<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-08 16:10:42    
په بېجينګ کې درې تنه اويغوری نجونې.

cri

ګرانو اوريدونکو، دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام وخت رارسيدلی دی. زه غوټۍ ، د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کې يـم.هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ. له ١٩٩٩ کال راهيسی د چين د لويديځی سيمی د ابادی او سمسورتيا پلان ګام په ګام پلی کيږی.له دغه پلان سره سم ، حکومت د اقتصاد د پياوړتيا په وخت کې د ښوونې چارو ته لا زياته پاملرنه کوي. اوس د لږکيو زيات زده کوونکي په منځنی سيمه کې د زده کړې فرصت تر لاسه کوي. نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په بېجينګ کې د اويغوری قوم د دريو نجونو د زده کړې او ژوند حالت دروپيژنو.

بويشم، ګلقز او ګلميره په جلا جلا توګه د چين د اطلاعاتي پوهنتون د اعلان ، د معلوماتو ادارې او کمپيوټر په څانګو کې د درېيم ټولګي زده کوونکي دي. بېجينګ ته د تازه رسيدو په موده کې دوی دری واړه د ملي لږکيو زده کوونکو په توګه او له خپل ټاټوبی څخه په ليری ځای کې د ژوند او زده کړې په اړه له زياتو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ وې.د دغو ستونزو د يادونې په وخت کې نجلۍ بويشم وويل:کله چې بېجينګ ته راورسيدم ،د ژبې او ژوند په ګډون له هر شي سره بلد وم. که څه هم مونږ په ټاټوبي کې په يوه لنډه موده کې د ملی ژبی زده کړه کړې ده ، خو په روانه توګه يې نه شو ويلی . نو دوه کاله مو د بېجينګ په مرکزي قومي پوهنتون کې د ملی ژبی زده کړې ته دوام ورکړ.

که څه هم بېجينګ د هېواد پلازمينه ده ، خو دغه دری نجونی له خپل ټاټوبی

څخه په ليری ځای کې د ژبی او عادت د توپير له امله لا هم له يو لړ ستونزو سره مخامخ وې. په هغه وخت کې د پوهنتون د مشرانو ، ښوونکو او همټولګيو د پاملرنې او مرستې په رڼا کې دوی ژر له يوازيتوب څخه ځان وژغوره او ستونزي يی هم ليری کړې.د دې ترڅنګ يی خپلمنځی دوستی ټينګه شوې ده. نجلۍ ګلميره زموږ خبريالې ته وويل: موږ له همټولګيو په تېره بيا له هغه زده کوونکو سره ښه همکاری کوو چې په يوه ليليه کې راسره اوسيږی. مونږ نه يوازی د زده کړې په ساحه کې يو له بل سره مرسته کوو، بلکې په ژوند کې يو بل ته هم پاملرنه کوو. د اوونۍ په پای کې مو تل يوځای د جامو په سودا پسې ځو او په ګډه فلمونه ګورو. بر سيره پردی، مونږ دری واړه د پوهنتون د سوفټبال په لوبډله کې ګډون کوو.د خوښی ځای دی چې د سوفټبال د روزنې په وخت کې مو د نورو څانګو له زده کوونکو سره هم نژدي ملګري شوو.

ټولو ته معلومه ده چې په چين کې د ډېرو لږکيو وګړي د اسلام په مقدس دين عقيده لری او د خپل ژوند په ساحو کې ځانګړي عادتونه لري. اوس د بېجينګ په بېلا بېلو پوهنتونونو کې د ملی لږکيو زده کوونکي زده کړه کوي او د اقتصاد او ترانسپورت له امله ، د لږکيو ډېر زده کوونکي د جشن په وخت کې بېرته خپل ټاټوبی ته نه ستنېږي. نو پوهنتونونه د ژوند په ساحه کې دغو زده کوونکو ته زياته پاملرنه کوي. نجلۍ ګلقز وويل: 

پوهنتون د مسلمانو زده کوونکو لپاره ځانګړي خوراکونه برابروي چې ډولونه او کيفيت يی ډېر ښه دی. بر سيره پردی، هره مياشت پوهنتون د ملی لږکيو زده کوونکو ته مرستندويه لګښت ورکوي او د جشنونو په وخت کې هم پيسې ورکوي. اوس زموږ په پوهنتون کې د اويغوری قوم زده کوونکو شمير ګام په ګام زياتيږي او د کوچنی

اختر په ګډون جشنونه موږ سره يو ځای نمانځو

د نورو زده کوونکو په شان دغه دری واړه نجونی هم د کارونو د غوره کولو له مسئلې سره مخامخ دي. ګلقز پلان لري چې د ماستري درجې تر لاسه کولو لپاره په پوهنتون کې زده کړې ته دوام ورکړي.بر سيره پردی، بويشم او ګلميره نيت لري چې په بېجينګ کې کار ومومي. نجلۍ ګليميره وويل : 

زه غواړم چې له پوهنتون څخه له فراغت وروسته لومړی په بېجينګ کې کار وکړم چې کاري تجربی تر لاسه کړم .په ليری راتلونکی کې به بېرته خپل ټاټوبی ته ستنه شم او د خپل ټاټوبی د ابادی لپاره به خدمتونه وکړم.

د مرکې تر پايه پوری ، دری واړه نجونۍ د خپلې خوشحالۍ څرګندولو په موخه په اويغوری ژبه يوه په زړه پوری سندره وويله.