<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-06 21:12:45    
لرغونې او ځوانه افريقا ) لومړی برخه __ غني طبيعی سرچينې(

cri

د جين د څيړنې او معاينې له مخې معاصر انسان دوه لکه کاله مخکې د افريقا په لويه وچه کې زيږيدلی او يو لک ديرش زره کاله وروسته اروپا او اسيا ته په کډه ورغی . خو د ځينو پوهانو په اند ختيځه اسيا هم د انسان يوه سرچينه ګڼل کيږي.

افريقا د نړۍ د لرغونی تمدن زانګو ده چې د لرغونی مصر کلتور يوه بييلګه ده او د اروپا او لويديځې اسيا پر فرهنګ او کلتور باندي يي سترې اغيزې وکړې . نن ورځ په ټوله نړۍ کې اته سوه او ديرش ځايونه د نړيوالو ميراثونو په توګه ومنل شول چې په افريقا کې يو سل او اته ځايونه شته . د مصر له مشهورو اهرامو څخه په بينين کې د اپومی شاهی ماڼۍ ، په حبشه کې له ډبرو څخه جوړه شوې کليسا ، په مالي کې لرغوني ښار او په تونيس کې د سيالۍ ډګر ډير شهرت موندلی دی .

د افريقا لويه وچه په نړۍ کې داسی سيمه ده چې بېلا بېلې طبيعي سرچينې ډيرې غني او شتمنې دي . په لنډ ډول ويل کيږی چې د اوبو ، غلودانو ، انرژۍ او کانونو په شمول د څلورو عمده سرچينو زيرمې له نورو لويو وچو څخه زياتې دي . د غلودانو له نظره که څه هم په افريقا کې صحرايي ځمکې په سلو کې دوه ديرش برخه نيسی ، خو د يو سل او څلور شپيته هکتارو په اندازه کرهنيزې ځمکې شته دي چې ښه حاصلات ترې اخيستل کيږي . سره له دې چې په افريقا کې د اوبو کارولو انډول ډير ټيټ دی ، خو د اوبو زيرمه يي د نړۍ له زيرمې څخه څلويښت سلنې نيسی ، د بيلګې په توګه د کانګو سيند د اوبو بهيدو د اندازې له پلوه په نړۍ کې داسی لومړی لوی سيند بلل کيږي ، برسيره پردې په افريقا کې د ځنګلونو پراخوالی اوه سوه مليونه هکتارو ته رسيدلی او د پوښلو انډول يي په سلو کې يوويشت برخه نيسی په بله ژبه د افريقا يو

ويشت سلنې برخې د ځنګلونو لخوا پوښل شوي او پراخوالي او د لرګيو زيرمه يي له لاتينې امريکا څخه په نړۍ کې دوهم ځاي نيسي .

د انرژۍ او کانونو زيرمه هم د حيرانيا وړ ده . په افريقا کې د نفتو ثابته شوې زيرمه نژدی اته نوي ميليارده بيلرونه دي چې دغه اندازه د نړۍ له عمومي اندازې څخه په سلو کې اته برخه نيسی او يوازی له منځنی ختيځ او لاتينې امريکا څخه کمه ده . اوس په افريقا کې د نفتو ورځنی توليدي اندازه اته مليونه بيلرونه دي چې دغه اندازه د نړۍ له عمومي اندازې څخه په سلو کې يوولس برخه نيسي . نفتي سيمې عمومأ په الجزاير ، تونيس ، مصر او ليبيا کې پرتې دي .

د کارپوهانو په اند په راتلونکو پنځو کلونو کې به د نفتو ثابتې شوې زيرمې نور پنځلس ميليارده بيلرونه زياتې شی .

د منځني ختيځ په پرتله په افريقا کې د نفتو زيرمه کمه ده ، خو ډولونه يي زيات او کيفيت يي ښه او د استخراج او ليږدونې بيه يي ټيټه ده .

افريقا په نړۍ کې د ستراتيژيکو توکيو ګدام په نامه ياديږي . يوه خبره ده چې تر اوسه په نړۍ کې ثابت شوي يو سل اوپنځوس ډولونه کانونه په افريقا کې شته دي په تيره بيا هغه پنځوس ډولونه قيمتي او کم موندلی معدنی شيان چې له اقتصادي او علمي پرمختګ سره نژدی تړاو لری ، نه يوازی په افريقا کې موندل کيږي ، بلکې اوولس ډولونه يي د زيرمې له نظره په نړۍ کې لومړی مقام نيسي .د بيلګې په توګه د نړۍ له عمومي زيرمې څخه د الماسو ، ليتيم ، تانتال ، نيوبيم ، کبالت او کرم زيرمه په سلو کي نوي برخه ، د سرو زرو زيرمه يي دوه پر دريمه برخه ، يورانيوم يي يو پر درېمه برخه او سپين طلا يي په سلو کې څلويښت برخه نيسي .