شمېر بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو له لارې له منځه يووړل شي.

د بېجينګ د کلتوری او تاريخی اثارو د ادارې مشر کونګ فان ځي په اند د کلتوري او تاريخي اثارو ساتنه بايد د ٢٠٠٨ کال المپيک سپورتی لوبو ته يو ښه کلتوري چاپيريال برابر کړي. ده وويل

---اواز ٢---د دغو اثارو د امنيتي ستونزو له منځه وړل ډېر اهميت لري. داسی ستونزې به په ښه ډول د اولمپيک سپورتي لوبو د تر سره کېدو لپاره ګټورې نه وي.نو موږ بايد پياوړی تدبيرونه ونيسی.

بېجينګ ښار د کلتوري او تاريخي اثارو د ساتنې په برخه کې هم ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.د بېلګې په توګه د دغه ښار لرغونی جنوبی دروازه يعنی ياونګ دينګ دروازه چې په نولس سوه او څلور پنځوسم کال کې ويجاړه شوې، بيا جوړه شوی ده. بر سېره پردی، د امپراطوري مانۍ او لوی ديوال په ګډون يو لړ مشهور او لرغونی ځايونه په ښه ډول ساتل شوي دي. د مېرمن يو پينګ په أند د کلتوري اثارو ساتنه نه يوازی د حکومت کار بلکې د وګړيو دنده هم ده. دې وويل:

---اواز ٣---يوه خوا په وروستيو کلونو کې د اقتصاد په چټک پرمختګ سره زموږ هېواد او خلک اوس دا توان لري چې د دغو اثارو په ساتنه کې ډېرې زياتې پانګې ولګوي.بله خوا زموږ ټولنه په ګډه دا نظر لري چې د کلتوري اثارو ساتنه

نه يوازی د اړوندو ارګانونو دنده ده بلکې يوه تاريخی دنده هم ده.

د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ سره د کلتوري اثارو د ساتنې په اړه د چينی وګړيو پوهاوی زيات پياوړی شوی دی. د بېلګې په توګه په بېجينګ کې د يوان مينګ يوان امپراطوري پارک چې دری سوه کلن تاريخ لري،د نولسمې پيړۍ په پای کې او د شلمې پيړۍ په پيل کې د بهرنيو تيری کوونکو له خوا ويجاړ شو.د دغه پارک د ساتنې او بيا رغونې لپاره ډېرو وګړيو او ښاريانو زيات ګټور وړانديزونه کيړ دي.