په تير اپريل کې د چين د تاريخی اثارو ادارې او د چين نقشه اخيستونکی ادارې د بېجينګ، هه بی او شان شی په شمول له ديارلسو ولايتونو او ښارونو سره په هراړخيزه توګه د لوی ديوال په اندازه کولو او د هغه په اوږدو کې د سرچينو په پلټنه پيل کړه. د دغه پروګرام په ترڅ کې د لوی ديوال د وجود او اشارتی برجونو پر اندازه کولو سربيره، د لوی ديوال په اوږدو کې د ژوند او توليد د اړوندو تاسيساتو پلټنه هم تر سره کيږی.
د چين لوی ديوال په ١٩٨٧ کال کې د م م د يونيسکو سازمان لخوا د نړۍ د کلتوری ميراثونو په لست کې شامل شوی، خو په وروستيو کلونو کې له دې امله چې يو شمېر ارګانونو او وګړيو د لوی ديوال ساتنې ته په درنه سترګه نه دی کتلی، نو هر کال داسی پېښی ليدل کيږی چې په تېڅ کې يې د لوی ديوال ځينی برخی ويجاړېږی. که څه هم اوس اړوند تدبيرونه نيول شوی ، خو تر اوسه پوری د لوی ديوال په اړه بشپړه شمېرنه او پلټنه نه ده تر سره شوی او دا د لوی ديوال د ويجاړېدو يو مهم لامل دی.
د لوی ديوال د ساتنې ټولنې مرستيال دونګ ياو هوی خبريال ته وويل دغه پروګرام د لوی ديوال د ساتنې پروژې يوه مهمه برخه ده. هغه وويل د لوی ديوال د ساتنې لپاره بايد موږ د ديوال په اړه د ځانګړو معلوماتو د تر لاسه کولو پر بنسټ مهمې مسئلې پيدا کړو او د ساتنې عمومی پلان وټاکو.
لوی ديوال د چين په تاريخ کې د دفاع په موخه يوه ځانګړې ودانۍ وه. لومړی لوی ديوال دوه زره او اوه سوه کاله تير شوی. له هغه وروسته، د چين په تاريخ کی د شلو امپراطوري دورو په اږدو کې هم لوی ديوالونه جوړ شول چې د چن، هان او مينګ په امپراطوری دورو کې يې د ابادۍ اندازه تر ټولو لويه وه. د اوسني پاتی شوی لوی ديوال عمومی اوږدوالی څه نا څه پنځه زره کيلو ميتره دی.
په تاريخی موده کې لوی ديوال نه يوازی يو ديوال و، بلکی له ډېرو پوځو او ژونديو تاسيساتو څخه هم عبارت و، نو په اوسنی څېړنه او پلټنه کې د لوی ديوال په اړه ټول اړوند تاسيسات او کلتوری ميراثونه شاملېږی.
د معلوماتو له مخې، دغه څېړنه او پلټنه به څلور کاله دوام ولري. د ٢٠٠٨ کال په لومړی نيمه کی به د مينګ په امپراطوری دوره کې د جوړ شوی لوی ديوال پلټنه بشپړه شي او د دغه کال په دوهمه نيمه کې به د همدغه ديوال په اړه بنسټيز معلومات خپاره شي. په ٢٠٠٩ کال کې به د چن او هان په امپراطوري دورو کی د جوړ شوی ديوال په اړه بنسټيز معلومات او په ٢٠١٠ کال کی به په نورو دورو کې د جوړ شوي ديوال په اړه معلومات خپاره شي.
د لوی ديوال په اړه د بشپړې څېړنې او پلټنې د رول او ارزښت په اړه ښاغلي دونګ وويل دغه کار به د لوی ديوال د ساتنې په اړه معلومات برابر کړي. په همدی وخت کې به د اقتصاد او ټولنې د دايمی پرمختګ ملاتړ وکړي. هر کال په شل ګونه مليونه سيلانيان له لوی ديوال څخه ليدنه کوی، نو د لوی ديوال ساتنې پياوړتيا د چين د کلتوری ميراث د ساتنې دندې هم دي.