ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم! دا دي يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په خدمت کې يم.هيله ده چې د پروګرام تر پايه پورې راسره پاتې شئ. مېرمن ماريکا دومانسکي چې له سويدن نه چين ته راغلې تېره مياشت د چين د ښځينه فوټبال په تاريخ کې د لومړۍ بهرنۍ روزونکې په توګه وګمارل شوه چې له امله يی د نړيوالې ټولنې د ډېرې پاملرنې وړ ګرځيدلې ده . نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مېرمن دومانسکي په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.
د چين د فوټبال د ښځينه لوبدډلې شپږويشت ورځنی روزنه د تيراپريل په مياشت کې د هو ښان په ښار کې پای ته ورسيده او په دې موده کې د سويدن روزونکې مېرمن دومانسکي د چين د فوټبال د ښځينه لوبډلې د عمومی روزونکې دنده پر غاړه واخيستله.مېرمن دومانسکي داسې ښځه ده چې تل يې نرمه موسکا پر شونډو ښکاری ،نو په لنډ وخت کې يي د لوبډلې د ټولو غړو اعتماد او صميميت تر لاسه کړی دی. د لوبډلې د مخکينۍ کرښې غستلی لوبغاړې هان دوان وويل: دا يوه مهربانه او باور لرونکې ښځه ده او پر مخ يی تل موسکا ليدل کيږي .بر سېره پردې طبيعت يي هم ښه دی . خو د فوټبال په ډګر او سياليو کې دومانسکي بله ښځه ده چې ډېره جدی رويه او سخت طبيعت څرګندوي. چين ته له راتګ مخکې مېرمن دومانسکي څو کاله د سويدن د فوټبال د ښځينه لوبډلې سر روزونکې
وه. دې د خپل طبيعت د يادونې په وخت کې وويل:
زه ډېره نيک خويه ښځه يم .خو په ځينو وختونو کې زما طبيعت بد دی ، په تېره بيا د سياليو په وخت کې .ځکه هيله منه يم چې زما لوبغاړي ژر ګول وکړي او د سيالۍ برياليتوب تر لاسه کړي. زه په روزنه کې ځانګړي طرزونه او لارې چارې پلی کوم .لنډه دا چې له عمومی پلوه،زما طبيعت ښه دی.
مېرمن دومانسکي د خپل نيک خويه طبيعت او د روزنې ځانګړو لارو چارو زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دی. مثلا په ٢٠٠٣ کال کې د ښځينه فوټبال په نړيواله اتلولۍ کې د دومانسکي په مشرۍ د سويدن لوبډلې دوهمه جايزه تر لاسه کړه . شک نه شته چې د چين د فوټبال ټولنه هيله لري د دومانسکي په مشرۍ د چين ښځينه لوبډله د روان کال د ښځينه فوټبال په نړيواله اتلولۍ او راتلونکی کال د بېجينګ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ښې پايلې تر لاسه کړي.
د ٢٠٠٣ کال د ښځينه فوټبال له نړيوالې اتلولی وروسته مېرمن دومانسکي د سويډن لوبډلې د عمومی روزونکې په توګه له خپلی دندی نه استعفا وکړه او په کور کې يي له أرام ژوند څخه خوند واخيست . خو په چين کې د خپلې ګمارنې لامل د يادونې پر وخت مېرمن دومانسکي وويل:
زما په اند، دا يوه لويه ننګونه او نوی ازمايښت دی.. زه د فوټبال له لوبې سره مينه لرم، نو غواړم چې له دغې ننګونې سره مقابله وکړم ..
ددغه لامل له امله دومانسکي د ٢٠٠٧ کال د مارچ په وروستی مهال،د چين د فوټبال له ټولنې سره په رسمی توګه د روزونې يو قرارداد لاسليک کړ.له دې وروسته مېرمن دومانسکي نه يوازی د چين د ښځينه فوټبال په تاريخ کې لومړۍ بهرنۍ
روزونکې ، بلکې لومړی ښځينه روزونکې هم ګڼل کيږی.
بر سېره پردې،دومانسکي د خپلو لوبغاړيو سره د نظريو د تبادلې په ترڅ کې په فعاله توګه د چيني ژبې په زده کړه پيل وکړ او هيله لري چې تر خپلې وسی پورې د چين د لوبډلې په اړه معلومات تر لاسه کړي.
ټولو ته معلومه ده چې د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې به د ښځينه فوټبال نړيواله اتلولي د چين د ګوانګ جو په ښار کې تر سره شي.په دغه اتلولی کې د دومانسکي او چين لوبډلې موخه دا ده چې نيمه پايلوبې ته ځان ورسوي . نو په راتلونکو څو مياشتو کې به دومانسکي خپلې موخې د سپرلو لپاره کوښښ وکړي.
د ښځينه فوټبال د نړيوالې اتلولی په تاريخ کې د چين د لوبډلې ډېر ښه برياليتوب دوهم مقام و چې په ١٩٩٩ کال کې يي لاس ته راوړ .له دې وروسته د چين لوبډلې حالت ډېر ښه نه دی او په مهمو نړيوالې لوبو کې يې ښې پايلې نه دي تر لاسه کړې .
مونږ هيله لرو چې د چين د فوټبال ښځينه لوبډله د دومانسکي په مشرۍ د خپلو کوښښونو له لارې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.