د تيان جين ښار د چين په شمال کی د چيني اوپراګانو د سرچينې په توګه بلل کيږی او د دغه ښار په بيلا بيلو چای خانو کی دغه ځانګړتيا تر سترګو کيږی. اوس د تيان جين ښاريانو په تيره بيا ځوانانو يو عادت دا دی چی له څو ملګرو سره په چای خانو کی د چاي څښلو تر څنګ محلي اوپراګان اوري . نو د تيان جين چای خانې زيات سيلانيان راجلبوی او دوي ته يی ژوره خاطره بښلی ده.
ښاغلي که چيو چې د هيواد د جنوبي ولايت جه جيانګ له ون جو ښار څخه راغلی ، خبريال ته وويل کله چې په ٢٠٠٢ کال کی تيان جين ته رارسيدم، د رخصتيو په ورځو کی يي له ملګرو سره يوځاي په چای خانه کی طنزګوي اوريده. زه له دغه ډول ځانګړي هنر سره مينه لرم. نو کله کله خپلوان او يا ملګری می د هيواد له جنوب څخه تيان جين ته راورسيدل، د ميلمستيا په ځاي می ور ته بلنه ورکړه چې په چاي خانو کې طنزګوي اوري چې په چيني ژبه شيان شن نوميږي . .
ښاغلي يانګ وی چې په تيان جين کی ډېر شهرت لری ځکه چې پلار او ورور يی ټول د شيان شن هنر مشهور نندارچيان دي. په چای خانو کی د دغه ځانګړي هنر په ترويج سره يانګ وی د تيان جين د ښاريانو لخوا پېژندل شوی . هغه وويل په چای خانو کی د شيان شن اوريدنه په فارغ وخت کې ډېره زړه وړونکې ساعت تيری دی ځکه چی هنرمندان د نندارچيانو په مخامخ ننداره کوي.
تيان جين يو شپږ سوه کلن لرغونی ښار دی او د چين يو مهم بندر هم دی. د بيړيو په وسيله د مالونو د نقل او حمل چارو پياوړتيا تيان جين ته د بندري کلتور ځانګړتياوې ور کړې .
په تيان جين کی د بيلا بيلو ټولنيزو طبقو له امله د رنګارنګ کلتورونو د رامنځته کيدولپاره مساعدې زمينې او رنګارنګې قصې د ځايي اوپراګانو د خلاقيت لپاره ډېرې غني سرچينې برابرې شويدی. نو د تيان جين اوپراګانې د چټک پرمختګ او غني کيدو په حال کی دی. تر اوسه پوری د تيان جين په چای خانو کی د شيان شن لومړنې پارچې اوېدل کيږی.
د تيان جين د رخصتۍ په نامه د سيلانی ادارې مشر چانګ جه پنګ وويل محلي اوپراګانې د تيان جين د يوې ځانګړتيا په توګه ډېر سيلانيان راجلبوي او جلب يي کړی ، په تيره بيا د شيان شن ننداره ډېره ساده هنري شکل او د نندارچيانو د ښې خندا سبب دی. په چای خانو کی نه يوازی د شيان شن ننداره ليدل او اورېدل کيږی، بلکه د تيان جين ښار ډول ډول چاي خانې ليدل کيږي چې ودانۍ يي بيلا بيل دي او د دې ښار د تاريخ او نامتو شخصيتونو قصې او ښاري بدلونونه اوريدل کيږی..
په تيان جين کی په بيلا بيلو لويو او کوچنيو چای خانو کی هره ورځ د ځايي اوپراګانو رنګارنګ نمايشونه نندارچيانو ته وړاندی کيږی. که څه هم نن ورځ عصری تکنولوژۍ د چټک پرمختګ په حال کی دي ، خو د انټرنيټ شبکی د دغه شان عنعنوی او ژوندی نندارې ځای نشی نيولې . د دغو نندارو له لاری نندارچيان نه يوازی په زړه پوری ساعت تيری کوی، بلکه د تيان جين د دودونو او عادتونو په اړه زيات معلومات لاس ته راوړی.