سودان د افريقا په شمال ختيځ کې پروت دی .د تېرې پيړۍ له نهمې لسيزې څخه چينی بزګرانو دلته سابه کرلی دي چې له امله يې ټول چينايان هلته سابه خوړلی شی .
په کرنه کې د دغه هېواد پرمختيايی امکانات زيات دي او حکومت يې په کرهڼيزو چارو کې د نورو هېوادونو د پانګونې هر کلی کړی او دغه راز يې دغه هېواد ته د ننوتلو او د تر لاسه شويو ګټو د مالياتو په شمول زياتو برخو کې بهرنيانو ته امتيازونه ورکړي چې له مخی يې په دغه هېواد کې د چينی بزګرانو د توليد لپاره يوه ښه زمينه برابره شوې ده .
په تېرو لسو کلونو کې لس ګونه تنه چينی بزګرانو په دغه هېواد کې په کرهڼيز توليد بوخت و .
دغه بزګران په دريو ډولونو ويسشل کيږي . لومړی ډول د چين د نفتو او کيمياوی صنعت شرکت او د چين د أبادۍ شرکت د شان دونګ ولايت د فرعی شرکت کارکوونکي دي . نوموړو دوو شرکتونو ډير پخوا په سودان کې خپل فارمونه جوړ کړي او د دوی د فارمونو له خوا توليد شوی کرهڼيز محصولات په عمده توګه د خپل شرکت اړتياوې پوره کوي .
دوهم ډول د چينی تصديو له خوا استخدام شوی بزګران دي چې ماموريت يی دوه کاله دي .خو د خپل ماموريت له پای ته رسولو وروسته يې لږ شمېربرخه په دغه هېواد کې پاتی شوی او په کرهڼيزو توليد بوخت دی .
درېيم ډول د کرنې کارپوهان دي چې په ځانګړی توګه د پانګونې لپاره دغه هېواد ته
تللی دی او له کرهڼيز توليد څخه يې زياتې ګټې تر لاسه کړي دي .
په سودان کې د سختو طبيعی شرايطو او وچکالی له امله چينی بزګران د خپلو فارمونو د جوړولو په ترڅ کې له زياتو ستونزو سره مخامخ شوي دي مثلأ د دغه هېواد په کليوالو سيمو کې روغتيايی حالت او د څښاک اوبو د برابرولو حالت ډير سخت دی .نو چينی بزګران يوازی د سختو هوايی شرايطو په وړاندی د کرهڼيزو محصولاتو په توليد بوخت دی .
تر اوسه پوری په سودان کې د چينی بزګرانو له خوا د جوړو شويو فارمونو شمېر ٧ ته رسيدلی چې يو يی دولتی فارم دی او ٦ نور يی نادولتی فارمونه دي .
د چين د شان دونګ د ده جو له ولايت څخه راغلی بزګر لی چيانګ په سودان کې د لسو کلونو لپاره تېرکړی چې د کوششونو له امله د ده د فارم مساحت په پر له پسی توګه زيات شوی او تر اوسه پوری دغه شمېر ٢٠ هکتارو ته رسيدلی دی .
د چين د شان دونګ له ولايت څخه راغلی بل بزګر فان چوان جاو په ٢٠٠٥ کال کې په دغه هېواد کې خپل فارم جوړ کړ . که څه هم ده په دغه هېواد کې لږ وخت تېر کړی خو اوس يې د فارم له جوړولو څخه زياتې ګټې تر لاسه کړي او فارم يی اوس ډېر مشهور دی .