<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-14 19:58:51    
ښاغلی ايوب له نورو خلکو سره د مرستې مينوال دی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم ! د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د شينجيانګ د يو رستورانت خاوند دروپېژنو چې ايوب نومېږی او تل له نورو خلکو سره مرسته کوی٠

ښاغلی ايوب د شينجيانګ سيمې د مرکز وروموچی د يو مشهور رستورانت خاوند دی چې خوراکونه يې ارزانه او خوندور دی ٠ هغه يو ډير ميلمه پالونکی او سخی سړی دی ٠ که کوم ميلمه کافی پيسی و نلری، نو هغه به کمې پيسی ورڅخه اخلی٠ د ده په أند، مهربانی د هر چا په ژوند کی ډېر مهم ښکاری ٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ د کوچينيتوب په وخت کی به پلار مې په جدی توګه زمونږ وروڼه روزل او زمونږ څخه يې غوښتنه کوله چې هيڅ ناوړه کار و نه کړو او هيچا ته تاوان و نه رسوو٠ په هغه وخت کې زما کورنی بې وزلې وه او مونږ دری وروڼه کله نا کله د لوږې په حال کی وو٠ که څه هم بی وزلی يو، خو زمونږ په زړونو کی تل د پلار او مور هدايتونه ياديدل٠ سره له دی چې مونږ له زياتو ستونزو سره مخامخ شوو، خو تل مو د خپلو زحمتونو له لارې ښکلی ژوند تيراوو ٠ ٌ

ايوب د څه دپاسه لس کلنۍ په وخت کی له خپل کور څخه ووت او د ژوند لپاره يې په کار پيل وکړ٠ له بډای کيدو وروسته يې تل د سوداګرۍ په هکله خپلې تجربې کليوالو ته ښودلی او هرکله چې بل څوک په ژوند کی له ستونزو سره مخامخ کيږی هغه ورسره مرستې کوی٠ د ١٩٨٩ کال په يوه ورځ ښاغلی ايوب خبر شو چې د ده د زوی ښوونځی يعنی د وروموچی اته ويشتم لومړی ښوونځی وغوښتل چې د اويا زرو ژن مين بی يوانو په ارزښت سيستماتيک درسی تجهيزات واخلی، خو څرنګه چې په لګښت کی د شل زرو يوانو په اندازه کموالی موجود و، نو پروخت يې نشو اخيستلای٠ نو ده سمدلاسه له ښوونځې سره مرسته وکړه٠ که څه هم د ده زوی له ښوونځی څخه فارغ شوی، خو دی لا تر اوسه هم له دغه ښوونځی سره تماسونه لری چې هر کال ښوونځی ته د پيسو بسپنه ورکوی او له بی وزلو زده کوونکو سره نغده مرسته کوی٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ که د يو مليت وګړی بی سواده وی ، دا به د وېرې وړ وی ٠ که يو ماشوم د بی وزلۍ له امله درس و نه لولی، دا به د افسوس ځای وی٠ زه لوستی سړی نه يم ، خو نه غواړم چې اوسنی ماشومان هم زما په شان بېسواده پاتی شی٠ د پوهی زده کړه يو ډير مهم کار دی٠ اوس زه ښوونځيو ته د يو شمېر بی وزلو ماشومانو له داخليدو سره د مرستې توان لرم او خوشحاله يم چې د دوی د زده کړې لپاره يو څه خدمتونه ترسره کوم ٠ ٌ

د تير کال په دوبی کی ښاغلی ايوب خبر شو چې د وروموچی د ٨٣ م منځنی ښوونځی دوه يتيمو وروڼو د رخصتۍ په موده کی پنا ونشوه غوښتلای، هغه سمدلاسه دوی خپل کور ته راوستل او ورته يې د ژوند ښې زمينې برابرې کړې چې د نوی تدريسی کال تر پيل پوری دوی بيا بيرته د ښوونځی ليليې ته ستانه شول٠

يوه ورځ د ښاغلی ايوب زوی چې د منځنی ښوونځی په دوهمه مرحله کی يې درسونه لوستل ، ده ته وويل : د خپل يو ټولګيوال د کورنۍ ټول شپږ غړي په کاربن اکسايد ګازو د مسموميدو له امله په روغتون کی بستری شوی٠ نو ايوب کله نا کله د دوی د احوال د پوښتنې لپاره د خوراکونو په وړلو سره روغتون ته ته او څو ځله يې دوی ته د جيب خرڅ هم ورکاوه٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ ښايی چې هر څوک له ستونزو سره مخامخ شی، هر څوک چې د نورو خلکو ستونزې وينی، غواړی چې ورسره مرسته وکړی٠ زما په أند پيسی د احساساتو په پرتله سپکې ښکاری او د خلکو ترمنځ صميمی احساسات ډير مهم شی دی٠ ٌ

هر کله چې د چين دوديز جشن يعنې د پسرلی اختر او د مسلمانانو لوی او کوچنی اخترونه رارسيږی، ښاغلی ايوب د خپلې اوسيدونکی سيمې ادارې ته يو شيمر سوغاتونه ورکوی او د ادارې له کارکوونکو څخه غوښتنه کوی چې دغه شيان هغو کسانو ته وويشی چې مرستې ته اړتيا لری٠

د وروموچی ښار د ګو ويوان اوسيدونکی سيمې د ادارې مشر عثمان په ٢٠٠١ کال کی له ښاغلی ايوب سره اشنا شو او د ده د مرستندويه عملونو ډيره لوړه قدردانی کوی٠ هغه وويل: ( غږ ) ٌ په ٢٠٠١ کال کې مې د دغې اوسيدونکې سيمې ادارې د چارواکي دنده په غاړه اخيستې او د کارونو له امله له کاکا ايوب سره اشنا شوی يم٠ له څو کلونو راهيسی هرکله چې نوی کال يا اخترونه رارسيږی، هغه د پيسو يا وريجو، اوړو او غوړيو په ګډون يو شمير سوغاتونه ادارې ته راوړی، هغه يوازی زمونږ د کارکوونکو له لاری دغه شيان بی وزلو خلکو ته ويشسيی٠ نو مرسته اخيستونکی په هيڅ شان نه پوهېږی چې چا له دوی سره مرسته کړې ده ٠ هغه زمونږ د اوسيدونکو ښه سرمشق دی، مونږ بايد له ده څخه ښه اخلاق زده کړو٠ٌ

د ښاغلی ايوب ماشومان هم د ده تر اغيزې لاندی له نورو وګړيو سره زياتې مرستې کوی٠ پخوا د دوی په اوسيدونکی سيمه کی يو اتيا کلن ړوند سپين ږېری اوسيده او په ژوندکی له ستونزو سره مخامخ کېده٠ نو د ښاغلی ايوب دريو ماشومانو هره ورځ په نوبتی توګه دغه نيکه ته ډوډی رسوله چې د دوی عمل له دغې اوسيدونکې سيمې څخه د نوموړی سپين ږېری تر وتلو پوری دوام درلود ٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د يو رستوران د خاوند ايوب په هکله يو راپور واوريد چې له نورو خلکو سره د مرستې مينه وال دی٠ ستاسی له اوريدو څخه مننه کوو! شپه مو په خير !