<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-13 19:55:19    
يو لړ خوندوری سندری

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو٠

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د ماليزيا سندرغاړی انيو له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واوريده٠ په دغه سندره کی هغه په ماليزيايی ژبه د سندری نوم ويلی او هيله لری چی خلک په زړه ور توب سره خپله مينه څرګنده کړی٠ د ٢٠٠٧ کال په پيل کی انيو خپل نوی البوم خپور کړ چی پر خپل بی سينګاره او خوشاله سبک يی پکی ټينګار کړی دی٠ انيو د خپل عادی او أرام غږ له لاری د خوشالی او خواشينۍ ورځی يادوی او ډېر اوريدونکی يی راجلب کړی دی٠

د هانکانګ سندرغاړی چن هوی لين په ٢٠٠٦ کال کی خپل نوی البوم خپور کړ چی نوم يی دی Happy Girl ٠اوس به مونږ په ګډه سره په دغه البوم کی دده يوه سندره واورو چی نوم يی دی هيڅ به ونه ساتی٠

د فی لون های په نامه د چين د تايوان هنری ډله د ٤ ښکليو هلکانو له خوا جوړه شوی چی اوس ډېره مشهوره ده٠ د ٢٠٠٦ کال په سپتمبر کی دوی د خپلی ډلی په نامه خپل لومړی البوم خپور کړ٠ په دغه البوم کی د زيات شمېر ډولونو سندری شته چی د سندرو ويلو په برخه کی د دوی غوره تخنيک څرګندوی٠

د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د دوی له خوا يوه ويل شوی خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی په دوبی کی واوره٠

ګرانو اورېدونکو، د يو لړ خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!