<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-08 16:24:34    
له چين سره د کينيا د ځغاستې د يو مشهور لوبغاړی مينه

cri

په کينيا کې يو داسې لوبغاړی شته چې د کينيا د منځنی او اوږد واټن ځغاستې د پلار لقب لری. په اولمپيک لوبو کې يې دوه طلايی ميډالونه او دوه نقره يی ميډالونه ګټلي او دوه نړيوال ريکارډونه يې هم جوړ کړی دي. اوس هغه د اولمپيک لوبو په نړيواله کميټه کې د کينيا يوازنی غړی دی . دی له چين او د چين له اولمپيک لوبو سره ډېره مينه لري. دی کيپچوګی کينو نومېږي.

کيپچوګی کينو تل د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق ګټلو په اړه د چين ملاتړ کړی دی. زموږ راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې کينو وويل

کله چې چين د لومړی ځل لپاره د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق د تر لاسه کولو لپاره په خپل لومړی کوشش پاتی راغی او سينی ښار د ٢٠٠٠ کال د اولمپيک لوبو د کوربه ښار په توګه وټاکل شو، نو چينايانو ژړل. له دې څخه مې د چينايانو د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق د تر لاسه کولو په هکله د هغوی تنده احساس کړه.

ښاغلي کينو په ټينګه سره د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق د ګټلو لپاره د چين له کوششونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او په ريښتنی توګه يې د اولمپيک لوبو په نړيواله کمېټه کې د نورو افريقايی هېوادونو غړی وهڅول چې د چين ملاتړ وکړي. دا چې بېجينګ په بريالی توګه د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو د کوربه ښار په توګه وټاکل شو، د ښاغلي کينو له کوششونو څخه نشی بېلېدای. هغه په همدغه کال کې په خپلو پيسو د اولمپيک لوبو په نړيواله کمېټه کې د بېلا بېلو افريقايي هېوادونو غړي د کينيا په سمندری ښار

مومباسا کې راغونډ کړل . ښاغلي کينو وويل 

ما دوی ته وويل چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې اولمپيک لوبې تر سره شوی، خو په چين کې لا تر اوسه نه دي تر سره شوې. نو موږ بايد چين ته يو فرصت ور کړو او وګورو چې چين به څنګه اولمپيک لوبې تر سره کړي. دا هم زموږ او هم د چين لپاره يوه ننګونه ده.

دا چې ښاغلي کينو ولې د چين لپاره دومره کوششونه وکړل، هغه په دې اړه وويل زه له چينايانو څخه متاثر شوم . د ٢٠٠٠کال د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق په تر لاسه کولو کې چين پاتی راغی، خو ما د چينايانو له ژړا څخه د دوی تنده وليدله او وروسته می دوی ته ډېره پاملرنه وکړه. زما په اند، چين ته د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق ور کول د چين د حکومت، خلکو او ځوانانو لپاره يو درناوی دی . په هغه وخت کې به موږ په چين کې سيالی تر سره کړو، يو له بل سره به ملګری وکړو او يو له بل څخه به زده کړه وکړو. دا به تر ټولو يوه مهمه خبره وي.

د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې او د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو د همغږۍ کمېټې د غړی په توګه، ښاغلي کينو څو ځله له چين څخه ليدنه کړی په تيره بيا په وروستيو کلونو کې هر کال يې له بېجينګ څخه دوه ليدنی کړی چې د اولمپيک لوبغاليو د جوړونې، ترانسپورت او بازاری استخراج په شمول د مسئلو څارنه وکړی. ښاغلي کينو په تير نومبر کې ښاغلي کينو اولمپيک لوبو ته د تياريانو د څارنې لپاره يو ځل بيا بېجينګ ته راغلی . د څو مياشتو مخکې په پرتله، هغه ډېر بدلونونه وليدل او و يې ويل

ډېر بدلونونه می وليدل، مثلا شنی سيمې او د پوهنتونونو سپورتی سټيديومونه. موږ ډېر خوشحاله يوو چې له اولمپيک لوبو وروسته به دغه

سټيديومونه پوهنتونونو ته ور کړی شي او زده کوونکيو ته به خدمتونه وکړي. پر دې سربيره، موږ د سړکونو ابادی، د ميټرو پرمختګ او د چاپېريال ښه والی هم ليدلی دی، نو بايد وويل شی چې بېجينګ به د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره يوه غوره ځای وي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د تياريانو له کتلو وروسته ښاغلي کينو په بريالی توګه د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو د تر سره کولو په اړه بشپړ باور لري. هغه وويل

باور لرم چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به په تاريخ کې د اولمپيک ډېرې بريالۍ لوبې وي. د معلوماتو له مخی، اوس د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتی کميټه ورځ او شپه کار کوی. دا د وياړ وړ خبره ده چې د چين حکومت او ټول وګړی ګډ کوششونه کوی. نو شک نه شته چې په ٢٠٠٨ کال کې به چين نړۍ ته د اولمپيک يو ډول ځانګړي لوبې وښئي.