د سين هوااژانس د خبر له مخې : د پاکستان خبري رسنيو د می په ديارلسمه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتی په دوولسمه نېټه د دغه هېواد په جنوب د کراچی په ښار کې د يوې سختې نښتې له امله لږ تر لږه دېرش تنه وژل او سل تنه نور ټپيان شول .
په دولسمه نېټه د حکومت ملاتړ کوونکيو سياسی ګوندونو په جلا جلا توګه د پاکستان په پلازمينه اسلام أباد او د دغه هېواد لومړی لوی ښار کراچی کې د حکومت په ملاتړ لويې غونډې تر سره کړې . په همدې ورځ د حکومت مخالفو ډلو هم په کراچی کې د احتجاج په توګه مظاهره تر سره کړه . د مظاهرې مخکې او وروسته دواړو خواوو يو له بل سره نښته وکړه .
په همدې ورځ د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف په خپلې وينا کې له ټولو وطنوالو څخه د يووالي غوښتنه وکړه .