د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جاپان د دفاع وزير کيوما فوميو د می په څلورمه نېټه په بروکسيل کې څرګنده کړه چې د ده هېواد به د افغانستان په بيا رغونه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته د خپلو سرتيريو پر ليږلو غوره وکړي.
په همدې ورځ وزير فاميو د ناتو په مقر کې د دغه سازمان له سرمنشی ياپ دی هوپ شيفير سره د کتنې پر وخت وويل جاپان غواړی د افغانستان د بيا رغونې لپاره دغه هېواد ته پيسې برابرې کړي. بر سيره پر دې، جاپان به له افغانستان سره د مرستې لپاره دغه هېواد ته د سرتيريو د ليږلو امکان په اړه هم بحث وکړي. ده په همدې وخت کې وويل جاپان به د دغه هېواد د ملکی سازمانونو په ملاتړ افغانستان ته د مالونو د لېږدولو لارې چارې وڅېړي.