<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-15 19:47:57    
د چين د باسکتبال نارينه لوبډلې د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو لپاره په کوششونو پيل کړی دی

cri

ګرانو اورېدونکو! د باسکتبال نارينه سيالی تل د اولمپيک په لوبو کې تر ټولو د پاملرنې وړ لوبی بلل کيږی. د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبې به په بېجينګ کې تر سره شي، نو د چين د باسکتبال نارينه لوبډله هيله لری چې په دغو لوبو کې ښه برياليتوب تر لاسه کړي. څو ورځې دمخه دغه لوبډله چې د ٢٠٠٤ کال د اتن په اولمپيک لوبو کې د باسکتبال د نارينه وو په لومړنيو اتو لوبډلو کې شامل شوی، په بېجينګ کې د لومړی دوری په روزنه پيل کړی. اوس به په دې په اړه يو مضمون واورئ.

په تير اپريل کې د چين د باسکتبال لوبډلې په بېجينګ کې په خپله روزنه پيل وکړ. په دوه ويشتو تنو غړو کې اوه لس غړی حاضر دی او پنځه تنه غړی په لنډمهاله توګه نه دی راغلی چې پکې ياو مينګ، يی جيان ليان او وانګ جه جه شامل دي. که څه هم څو تنه مشهور لوبغاړی نه دی راغلی، خو د ملی لوبډلې عمومی روزونکي جوناس کازلوسکاس انديښمن نه دی. هغه خبريال ته وويل

اوس ياو مينګ او يی جيان ليان د سيالی او يا د روزنې په حال کی دي، نو د دوی حالات د انديښنې وړ نه دي. وانګ جه جه ټپی شوی، خو هغه يو ښه مسلکی لوبغاړی او معلوم دی چې بايد څه وکړی.

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د برياليتوب د تر لاسه کولو

لپاره، د چين لوبډلې په ٢٠٠٥ کال کې جوناس ته بلنه ور کړه چې د دغې لوبډلې د روزونکي دنده پر غاړه واخلی. جوناس ښه شهرت لری چې د ١٩٩٦ کال د اتلانتا په اولمپيک لوبو کې د ليتوانيا لوبډلې د ده تر لارښوونې طلايی مډال وګاټه او په ٢٠٠٠ کال کې هغه د اروپا د کلني ښه روزونکي جايزه تر لاسه کړه.

د ښاغلي جوناس په اند، په نړۍ کې د لوړې سويه لرونکيو لوبډلو په پرتله د چينی لوبډلې د روزنې او سيالی اندازه کافی نه ده. که دوی غواړی د اولمپيک په لوبو کې ښه برياليتوب تر لاسه کړي، نو بايد لومړی خپل بدني کيفيت پياوړی کړي. هغه وويل

ټولو ته معلومه ده چې د باسکتبال په سيالی کې د لوبغاړيو بدني پياوړتيا، د منډ وهلو سرعت او د توپ وهلو توان ډېر مهم دي. نو موږ بايد په دغو برخو کې زيات کوششونه تر سره کړو.

ښاغلي جوناس خبريال ته وويل اوسنی روزنه به تر راتلونکی اکتوبر پوری دوام ولري او په ترڅ کې يې به چينی لوبډله د څلورو هېوادونو د نارينه وو په سيالی کې او د ستانکويک کپ د ګټلو په سيالی کې ګډون وکړي. پر دې سربيره، دوی به له اروپا او امريکا له پياوړيو لوبډلو سره سيالی وکړي. چينی لوبډله غواړی په دغو يو لړ سياليو کې ښه برياليتوب تر لاسه کړي او په بشپړ باور د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي، نو دوی بايد کافی تياريانی وکړي. د دغې روزنې د نتيجې په اړه ښاغلي جوناس وويل

کله مې چې په وروستيو اوو کلونو کې په نورو هېوادونو کې د روزونکی دنده پر غاړه درلوده، دلته چې هم له دغې طريقې څخه استفاده وکړه . نو د سيالۍ په موده کې به ښه نتيجه تر لاسه شي.

د روزنې په ترڅ کې خبريال وکتل چې د بدنې کيفيت روزونکی ارداس تر لارښوونې چې له ليتوانيا څخه راغلی، چينی هلکانو ډېر کوشش کړی او روزونکی ارداس هم په جدی توګه له لوبغاړيو څخه غوښتنه وکړه. هغه وويل دا لومړی روزنه وه او په راتلونکی کې به دغه روزنه ګام په ګام پياوړی شي. هغه وويل

اوس موږ په يوه ټيټه کچه کی يو او لوړ ځای ته د رسيدو لپاره اړتيا ده چې اړتيا لری چې بايد ډېر زيات کوششونه وکړو.

د روزونکي ارداس په اند، چينی لوبغاړی ښه طبيعی استعداد لري. خو د ناکافی روزنې او کمزوري بنسټ له امله يې د لوبغاړيو سويه د لوړېدو په لار کې خنډونو سره مخامخ ده. نو د يو لړ سياليو او د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره بايد د دوی روزنه پياوړی شي. ښاغلي ارداس په همدې وخت کی باور څرګند کړ چينی لوبډله توان لري چې له نړيوالو پياوړيو لوبډلو سره خپل توپير کم کړي.