<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-07 17:51:33    
د هان قوم ډاکټر مين لی ګوۍ د زړه له کومی د ملی لږکيو لپاره خدمتونه ترسره کوی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د چين د هان قوم ډاکټر مين لی ګوی دروپيژنو چې هغه په شينجيانګ کی د زړه له کومی د ملی لږکيو د وروڼو لپاره خدمتونه ترسره کوی٠

مين لی ګوۍ په ١٩٦٧ کال کی د شينجيانګ له طبی پوهنځی څخه فارع شو او د شينجيانګ د کاشغر سيمې د يېکسار ولسوالی د اوچار علاقه دارۍ په روغتون کی يې د ډاکټر دنده پر غاړه واخيستله٠دغه ولسوالی د چاپيريال د خرابوالی او د اقتصاد د وروسته پاتی والی له امله يوه ډيره بی وزلی ولسوالی ده ٠ پخوا د اوچار علاقه دارۍ په روغتون کی د طبی تجهيزاتو د ساده والی او د درملونو د کموالی له امله د دغې علاقه دارۍ د ناروغانو درملنه پر وخت نشوی کېدای٠ ډاکټر مين لی ګوۍ ژمنه وکړه چې د خپلو کوششونو له لاری د دغه ځای طبی وروسته پاتی والی بدل کړی او د ويغوری قوم وروڼو روغتيا وساتی٠ هغه خبريال ته وويل : ( غږ ) ٌ ما دغه روغتون ته له راتللو وروسته تر ټولو لومړی لوستي ځوانان سره راغونډ کړل او د روغتيا ساتلو په اړه می دوی ته روزنه ورکړه٠ څرنګه چې په هغه وخت کی د روغتون پيسی کمې وې، نو ما پخپله خاورينې خښتې جوړې کړې چې په څو کالو کې له دغو خښتو څخه څه دپاسه سل کوټې ودانې شوې او بيا پکی سل بسترې کيښودل شوی، لابراتور ، د ايکس ( X ) وړانګو کوټه او د عملياتو يوه کوټه پکې جوړه شوه٠ ٌ

مين لی ګوۍ د اوچار علاقه دارۍ په روغتون کی د ١٤ کلونو لپاره کار وکړ او

په دې ترڅ کی يې د اويغوری قوم د بزګرانو روغتيا ته ډيره پاملرنه وکړه٠ هرکله به چې ناروغانو اړتيا درلودله، هغه به هرومرو پر وخت که به شپه وه او يا ورځ د ناروغۍ د درملنۍ لپاره د دوی کورونو ته ورته ٠کله نا کله به يې د بزګرانو د ناروغۍ د درملنۍ لپاره د شپې لخوا پر خره سپريده او لس يا شل کيلومتره لار به يې وهله٠

ډاکټر مين لی ګوۍ د اوچار علاقه دارۍ په روغتون کی د کار په موده کې څه نا څه زرځله عمليات ترسره کړی او سل ګونه سخت ناروغان يې له مرګ څخه ژغورلی دی٠ هغه د علاقه دارۍ يو ساده روغتون د کاشغر سيمې په يو پرمختللی کليوال روغتون بدل کړی او خپل ځان يې هم د کاشغر سيمې او يېکسار ولسوالی د يو پرمختللی کارکوونکی په توګه ټاکلی و٠

د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کی مين لی ګوۍ د يو حکم له مخی په وروموچۍ کې د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکې سيمې ولسی روغتون ته ورغی او د دغه روغتون د جراحی څانګې د مشر په توګه ګمارل شو ٠ له هغه وخت راهيسی دی نه يوازی د زړه له کومی د ناروغانو لپاره خدمتونه کوی، بلکه د ملی لږکيو د ډاکټرانو روزلو لپاره هم کوششونه کوی٠ د اويغوری قوم ډاکټر عبدالرحمن پاتار وويل : ( غږ ) ٌ زمونږ د څانګې مشر مين لی ګوۍ د اويغوری قوم ناروغان د خپلوانو په توګه بولی او کله نا کله له بی وزلو ناروغانو سره نغده مرسته هم کوی٠ دغه راز نوموړی ما ته هم ډېره پاملرنه کوی، پخپله په عملياتو کې زما لارښوونه کوی او په تېرو پنځو کلونو کی يې زه په ښه توګه روزلی يم٠ زه د زړه له کومی له هغه څخه مننه کوم ٠ٌ

د تير کال په دوبی کی د شينجيانګ د جنوب د مالدارۍ سيمې د اويغوری قوم يو سخت ناروغ چې د تناسلی ألی د تنګوالی يا سوزک په ناروغۍ يې د اخته کيدو له امله په عادی توګه متياز نشوی کولی، د خپلوانو او کليوالو لخوا په بيړنې توګه د مين لی ګوۍ روغتون ته وليږل شو، په هغه وخت کی که سمدلاسه د ده لپاره عمليات نه وی شوی، هغه به د مرګ له خطر سره مخامخ شوی و ، خو ده د بی وزليتوب له امله د عملياتو کافی لګښتونه نه درلودل٠ مين لی ګوۍ چې د ده خطرناک حل وليد، سمدلاسه يې له بانک څخه دری زره ژن مين بی يوانه شخصی پيسی راويستې او د خپلې څانګې ډاکټران او نسران يې سمبال کړل چې دغه ناروغ ته د پيسو بسپنه ورکړی ٠ د مين لی ګوۍ او ټولو ډاکټرانو او نسرانو په کوشش دغه ناروغ له خطر څخه وژغورل شو او په پای کی په پوره توګه روغ شو٠

له څو کالو راهيسی ډاکټر مين لی ګوۍ تل په غوره مسلکی اخلاقو سره د ناروغانو لپاره خدمتونه ترسره کوی٠ ټولو پخوانيو ناروغانو چې د مين لی ګوۍ لخوا يې درملنه شوې ، هيڅکله دغه ډاکټر ندی هير کړی٠ د ده ملګری ډاکټر ګاو جی مين خبريال ته وويل : ( غږ ) ٌ وړم کال مين لی ګوۍ د يو کار لپاره کاشغر ته لاړ او له دی فرصت څخه په استفادې سره بيرته د اوچار علاقه دارۍ ته ستون شو ، ډېرو زياتو کليوالو د هغه تود هرکلی وکړ چې منظره يې زړه رپوونکې وه ٠ ده په هغه علاقه دارۍ کی د ١٤ کالو لپاره کار وکړ او هلته يې د اويغوری قوم ژبه زده کړه ، نو دی په ازاده توګه له اويغوريانو سره خبرې کولای شی او د دوی ترمنځ احساسات هم ډير ژور دی ٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، تاسو د چين د شينجيانګ د هان قوم ډاکټر مين لی ګوۍ په اړه يو راپور واورېد چې د ملی لږکيو لپاره رښتينی خدمتونه ترسره کوی٠ ستاسی له اوريدو مننه کوو٠ شپه مو په خير !