<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-05 19:42:16    
پوښتنو ته ځواب

cri

ګرانو اوريدونکيو السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد ځلمی هرکلی کوم .

په امريکا کې يو ميشت اوريدونکی حيات کاکړ مونږ ته څوسی دی ګانی رااستولی دي چې ټولې سندرې يی پخپله ليکلی او ويلی دي او زه غواړم چې دغه په زړه پوری سندرې د پروګرام په دغه کړۍ کې تاسو ته وړاندی کړم .

د می مياشتې له لومړی نيټې څخه تر اوومې نيټې پوری په چين کې اوږده رخصتی وه . زيات خلک په دغو ورځو کې کار نه کوي . دوی له خپلو دوستانو يا کورنيو سره يوځای نورو ځايونو ته سفرونه کوي يا په خپلو کورونو کې د سا تيری لپاره پاتی کيږی . دغه راز په دغه موده کې د چين په لويو ښارونو يا د سيلانۍ په ځايونو کې خلک ډير زيات وي او په همدی مهال د ترانسپورټ وسيلې لکه اورګاډی او الوتکې هم له خلکو څخه ډکې وي .

اوس د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې پر انترنټ پاڼه د موسيقی منيه والو لپاره يو ځانګړی پروګرام پرانيستل شوی او نوم يی د موسيقی ډګر دی . مونږ غواړو د دغه پروګرام له لارې تاسو ته د چين او افغانستان د مشهورو سندرغاړو په زړه پوری سندرې وړاندی کړو . نو مونږ د موسيقی په اړه ستاسو نظرونو ته اړتيا لرو . تاسو کولی

شی د خطونو يا بريښنا ليکونو له لارې له مونږ سره تماس ونيسی او په دې اړه خپل

نظرونه څرګند کړي .

ګرانو اوريدونکو ! همداوس مو دغه په زړه پوری سندره واوريده چې تازه ګل نوميږی او په امريکا کې زموږ د يو اوريدونکی ښاغلی حيات کاکړ له خوا برابر شوې ده . مونږ د دغو ښکليو سندرو په رالېږلو سره له نوموړی مننه کوو او د موسيقی هنر په ډګر کې ده ته د لازياتو برياليتوبونو هيله من يوو

.

درنو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيدله او ستاسو د روغتيا نېکمرغۍ په هيله !

ګرانو دوستانو ، کله چې تاسو زمونږ د خپرونې او د چين په اړه نور معلومات غواړی زمونږ څانګې ته د پوستی له لارې ليکونه راوليکی يا د يميل له لارې له مونږ سره اړيکی ټينګی کړۍ .

تراوسه مونږ په پاکستان کی پوست بوکس لرو او پټه يی دا دی : Gpo post box No.2017

اسلام أباد پاکستان

او زمونږ د بريښنا ليک پټه : pushtu@Chinabroadcast.cn