<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-06 21:14:44    
د شاملی شاکل له خوا ويل شوی بهرنۍ سندری

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين ازبکقوم د مشهور سندرغاړی شاملی شاکل له خوا ويل شوی ځينی بهرنۍ سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

کرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د شاملی شاکل له خوا ويل شوی سندره واوريده چی نوم يی وو د کسغار نجلی٠ د کسغار ښار د چين د شينجيانګ په جنوب لويديځی سيمی کی پروت دی چی د چين يو لرغونی کلتوری ښار دی٠ د دغه سندری د خوندوری نغمی له لاری د کسغار ښکلی نجلی ستاينی شوی٠

په ١٩٥٩ کال کی شاملی د چين د شينجيانګ د ازبک قوم په يوه کورنۍ کی وزېږېد ، هغه د ٧ کلن په وخت کی د ازبک قوم د بېلا بېلو سبکونو سندری ويلی ٠ په ١٩٧٦ کال کی شاملی د ملی دفاع يو سرتېر شو چی په پوځ کی د هنری ښوونکی په توګه وټاکل شو٠ په ١٩٨٤ کال کی شاملی د سندرو ويلو په برخه کی د خپل غوره تخنيک په واسطه د شينجيانګ د پوځی سيمی د هنری ډلی يو ځانګړی سندرغاړی په توګه وګرځېد ٠ وروسته هغه د چين د سندرو ويلو له مشهورو پروفيسرونه هه مان دو او لی شوانګ جيان څخه زده کړی وکړی چی د سندرو ويلو توان يی نورهم لوړ شو٠ اوس به مونږ په ګډه د شاملی له خوا ويل شوی د قزاقی قوم يوه سندره واورو چی نوم يی دی دودار او ماليا٠ په دغه سندره کی د ځوانانو ترمنځ مينه څرګنديږی٠

( سندره ٢ )

د تېری پيړۍ له ٨٠ لسيزی راهيسی شاملی خپل څو البومونه جوړ کړی او د هغه سندری د چين، جاپان او سينګاپور په ګډون په هېوادونو کی ډېری مشهوری دی او زيات شمېر اوريدونکی يی راجلب کړی دی٠

د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د شاملی له خوا ويل شوی يوه سندره واورو چی نوم يی دی په ويښتانو کی غوما شی٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!