که څه هم په عمومي ډول په افريقا کې سوله او ثبات ساتل شوی دی ، خو برخه ايزې لانجې ، پوځي کودتاوې او ترهګر بريدونه کله نا کله پيښيږي او سودان ، کانګو کينساسا ، صوماليا او کوتديوا لا هم له لانجو سره مخامخ دي . سره له دې چې له زياتو کليونو راهيسې د سودان د جنوب او شمال ترمنځ توپيرونه کمزوری شوی ، خو د دغه هيواد په لويديځ دارفور کې مذهبی او توکميز توپيرونه او د لويديځو لويو قدرتونو د ګټو او نړيوالوځواکونو د لاس وهنې له امله ورځ په ورځ سختيږي . په کانګو کينساسا کې د تير کال ټولټاکنه د م م زياتو سرتيريو د حمايت او ساتنې په رڼا کې او د لويديځې نړۍ د زياتو پيسو په لګولو سره ترسره شوه .
په صوماليا کې حالات له دوه زره او شپږم کال راپدي خوا د ګډوډۍ په حال کې دي او مذهبی ډلو ترمنځ له دري مياشتنې جګړې وروسته د امريکا په ملاتړ ټوپکيانو د دغه هيواد پلازمينه موګاديشو کنترول کړی چې له امله يي د دغه هيواد په حالاتو کې د ثبات رڼا ليدل کيږي .
د سياسي نظام د جوړيدو له پلوه که څه هم د ديموکراسۍ او د څو ګونديز سياسي نظام ابادی پرمختګ کړی ، خو د افريقا په زياتو هيوادونو کې هغه حالت تر سترګو کيږي چې سياسي ځواک د اوږدې مودې لپاره د يو سړي يا يو سپين ږيري تر کنټرول
لاندی دی . د بيلګې په توګه د مصر ولسمشر حسيني مبارک له نولس سوه او يو اتيايم کال راهيسې د پرله پسې پنځه ويشتوکلونو راپدې خوا د ولسمشر دنده په غاړه لری . اوس هغه يو اويايم کلن سپين ږيری دی . د زينبابووی ولسمشر موګابي چې يو اتيايم سپين ږيری دی ، د نولس سوه او اتيايم کال له خپلواکۍ ګټلو
راهيسې يي د هيواد واکمنی په ټينګ نيولې ده . په سينګار کې ولسمشر واد دوه اتيايم کلن دی او د ګابون ولسمشر بانګو د نهه ديرشو کلونو لپاره ، د توګو ولسمشر هم د اته ديرشو کلونو لپاره د ولسمشرۍ دنده په غاړه درلوده . په بل هيواد ليبيا کې قزافی هم له نولس سوه نهه شپږم کال راهيسې سياسي قدرت په لاس کې نيولی دی .
د افريقا راتلونکی پرمختګ به لا هم د اوږدې مودې لپاره له يوازنی اقتصادي جوړښت ، زياتو پورونو ، پناه وړونکو ، د ايدز ناروغۍ او نورو يو لړ توپيرونو او ننګونو سره مخامخ وي . په زياتو افريقايي هيوادونو کې لا تر اوسه پورې په مستعمراتې موده کې داسي يوازني اقتصادی جوړښت ندی بدل شوی چې لومړنی کرنيز او معدني توليدات صادروی ، نو ملي اقتصاد په اسانۍ سره په نړيوالو بازارونو کې د دغو توليداتو د بيو د بدلون له امله تر اغيزو لاندی دی . که څه هم د افريقا اقتصاد په تيرو لسو کلونو کې څه نا څه ښه شوی دی ، خو د بنسټ د وروسته پاتي والي له امله د پرمختګ انډول يي ډير ټيټ دی ، نو افريقا لا تراوښه هم د نورو لويو وچو په نسبت وروسته پاتی او بی وزلی ده . په دوه زره او څلورم کال کې د افريقا د جي دي پي يعني د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت اته سوه ميليارده امريکايي ډالره وو چې دغه اندازې يوازی د نړيوالو ارزښت په سلو کې يو اعشاريه نهه برخه ونيوله . خو په همدې کال کې پورونه يي دوه سوه څلوراتيا امريکايي ډالرو ته ورسيدل چې د پرمختيايي هيوادونو د بهرنيو پورونو په سلو کې دوولس برخه يي ونيوله . نن ورځ د افريقا د نيمې برخې وګړيو ورځنی لګښت له يو امريکايي ډالر څخه کم دی او د بی وزليو وګړيو شمير له عمومي نفوسو څخه نيمه برخه نيسي ، د ايدز ناروغانو او يا د دغې ناروغۍ ويروس لرونکو کسانو شمير پنځه ويش مليونه څلور لکه تنه دي او په ملاريا اخته کسان درې سوه مليونه تنه دي .