د چين په بېلا بېلو کليو کې لږ شمېر ځانګړيو مغازو د کليوالو سيمو لګښتي اړتياوې نه دي پوره کړي . په همدی وخت کې ښايی چې بزګرانو د محصولاتو اخيستلو په بهير کې جعلی شيان اخيستی وي .د دغه حالت په وړاندی د دغه ډول سوپرماکټ جوړونه نه يوازی د بزګرانو د ژوند سويې د لوړوالی لپاره ګټوره ده بلکه د جعلی شيانو د اخيستلو د مخنيوی لپاره هم ګټه لري.
د دغه ډول سوپرماکټ د رامنځته کيدو له امله ځانګړی مغازي له فشارونو سره
مخامخ شوي دي .نو د زياتو مغازو خاوندان د اړوندې اداري روزنې او مالونو ليږدولو لپاره چمتو دی چې په مستقيمه توګه د دغه ډول سيوپرماکټ خاواندان شي.
د ګوانګ شی د ځوانګ قوم د خپلواکې سيمې د نان نيګ ښار يو بزګر لی جين چينګ د تېر کال په پای کې د دغه ډول سوپرمارکټ په ځنځيری سيستم کې ګډون وکړ .هغه وويل چې حکومت يې د مغازو د ښکلا لپاره لس زره يوانه مرستندويه پيسی لګولي او د مغازې ادارې يې معياری کړی دي چې له امله يې د پلورل شويو شيانو ارزښت د پخوا په پرتله زيات شوی دی .
اوس د چين د دغه ډول سوپرمارکټ جوړونکي د ګټو تر لاسه کولو له ستونزې سره مخامخ دي .د اټکل له مخې به په ښارونو او کليوالو سيمو کې د برابرې پانګونې په حال کې په کليوالو سيموکې تر لاسه شوي ګټې د ښارونو په پرتله يوازی يو په دريمه برخه وي .د لويو او منځنيو سيوپرماکټونو لپاره په کليوالو سيمو کې کمزوری سوداګريز تاسيسات او زيات اداري لګښتونه د دوی د سيوپرماکټونو د جوړولو
ستونزي دي .
د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره دچين حکومت په ځانګړی توګه د دغو سوپرمارکټونو وزارت په دې برخه کې مرستندويه پيسی لګولي دي .له ٢٠٠٥ کال څخه د چين د ماليې وزير د دی لپاره څه د پاسه پنځه سوه يوانه لګولي او د چين د پرمختګ بانک هم د دی لپاره لس مليارډ پورونه ور کړي دي .د هغو تصديو لپاره چې د مالونو د ليږدولو مرکزونو د جوړولو لپاره يی پانګه اچولي ده ،بانکونو هم مرستندويه پورونه ور کړي دي .
سربيره پردی د چين د سوداګرۍ وزارت هم د دغه پلان له مخې په کليوالو سيمو کې
د مالونو د ليږدولو په اړه د پخوانيو شبکو د نوی والی له لاری د کليوالو سيمو د لګښتي توکيو نوی شبکه جوړه کړې ده .دغه ډول سيوپرماکټونه د دغې شبکې له لاری له بزګرانو څخه کرهڼيز محصولات اخيستلای شی او د کرنيز توليد لارښوونه کولی شی چې له امله به يی د بزګرانو عايدات زيات شی .
تر اوسه پوری د دغه ډول سوپرماکټونو جوړوکي په کليوالو سيمو کې خپل ځنځيری
سوپرماکټ زياتوي .د چين د سوداګرۍ وزير بوسی لای وويل چې روان کال به موږ د کرهڼيزو محصولاتو شبکه او په هېواد کې د شيانو د پرچون لس بازارونه و جوړ کړو.
د معلوماتو له مخې د دغه پلان په ترڅ کې به يو لک ځنځيری سوپرمارکټونه جوړ شی .