<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-11 18:34:08    
په چين کې به د چاپولو چارې له بېلا بېلو خبری رسنيو سره همکاري پياوړې کړي

cri

د چين د کتابونو د اولسمې دورې نندارتون اوس د چين په جنوب لوېديځ ښار چونګ چينګ کې جوړ شوی. له دغه نندارتون څخه د چين د چاپولو چارو د پرمختګ يوه نوی بڼه څرګندېږي چې د چاپولو تصدی اوس له تلويزيوني او راډيويی پروګرامونو سره يو ځای کتابونه چاپ کوي او د انټرنېټ پاڼو له لارې کتابونه پلوري چې په چين کې د چاپولو چارو د پرمختګ لپاره ګډه هڅه بلل کېږي.د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ ګړۍ کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه څه معلومات وړاندی کړم.

د چين د کتابونو نندارتون چې په نولس سوه او اتيايم کال کې پيل شوې، د چين د مطبعې عمومی ادارې له خوا جوړ شوی دی. د دغې ادارې مشر ليو بين جه د دغې دورې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل له دغه نندارتون څخه څرګندېږي چې د چاپولو په چارو کې نوښتونه او برياليتوبونه د وګړيو د ژوند لپاره ګټور دی.ده وويل

د چاپولو د سيستم په پرله پسی اصلاحاتو سره زموږ په هېواد کې د چاپولو چارو چټک پرمختګ کړی چې ډېر غوره کتابونه او د چاپولو په اړه يو لړ پياوړی شرکتونه رامنځ ته شوي او د مطبعې چارو د خدمتونو کچه په پر له پسی توګه لوړه شوي ده.

دچين مرکزی تلويزيون سټيشن د پوهنتونونو پروفيسرانو ته بلنې ورکړې چې په خپل پروګرام کې د چينی لرغونيو مشهورو کتابونو په اړه په اوسنيو ژبو سره څرګند

وکړي او ورپسی د چاپولو مطبعو، ليکوالانو او تلويزيونونو سره په ګډه سره کتابونه چاپ کړي. د بېلګې په توګه پروفيسرې يو دان په ياد شوی تلويزيونی پروګرام کې په عصری او اسانه ژبه د کانفوسويس فکرونو په اړه څه معلومات نندارچيانو ته ورکړل او د تېر کال په نوامبر کې يې د کانفوسيوس فکرونو د يو دان تفاهم په نامه يو کتاب چاپ کړ.د دغه کتاب د چاپولو مطبعې مرستيالې مېرمن جي ياو خبريال ته وويل که څه هم د دغه کتاب له چاپولو مخکې يې ډېرې څېړنې او پلانونه تر سره کړل، خو له خيال څخه وتلی خبر دا ده چې دغه کتاب په ډېره لنډه موده کې په ښه ډول وپلورل شو.دې وويل

د دغه کتاب له چاپولو راهيسی دری مليون او اته سوه زر نسخې پلورل شوي دي. زما په اند دغه شمېر ي ډېر زيات دی.

دې زياته کړه د بېلا بېلو خبری رسنيو ترمنځ همکاری کولای شي چې د کتابونو د چاپولو شمېر ډېر زيات کړي.

پر تلويزيونی او راډيويی پروګرامونو سر بېره، په وروستيو کلونو کې يو شمېر ليکوالانو د انټرنېټ له لارې خپل کتابونه چاپ کړي دي. داسی ليکوالان ډېر مشهور نه دي او د مطبعو له لارې د کتابونو چاپول د دوی لپاره يو اسانه کار هم نه دی. نو دوی خپل کتابونه په انټرنېټ پاڼو کې خپاره کړل. نو لوستونکی کولای شې چې د انټرنېټ له لارې داسی کتابونه ولولي.

د ژوند، کتابونو لوستل او نوی پوهې په نامه د چين د يو مشهور مطبعې مشر ښاغلی وانګ جيا مينګ وويل پر مطبعو باندی د انټرنېټ له لارې د کتابونو له لوستنې څخه

فشارونه رامنځ ته شوي دي.د چاپولو چارې بايد دغو فشارونو ته په درنه سترګه ګوري.ده وويل

اوس دغه فشارونه ډېر زيات نه دی، خو په راتلونکی کې به په پرله پسی توګه زيات شي ځکه زموږ د ماشومانو په ګډون ډېر زيات ځوانان د انټرنېټ له لارې کتابونه لولي.کله چې دوی مشران شي نو دا چې زموږ د مطبعو عمده لوستونکی شي، ډېرې ستونزې به ولرو. خو زه باور لرم چې د کاغذ له لارې مطبعې به لا پاتي يا ژوندي وي.