
ګرانو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا چين ته د سفر پروګرام وخت رارسيدلی دی ، زه ډيوه د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کې يم . هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ ! د دای قوم د چين له پنځه پنځوس لږ کيو څخه شميرل کيږي چې په عمده توګه د چين په جنوب لويديځ د يون نان په ولايت کې اوسيږي . په نننې پروګرام کې به تاسو ته د دغه قوم د نوی کال په موده کې د لمانځنی فعاليتونو په هکله معلومات درکړو چې څو ورځی مخکې تېر شوی دی .
د چين د لومړني لوي قوم د هان قوم د دوديز پسرلني اختر پرته د داي قوم لپاره ډير لوی اختر د نوي کال د هر کلي جشن دی او تر اوسه پوري دوه زره کلن تاريخ لری چې هر کال د اپريل له ديارلسمی نېټی څخه تر پنځلسمی نېټی پورې دی چې روان کال د اپريل ديارلسمه نېټه د نوی کال له لومړی ورځې سره برابره وه .د نوروز سهاروختي د هغو موټرونو کاروان چې له تازه ګلانو او رنګينو فيټو څخه ښکلا شوي ، د شي شوانګ بان نا د داي قوم د خپلواکې سيمې د مرکز جينګ هونګ ښار په واټونو کې روانيده او د واټونو په دواړو غاړو کې د نندارچيانو ډيره ګڼه ګوڼه وه . په موټرونو کې د دای قوم هغه نجونې چې ښکلي قومي جامې اغوستې وې ، ولاړې وې او د نيکمرغۍ په استازيتوب وړوکي بکسونه نندارچيانو ته وغورځول . يو اسرائيلی سيلاني وری کوهين چې د لومړی ځل لپاره شي شوانګ بان دا ته تللی ، ښکلي موټر په څنګ زيات عکسونه واخيستل او خبريال ته يي وويل زه پخوا د چين ګوانګ جو ښار او د ګوانګ شي د ګوانګ قوم د خپلواکی سيمی يانګ شو او ګوی لين ښارونو ته تللی وم ، خو زما په نظر شي شوانګ بان نا تر ټولو ښکلی ځای دی . دلته هر ځای ښکلی او اوسيدونکی يي هم ډير ميلمه پال دي چې په خوشحالۍ سره يې د عکس اخيستلو لپاره زما سره مرسته کوي .
د اپريل څوارلسمه نېټه د دای قوم د نوی کال دوهمه ورځ په بازار کې د شيانو اخيستلو ورځ وه . د خوړو اخيستلو په يو کوچنی غرفه کې د غرفې خاوند کب له پاکولو وروسته په يوه نباتي پاڼه کې وتاړه او پر اور باندی يي کباب کړ . دغه کباب شوی کب ډېر خوندور دی او د دای قوم د يوې ځانګړی خوراک په توګه شهرت لری . ښاغلي لي مينګ په داسې حال کې چې دغه ډول کب خوری ، خبريال ته وويل ديرش کاله کيږي چې په دی ښار کې اوسيدلی يم او هر کال د دای قوم د نوی کال په وخت کې بازار ته ځم . دلته ن ډير جم و جوش دی . سيلانيان ټول رنګارنګ قومی جامې اغوندي چې دا په شي شوانګ بان کې يوه ځانګړتيا ده . سيلانيان په دې ځای کې لوبې کوی ، له کورنيو غړيو سره بازار ته ځي ، د ښامار په بڼه د کښتۍ چلولو سيالۍ ګوري او قومی ځانګړي خوراکونه خوري .
د دای قوم د نوی کال په دريمه ورځ د اوبو شيندلو جشن په نږۍ کې ډېر مشهور دی چې په دې هکله يوه کيسه شته . په لرغونی زمانه کې يو شيطان پر شي شوانګ بان نا تيری وکړ او اوه ښکلی نجونۍ يي ونيولې . د شيطان د وژلو لپاره اوه ځيرکې نجونۍ په پاي کې د شينطان سر پری کړ . د شيطان سر چې کوم ځای ته ولويده ، دغه ځای به وسوځيده ، نو اوسيدونکو د اور وژلو لپاره اوبه وپاشلې چې په نتيجه کې د دای
قوم د نوی کال په وخت کې د اوبو پاشلو عادت وګرځيد او د مصيبت د له منځه وړلو او د خير د دعا کولو موخه لری .
د دای قوم د اوبو پاشلو جشن د نوی کال د لمانځنې په وروستې ورځ تر سره کيږي . په هغه ورځ سهار له نهو بجو څخه د جينګ هونګ ښار زاړه ، واړه ، ښځي او سړي يو بل ته اوبه پاشي چې هر چا ته نيکمرغی ورسول شي .
د بريتانيا د مانچيستير پوهنتون يو زده کوونکی مات کيل په دغه ښار کې د داوطلب په توګه په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې زده کوونکيو ته انګريزی ژبه ورزده کوي . هغه وويل دا زما لومړی ځل دی چې جينګ هونګ ښار ته سفر کوي دغه ځای ډېر ښکلی دی او زيات شمېر خوندور خواړه خوړل کيږي . غواړم چې په راتلونکی کې لاهم دلته ته راشم .