<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-14 17:26:05    
د بو او فورم د ختيځی اسيا له هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د انرژۍ په ساحه کې يو له بل سره همکاری وکړي

cri

ګرانواوريدونکيو ،په وروستيو ورځو کې د چين د های نان ولايت په بو او کې د اسيا فورم په کلنۍ غونډه کې په ختيځه اسيا کې د انرژۍ امنيت د ګډون کوونکيو د پاملرنې وړ مسئله ده .د ځتيځی اسيا د زياتو چارواکيو او صنعتګرانو په أند اوس د ختيځی سيمې د انرژۍ د زېرمې اندازه زياته نه ده خو د دغې سيمې بازاری اړتياوې زياتې دي .د دغه حالت په وړاندی د ختيځی اسيا بېلا بېل هېوادونه بايد د انرژۍ په ساحه کې خپله همکاری پياوړی کړي چې له مخې يې د دغې سيمې د انرژۍ امنيت تامين شی .

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال چن ده مينګ په دغه فورم کې د خيتځې اسيا له بيلا بيلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د انرژۍ له امنيت سره د مقابلې لپاره يو اغيزمن ميکانيزم جوړ کړي . مونږ بايد د ګډو ګټو پربنسټ د انرژۍ امنيت لپاره يو اغيزمن ميکانيزم جوړ کړو .چين بايد په دغه ميکانيزم کې ګډون وکړي .مونږ به د نړيوالې همکارۍ په چوکاټ کې د سرچينو د استخراجولو په برخه کې پر خپل منځۍ همکارۍ سربيره د پاکې انرژۍ د کارونې ،د انرژۍ د معقولې کارونې په باب هم بحث وکړو .

د معلوماتو له مخې چين په نړۍ کې له امريکا وروسته د نفتو دوهم لوی لګوونکی هېواد دی او هم په دغه برخه کې درېيم لوی واردوونکی هېواد دی .له ٢٠٠١ کال راهيسی د نړيوالو نفتو د لوړې نړيوالې بيې او د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ په وړاندی په چين کې د انرژۍ برابري په ناکافی حال کی ده .نو د چين د انرژۍ امنيت يوه مهمه موخه د نفتو د برابرۍ او د نفتو په بيه کې د بدلونونو له امله له رامنځته شوی زيانونو څخه ډډه کول دي .

ښاغلی چن وويل چين به د زياتو هېوادونو په شان له بيړنۍ حالت سره د مقابلې لپاره د ستراتيژيکو نفتو د زېرمې يو پلان جوړ کړي .هغه زياته کړه چې تر ٢٠١٠ کاله پوری به د چين د ستراتيژيکو نفتو د زېرمې اندازه په ديرشو ورځو کې د هېواد له صادراتی اندازې سره برابره وي چې دغه شمير به د جاپان او کوريا جمهوريت په پرتله لږ وي .د خبر له مخې د چين حکومت د نفتو د زېرمې لپاره يو دفتر جوړ کړی او د ستراتيژيکو نفتو د زېرمې لپاره يې د څلورو اډو په جوړونې هم پيل کړی دی .

په وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د انرژۍ د کمښت له امله د ختيځې أسيا بېلا بېل هېوادونه د انرژۍ په بازار کې يو له بل سره سخته سيالي کړې چې له امله يې د منځنۍ أسيا مختلفو هېوادونو ته زيانونه رسيدلی دي .

په دی هکله د کوريا جمهوريت د سيول د دولتی پوهنتون جين تای يوو وويل د ختيځی أسيا سيمه بايد د انرژۍ تګلارې په برخه کې د يووالی رويه څرګنده کړي چې په دغه سيمه کې د انرژۍ بيه ثابته شی . مونږ داسې غوره لارې چارې نه لرو چې له امله يې د لګوونکيو هېوادونو ترمنځ سيالي رامنځته شوې او د انرژۍ بيه هم ور سره لوړه شوي ده .که د انرژۍ د امنيت لپاره يو ميکانيزم جوړ شی او د دغو هېوادونو ترمنځ همکاری وشی ،نو د انرژۍ په بازار کې به د سختې سيالي مخنيوی وشی .

د انرژۍ امنيت د تامين لپاره به نه يوازی د دغو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته بلکې د تصديو ترمنځ همکارۍ ته به هم اړتيا وي .د چين د سمندری نفتو شرکت عمومی مدير فو چنګ يوو وويل د منځنۍ أسيا د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ بايد نه

يوازې د انرژۍ د استخراجولو لپاره ګډ کوشش وکړي ،بلکی د انرژۍ د معقولې کارونې او د نوي انرژۍ د څېړنې په برخه کې هم خپل منځی همکاری پياوړی کړي .

 مونږ بايد د نوي تکنالوژۍ او انرژۍ په څېړنه کې د هېوادونو ترمنځ له همکارۍ څخه د تصديو همکارۍ ته ورسيږو .

تراوسه پوری چين ،جاپان او د کوريا جمهوريت په شمول د خيتځی أسياد تصديو ترمنځ همکاری ريښتينی پړاو ته رسيدلی ده .ګڼ شمېر تصدۍ به په نورو هېوادونو کې د نفتو او طبيعی ګازو د استخراجولو په کارونو لاس پوری کړي او د نوي کېدونکی انرژۍ ،امنيت او چاپيريال ساتنې په برخه کې به خپله همکاری پياوړی کړي .د دغه فورم ګډون کوونکيو وويل چې د انرژۍ امنيت په ساحه کې د نوموړو هېوادونو ترمنځ همکاری د ختيځی أسيا د بيلا بيلو هېوادونو يو غوراوی دی .