<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-07 17:41:16    
د چين د ان هوی ولايت د هغو موټرونو چارو چټک پرمختګ کړی چې د پوهنی د ملکيت خپل حق لري

cri

ګرانو اوريدونکيو ،په وروستيو کلونو کې چين د خپلو موټرونو چارو په تېره بيا د هغو موټرونو چارو د پرمختګ لپاره هڅه کړې چې د پوهنی د ملکيت خپل حق لري . د چين د ان هوی ولايت په دغه برخه کې يوه نمونوی بڼه ده او د موټرونو د دوو لويو شرکتونو د جوړونې له امله يې اقتصاد پرمختګ کړی دی .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د چين د پوهنی دمليکت حق لرونکيو موټرونو د چارو پرمختګ په باب معلومات وړاندې کړو .

د چين د جيانګ هوای د موټرونو شرکت چې په ١٩٩٩ کال کې جوړ شوی ،د باروړونکيو موټرونو او سوداګريزو موټرونو په توليد بوخت دی او کلنی توليدی اندازه يې څه د پاسه دوه لکه موټرونو ته ورسيږي . د جوړولو له پيل څخه دغه شرکت د هغو موټرونو د توليد لپاره هڅه کړې چې د پوهنې د ملکيت خپل حق لري .تر اوسه پوری د دوی د شرکت موټرونه نه يوازی په چينی بازار کې پلورل کيږي بلکې جنوب ختيځې أسيا ،جنوبی امريکا هېوادونو او افريقايی هېوادونو ته صادريږي .په همدی وخت دغه شرکت په نورو هېوادونو کې د موټرونو د څېړنې مرکزونه جوړ کړي دي .د شرکت عمومی مدير وانګ دونګ سنګ وويل

(اواز.........) موږ په نورو هېوادونو کې د خپلو موټرونو د څېړنې مرکزونه جوړوو چې له دی لاری مو غوره تکنالوژي تر لاسه کړې ده . په همدی وخت کې مونږ په بېلا بېلو سيمو کې غوره کسان استخداموو او له سيمه ايزو شرکتونو سره

همکاری کوو.

د ان هوی په ولايت کې د موټرونو توليدولو بل شرکت د چی ژوی د موټرونو محدود شرکت هم د پوهنی ملکيت حق لرونکی موټرونه لري .په ٢٠٠٦ کال کې د دغه شرکت له خوا د توليد شويو موټرونو شمېر له دری لکو څخه اوښتی دی او موټرونه يې په نړۍ کې پنځوسو هېوادونو او سيمو ته صادر شوي چې صادراتی اندازه يې په هېواد کې لومړی ځای نيولی دی .اوس د دغه شرکت د ماشينونو دوه فابريکې ديرش ډوله ماشينونه توليدوي چې د پوهنې د ملکيت حق لري .د دغه شرکت د کوششونو له امله دغه ماشينونه په نړۍ کې ښه بازار لري .

د چی ژوی شرکت وياند جين غه بو وويل زمونږ د شرکت د برياليتوب يو لامل د پوهنې ملکيت خپل حق پر ستراتيژۍ ټينګارکول دی .(اواز..........) د اختراعاتو له امله زمونږ شرکت اته ډوله موټرونه توليد کړي دي .روان کال به شپږ ډوله نور موټرونه په بازارونو کې وپلورل شي چې له امله به يې په چين کې زمونږ شرکت د موټرونو ډولونه د نورو شرکتونو په پرتله زيات وي او په بازار کې به لازيات خرڅلاو ولري .

د ان هوی ولايت بيلا بېلو کچو شرکتونو د دغو موټرونو د توليد لپاره څو تدبيرونه نيولی چې په ترڅ کې يې د موټرونو د پرزو جوړولو چارو پرمختګ هڅولی دی .د دغه ولايت د وو هو اقتصادی سيمې د ادارې مسئول وانګ چينګ وويل د چی ژوی شرکت له اړتياوو سره سم دغه سيمې د موټرونو د اړوندو چارو د پرمختګ هڅونې تګلاره پلی کړې ده چې له امله يې د موټرونو پرزو ګڼ شمېر برابرونکی راجلب شوي دي .

د ان هوی ولايت د سوداګريزو چارو څانګې مرستيال جيانګ جين خبريال ته وويل د پوهنې د ملکيت حق پر اړوندې تګلارې د ټينګار ترڅنګ دغه حکومت هم د نورو هېوادونو له تصديو سره د موټرونو د شرکتونو د تخنيکې همکارۍ هڅونه کړې ده .(اواز........)د پوهنې د ملکيت حق لرونکو موټرونو پرمختګ له بهرنيو تصديو سره تبادلې ته اړتيا لري .مونږ هم د بهرنيو تصديو د پانګونې هر کلی کوو او غواړو چې د موټرونو د ډولونو په څېړنه کې له امريکايي او اروپايی تصديو سره همکاری وکړو .زمونږ څانګه به په دغه برخه کې اړوندو تصديو ته لازيات خدمتونه وکړي .