<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-09 18:27:19    
په چين کې په سل مليونو زده کوونکيو د لمر وړانګو په نامه سپورتی فعاليت پيل کړ

cri

څو ورځې مخکې په چين کې په سل مليونو زده کوونکيو په هراړخيزه توګه د لمر وړانګو په نامه سپورتی فعاليت پيل کړ چې د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی کمېټی غړي لي چانګ شو د دغه فعاليت د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ .

د پيل ورځې په سهار ښاغلي لي چانګ چو د دغه فعاليت د مرکزی ځای په توګه د بيجينګ د چاو يانګ په باغ کې د سل مليونو زده کوونکيو د لمری سپورت فعاليت د پيل اعلان وکړ . ورپسی هغه په خوشحالۍ سره د ځوانانو د بدني روزنې پروګرامونه وکتل . د دغه فعاليت په پيل کې ځوانانو د اوږدې لارې د ځغاستی فعاليت پيل کړ . نوموړي هم په باغ کې له ځوانو زده کوونکيو سره يو ځای په دغو سپورتی فعاليتونو کې برخه واخيستله چې په ترڅ کې يې د سپورت راجلبونکی توان احساس کړ .

د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو غړي او د بيجينګ د ښاری کميټی سکرتر ليو چي هم د دغه فعاليت د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ .

په چين کې دغه فعاليت په نوې موده کې د ځوانانو د سپورت او د دوی د روغتيا پياوړتيا لپاره يو ستراتيژيکی تدبير دی . دغه فعاليت به په بېلا بېلو ښوونځيو کې د سپورت او بدنی روزنی په پروګرامونو کې د ټولو زده کوونکيو د ګډون ، په سپورتی ډګرونو کې تر لمر لاندی سپورتی فعاليتونو کې د دوی د فعالې برخې اخيستتې ، له

سپورت سره د دوی د علاقې او عادتونو د روزنې او د زده کوونکيو د بدنی کيفيت

او روغتيا په پياوړتيا کې هم رول ولوبوي .

د دغه فعاليت د پيل مراسم د چين د پوهنې وزارت ، د دولت د سپورت عمومی اداری ، د چين د ځوانانو د کمونستی ټولنې د مرکزی کمېټی او د بيجينګ د ښاری حکومت له خوا په ګډه تر سره شول . په بيجينګ ښار کې څه نا څه لس زرو تنه زده کوونکيو د چاو يانګ په باغ کې په دغو سپورتی فعاليتونو کې ګډون وکړ . د ټول هېواد د بېلا بېلو ځايونو په ښوونځيو کې هم په سل مليونو زده کوونکيو د دغه فعاليت د پيل مراسم وکتل يا يې واوريدل ، د دې تر څنګ يې مختلف سپورتی فعاليتونه هم تر سره کړل .

د بيجينګ د صنايعو پوهنتون يو ښوونکی وانګ ای ګو په نوموړی باغ کې د دغه پوهنتون له ٦٥ زده کوونکو سره يو ځای د بدنی روزنی فعاليتونه تر سره کړل . هغه وويل د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبی به راتلونکی کال تر سره شي ، د سپورت د يو ښوونکی په توګه په ښکاره توګه احساسوم چې له سپورت سره د زده کوونکيو علاقه زياته شوې ده . په دغه پوهنتون کې به د اولمپيک سپورتی لوبو په ترڅ کې د بډمينتون او د جمناستيک مسابقې تر سره شي ، نو په وروستيو کلونو کې له سپورتی فعاليتونو سره د دغه پوهنتون د ښوونکيو او زده کوونکيو علاقه او احساس ډېر لوړ شوی دی . زده کوونکې ليو يو شي وويل د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو په ترڅ کې د داوطلبانو راغونډولو په فعاليت کې زما ټولو ټولګيوالو خپل نوم ثبت کړی دی . د يو ښه داوطلب په توګه د دندې تر سره کولو لپاره زيات شمېر زده کوونکي د بدنی روزنی په فعاليتونو کې ګډون کوي . دوی نه يوازی د ځان بلکی د خپل وطن لپاره په جدې توګه کوشش کوي .