
د وګړيو د بنسټيزو طبي شرطونو تضمين او تامين د چين حکومت يوه مهمه دنده ده او په راتلونکي وخت کې به د چين حکومت په کليو کې د درملنې د ډله ايزې همکارۍ د نوي ډول نظام د کارونې او ترويج او د ښار د استوګنې په سيمه کې د روغتون د پرمختيا لپاره کوشش وکړي چې د وګړيو طبي لګښتونه کم شي .
په کلي کې د درملنې دغه نظام په دوه زره درېيم کال کې پلی شو او موخه يي دا ده چې ګڼ شمير بزګران له بنسټيزو طبي شرطونو څخه ګټه واخلي . ددغه نظام له برکته هر بزګر هر کال يوازی لس يوانه پيسې ورکوي او ځايي او مرکزي حکومت په جلا جلا توګه شل يوانه مرسته برابروی چې د دغو پنځوسو يوانو په وسيله يو صندوق جوړ شی . که څوک په دغه نظام کې شامل وی ، د ناروغۍ د درملنې يوه اندازه لګښت به يي اجرا شی .
بزګر هوانګ جين ګوو چې د ختيځ چين د جيانګ سو ولايت په چان شو ښار کې اوسيږی ، د دغه نظام له نعمت څخه لومړنی ګټه اخيستونکی دی . وړم کال د منی په فصل کې هغه ته د زړه ناورغۍ له امله په شانګهاي کی د جراحۍ عمليات اجرا شول چې لګښت يي له پنځوسو زرو يوانو څخه اوښت . دغه راز د جراحۍ په موده کې دده لخوا روزل شوي چنګاښان ټول مړه شول . څرنګه چې دی د درملنې د ډله ايزې همکارۍ په نظام کې شامل و ، نو د جراحۍ يوه اندازه لګښت يي اجرا شو .
هغه وويل پلار می په دغه نظام کې د شامليدو لپاره شل يوانه تحويل کړ ، نو زه شکمن وم چې له دومره لږ پيسو څخه به څه ګټه واخلم . د جراحۍ عملياتو لپاره می بايد پنځوس زره يوانه لګولي وي چې دا زما له توان څخه وتلی بار بلل کيده . خو په
خير ياد شوی صندوق ما ته شل زره يوانه اجرا کړل او په دغو پيسو
می له تخمونو څخه تازه وتلي چونګاښان او خواړه واخيستل چې په پايله کې می د تير کال په منی کې شل زره يوانه ګټه لاس ته راوړله .
د معلوماتو له مخې دغه نظام د چين په کليوکې د طبي چارو د چټکې پرمختيا لامل دی او ددې تر څنګ دولت هم په کليو کې د طبي تاسيساتو د أبادۍ لپاره زياتې پيسې لګولي او د طبي کارکوونکو د روزنې او له ښار څخه يي کلي ته د طبي کارکوونکو د استولو تګلاره پلی کړېده چې له امله يي په کليوالو سيمو کې طبي شرطونه ډير ښه شويدي .
د ښار د هستوګنې په سيمه کې د روغتونونو بشپړتيا د حکومت موخه ده چې د معموليو او مزمنو ناروغيو درملنه پخپل ځايي روغتون کې ترسره شي او يوازی سخت ناروغان ښاري روغتون ته واستول شي . د غوښتنې سره سم د هستوګنې په سيمو کي روغتون داسي طبي سازمان دی چې اوسيدونکي د پنځلسو دقيقو له منزل وروسته ور رسيداي شي . خبريال د هستوګنې په يوه سيمه کې له اوسيدونکو سره مرکه وکړه . دوي وويل په سيمه کې د روغتون له جوړيدو مخکې موږ د ناروغيو د درملنې لپاره ښاري روغتون ته تلو او زياتې ستونزې مو درلودلې.که څه هم زموږ دغه روغتون لوی نه دی ، خو خدمتونه يي ډير ښه دي .
په ښار کې د ياد شوي روغتون په بشپړولو سره به هغه ستونزې ليری شي چې په لويو روغتونونو کې د ګڼې ګوڼې او د درملنې د لګښت د زياتوالي له امله رامنځته کيږي . برسيره پردې د هستوګنې په سيمه کې د روغتون ډاګتر د ناروغ کور ته ځي چې ناروغ په خپل کور کې له درملنې څخه ګټه اخلي او دغه ډول خدمت د ناروغۍ د
پرله پسې درملنې ساتلو لپاره ګټه لری د بيلګې په توګه د ياد شوي روغتون لخوا په خپله سيمه کې د وينې
فشار ناروغانو لپاره د معلوماتو سند جوړيږي او په ټاکلی وخت کې ددوی د ناروغۍ څارنه کيږي .
د چين د روغتيا وزير ګاو چيانګ خبريال ته وويل د چين حکومت به په دې بنسټ چې د وګړيو لپاره اساسي طبي شرطونه برابرکړی ، د ناروغانو خدمتي سويه په پر له پسې ډول لوړه کړي . هغه زياته کړه د طبي چارو د پرمختيا مهم ټکی دا دی چې بايد په کليو او د ښارونو د هستوګنې په سيمو کې بنسټيز طبي سازمانونه بشپړ او د وګړيو لپاره غوره او عادلانه خدمتونه برابر شي او بيا په دې بنسټ د لويو روغتونونو ابادۍ او بشپړتيا ترسره شي .