<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-09 18:24:07    
د چين شانګهاي ښار د ٢٠١٠ کال د نړيوال نندارتون د جوړولو له پاره تياري نيسي

cri

د ٢٠٠٢ کال په پاي کې د چين شانګهاي ښار د ٢٠١٠ کال د نړيوال نندارتون د جوړولو حق تر لاسه کړ چې له مخې به يي نړيوال نندارتون د لومړي ځل له پاره په چين کې پرانستل شي ٠ که څه هم تر ٢٠١٠ کاله پوري د دغه نندارتون د پرانستلو وخت ته دري کالونه پاتي دي ، خو په شاهګهاي ښار کې اړوند مقدماتي کارونه ډير پخوا په فعاله توګه پيل شوي دي ٠ د شانګهاي د نړيوال نندارتون د همغږې ادارې مرستيال ښاغلي جو خان مين وويل چې د مارچ تر اووه ويشتمې نېټې پوري د يو سلو پنځه ويشته هيوادونو او نړيوالو سازمانونو په دغه نندارتون کې د ګډون کولو پريکړه کړېده ٠ هغه وويل چين د يو سل مليونو امريکايي ډالرو صندوق جوړ کړي چې پانګه به يي په ځانګړي ډول په دغه نندارتون کې د پرمختيايي هيوادونو د ګډون له پاره ولګول شي چې د دغو هيوادونو ترمنځ د نړۍ ډير وروسته پاتي هيوادونه او د منځنيو او ټيټو عايداتو لرونکي هيوادونه شامل دي ٠ اوس په نړۍ کې دغسي هيوادونه يو سل څوارلس ته رسيدلي دي ٠ د نندارې په موده کې به چين په وړيا توګه د دوي د نندارو تالارونه برابر کړي ٠ د اټکل له مخې د روان کال تر پايه پوري به په دغه نندارتون کې د اړوندو ګډون کوونکو هيوادونو او سيمو شمير يو سل اويا ته ورسيږي ٠ دغه راز په ٢٠١٠ کال کې به دغه نندارتون نژدي اويا مليونه سيلانيان راجلب کړي ٠

د معلوماتو له مخې د نندارتون د بنسټيزو تاسيساتو ودانول تير کال پيل شوي او اټکل کيږي چي د ٢٠٠٩ کال تر دوهې نيمې پوري به بشپړ شي ٠ د پلان له مخې د دغه نندارتون ټول مساحت به پنځه اعشاريه اته کيلو مربع مترو ته ورسيږي او د دغې سيمې به څه د پاسه اته لس زره اوسيدونکي کورنۍ او نژدي دري سوه تصدۍ بايد نورو ځايونو ته کډه وکړي چې دغه کار د مقدماتي کارونو له پاره يوه ډيره لويه ستونزه ګڼل کيږي ٠ خو د اړوندو خواوو د کوششونو له لارې اوس ټولې کورني او په سلو کې پنځه نوي تصدۍ په کډه نورو ځايونو ته تللي دي ٠ د اوسيدونکو له پاره د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د استوګنې په نويو سيمو کې نه يوازي د دوي دکورنو مساحت پراخ شوي ، بلکه حکومت د کورونو د اخيستلو له پاره دوي ته مرستې هم برابرې کړي دي ٠ يوې اوسيدونکې ميرمن جيان جن ليو پخوا د خپلې کورنۍ له اووه تنه غړييو سره په يوه اته اويا مربع متره کور کې اوسيدله ، خو اوس د کورونو مساحت څه د پاسه يو سل اوويا مربع مترو ته رسيدلي دي ٠ هغې وويل چې يوازي د خپل ځان په اتکا له لس ګونو کلونو پيسيو زيرموکولو وروسته دغه کور اخيستل کيږي ، خو د حکومت په مرسته مونږ په يو ګام سره د استوګنې يو عصري چاپيريل ته ننوتلي يو ٠ پر کډوالو اوسيدونکوسر بيره د ځينو لويو او زړو تصديو له پاره نورو ځايونو ته په کډه تلل هم يو ستونزمن کار دي ٠ د بلګې په توګه د پو دوتګ د فلادو او اوسپنو فابريکه د شانګهاي له لويو تصديو څخه ده چې مساحت يي يوازي څه د پاسه دوه سوه هکتارو ته رسيږي ٠ نو د دغه لويې تصدۍ له پاره کډه کول

يوه سخته ستونزه ګڼل کيږي چې د کډه کولو په ترڅ کې به دغه فابريکه د خپل لنډ مهاله توليد د ځنډولو له زيانونو سره مخامخ شي ٠ خو د دغې فابريکې يو مسؤل ښاغلي چن سيان تينګ وويل چې که څه هم کډه کول به زمونږ فابريکې ته ځيني ز يانونه ورسوي ، خو وروسته به د پرمختګ په هکله مونږ ته لا زيات فرصتونه برابر شي ٠ هغه وويل چې له ليري نظره کډه کول زمونږ د تصدۍ او هرکس ته د پرمختګ لا پراخه فضا برابر وي ٠ د نوي فابريکې مساحت به لا زيات او توليدي اغيزه به يي لا لوړه شي ٠ دغه راز له نوي تکنولوژۍ د استفادې او د توليداتو د کيفيت د لوړولو له لارې به توليدي ګټې لا زياتې شي ٠

د شانګهاي ښار د ښاروال مرستيال ښاغلي يانګ سيونګ وويل دا چي اوس د دغه نندارتون مقدماتي کارونه په عادي توګه تر سره کيږي ،د هيواد او د نړيوالې ټولنې له زياتې پاملرنې او د ټولو هيوادوالو او د شانګهاي د ټولو اوسيدونکو له پوره ملاتړ څخه نه جلا کيږي ٠