<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-12 20:14:57    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکيو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم . د پاکستان په مانسهره کې د خراسان کلب غړی عبيدالله صديق په خپل ليک کې له موږ څخه پوښتنه کړې چې په چين کې لوی ښار کوم دی او څومره خلک پکی ژوند کوي ؟ نو د پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته په دې اړه معلومات وړاندی کړم .

په چين کې څلور لوی ښارونه شته چې په جلا جلا توګه بيجينګ ، تيان جين ، شانګ های او چونګ چينګ ښارونه دي او د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی دي .

بېجينګ د چين د ولسی جمهوريت پلازمېنه ده او د چين سياسی او کلتوری مرکز هم ګڼل کيږی چې د نړۍ د مشهورو او لرغونيو ښارونو څخه يو ښار دی. له اوه سوه زره کلونو مخکی د بېجينګ په جو کو ديان سيمه کې د بېجينګ په نامه د لومړنيو انسانانو ټولنه رامنځته شوې وه. په تاريخ کې بېجينګ ښار د جينګ په نامه ياد شوی و او له ميلاد مخکی په ١٠٤٥ کال کې د جينګ او يان کوچنيو ملکونو د پلازمېنې په توګه وټاکل شو. له ميلاد نه مخکی له ٢٢١ کال څخه تر ٩٣٧ کال پوری بېجينګ ښار تل د چين په شمال کې يو مهم ښار و. د چين په تاريخ کې بېجينګ ښار څو څو ځله د پلازمېنې په توګه ټاکل شوی دی. د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نېټه د چين ولسی جمهوريت جوړ شو او بېجينګ د هېواد د پلازمېنې په توګه وټاکل شو .

د يوې تازه شمېرنې له مخې، اوس په بېجينګ کې نژدی ديارلس مليونه او اته سوه او شل زره وګړی ژوند کوی. په دغه ښار کې د چين ټول شپږ پنځوس قومونه ليدل کيږی او زيات يی هان قوم دي او د لږ کيو شمېر د بېجينګ د نفوس په سلو کې دری اعشاريه پنځه برخه نيسی چې زياتره اوسېدونکي يی د مان او مغول له لږ کيو سره تړاو لري. بېجينګ په ديارلس سيمو او پنځو ولسواليو ويشل کيږی، د بېلګې په توګه چونګ ون سيمه، شوان وو سيمه، چاو يانګ سيمه، های ديان سيمه، فنګ تای سيمه، شه جينګ شان سيمه.

د چين بل لوی ښار شانګهای دی چې لرغونی تاريخ لری او څه دپاسه شپږ زره کلونه مخکې په دغه سيمه کې د ابتدايی انسانانو کلی رامنځته شوی و . څه نا څه زر کلونه وړاندی شانګهای د کب نيونې په يو کلی بدل شو او د مينګ تر لړۍ پوری په ټول هېواد کې د نساجی لومړی لوی مرکز وګرځېد. په ١٨٤٠ کال کې د اپيام له جګړې وروسته شانګهای دې ته اړ شو چې له بهرنيو هېوادونو څخه راغلو اشغالګرو ته ورخلاص کړي . د شانګهای په ښار کې د چين کمونست ګوند رامنځته شو او په دغه ښار کې د ملت د خپلواکۍ او د خلکو د ازادۍ لپاره يو لړ لويې پېښې شوي دي، د بېلګې په توګه د شين های په نامه انقلاب او د می د څلورمې نېټې غورځنګ. د ١٩٤٩ کال د می په اوه ويشتمه نېټه د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د شانګهای ښار ازاد کړ او د دغه کال د می په اته ويشتمه نېټه د شانګهای د ولسی حکومت د جوړېدو اعلان وشو او دغه ورځ د شانګهای ښار د ازادولو د يادونې د ورځې په توګه وټاکل شوه.

تيان جين په مستقيمه توګه د چين د مرکزی حکومت تر مشرۍ لاندی يو ښار دی. په ١٤٠٤ کال کې تيان جين ښار رامنځته شوی، د نولسمې پېړۍ په نيمايی کې يو بندری ښار ګرځېدلی چې په هغه وخت کې د چين په شمال کې تر ټولو لوی اقتصادی او سوداګريز مرکز و. دغه ښار د چين په تاريخ کې ډير مهم ځای ګڼل کيږی. تيان جين ښار په اتلسو سيمو او ولسواليو ويشل شوی، د بېلګې په توګه حه پينګ ، حه دونګ ، نان کای سيمې، جينګ های ولسوالی، نينګ حه ولسوالی او جی ولسوالی. د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری د تيان جين ښار نفوس لس مليونه يو لک او ديارلس زرو تنو، عمومی پراخوالی يی يوولس زره او نهه سوه مربع کيلو مترو ته رسيدلی دی. په دغه ښار کې نه يوازی رنګا رنګ ډول فلزات پيدا شوي، بلکې پکې په زياته اندازه د اومه نفت ذيرمې هم شته. په تيان جين ښار کې صنعتی، اقتصادی او سوداګريزې چارې ډيرې پرمختللی دي. تيان جين بندر د چين په شمال کې لومړنی لوی معاصر بندر دی چې زيات اهميت لری او د نړۍ له شلو ښه بندرونو څخه شمېرل کيږی . دغه بندر د نړۍ د يو سل او اوياو هېوادونو له څه دپاسه دری سوو بندرونو سره اړيکې لري او په ٢٠٠٣ کال کې يی د مالونو د وړلو راوړلو عمومی اندازه يو سل دوه شپېته مليونو ټنو ته رسيدلې وه.