<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-16 18:31:58    
ټوله ټولنه بايد کليوالو کارګرانو ته پاملرنه وکړي

cri

له ډيرو کلونو په تيره بيا د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کولو راهيسي کليوالو کارګرانو د خپلو هيلو او خوب تر سره کولو له پاره ډير کوششونه او د ښارونو د ابادولو له پاره ستر خدمتونه کړي دي ٠ د ټولنې د يوې ځانګړي ډلې په توګه د دوي په ژوند او کارونو کې بېلا بېلې رامنځته شوي مسئلې څنګه حل کيږي ؟ دا د ټولې ټولنې له پاره د پاملرنې وړ مسئلې ګڼل کيږي ٠ د چين د ملي ولسي کانګرس استازي ښاغلي وانګ يوان چن پخوا هم يو کليوال کاګر و ، خو وروسته يي د خپلو کوششونو له لارې په خپلو چارو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي ٠ هغه وويل چې زه هرکال د ملي ولسي کانګرس په نوبتي غونډه کې د کليوالو کارګرانو دګټو د تامينولو په هکله وړانديزونه کوم ، زه خبر شوم چې د دغو کليوالو کارګرانو اړتياوي څه دي ، ددغې لويې ډلې وګړي دي ته اړتيا لري چې اړوندې څانګې او مسؤلين د ژوند او کار په هکله د دوي د ستونزې د ليري کولو له پاره مرستې برابرې کړي ٠ زما په أند د ولسي کانګرس د يو استازي په توګه زه هم دا مسؤليت لرم ٠

له ډيرو کلونو راهيسي د معاش، د کار امنيت ، د ټولنيز چارو تامينولو ، دکار د روزنې ، د اولادونو د ښوونې او د استوګنې په ګډون داسې مسئلې چې د کليوالو کارګرانو له ژوند سره مستقيمې اړيکې لري ، تل د ټولنې د پاملرنې وړ مسئلې ګڼل کيږي ٠ په ٢٠٠٦ کال کې دکليوالو کارګرانو د اړوندو مسئلو د حل په باب د چين د دولتي شورا يو اړوند سند خپور شو چې له امله يي دوه سوه مليونه کليوال کارګران ته

هيلمن او خوشاله کړي دي ٠ له ٢٠٠٦ کال راهيسي د چين د شان تونګ .، لياو نين ، هه بي ، هه نان او شان سي په ګډون په ډيرو ولايتونو او ښارونو کې په وار سره د کليوالو کارګرانو د معاش د تامينولو نظام جوړ شوي او له دغه نظام سره سم اړوندې تصدۍ بايد د ټاکل شوي انډول له مخې دپروژو له عمومي لګښتونوڅخه يوه برخه لګښتونه د ګليوالو کارګرانو د معاشونو په توګه زيرمه کړي چې له مخې يي د کليوالو کارګرانو د معاش د کمښت يا نه ورکولو مسئله په بنسټيز ډول حل شوې ده ٠ د هه نان ولايت يو کليوال کارګر خبريال ته وويل چې اوس حالت ډير ښه شوي دي ، څو کلونه مخکې زمونږ معاش ځنډيده، په دي وروستيو کلونو کې دولت زمونږ د معاش مسئلې ته ډيره پاملرنه کوي او اوس مونږ د معاش تر لاسه کولو په اړه اندېښنه نه لرو ٠

د پام وړ بله مسئله دا ده چې اوس د کليوالو کارګرانو د ناروغۍ ، دکار پخ مهال د ټپي کيدو او د زوړتيا د ژوند د بيمې داسي مسئلې تر اوسه پوري په ښه ډول نه دي حل شوي ٠ په دي هکله ښاغلي وانګ يوان چن وويل چې د کليوالو کارګرانو له پاره تر ټولو نه لويې ستونزې دا دي چې د دوي معاش لږ دي ، د ناروغيو درملنې له پاره کافي پيسي نه لري او د زوړتيا د ژوند د تامين په بيمه کې شامل نه دي ٠ خو دوي په ښارونو کې د ښاري ابادۍ له پاره خپلې ځوانۍ وقف کړيدي ، نو د زړوالي په وخت کې د دوي ژوند بايد تامين شي چې دغه مسئله د حکومت د ډيرې پاملرنې وړ مسئله ګرځيدلې ده ٠ بر سيره پر دي د کليوالو کارګرانو له پاره د کلتوري کچې لوړوالي هم يوه مهيمه مسئله ګڼل کيږي ٠ تير کال د چين دکارګرو عمومي ټولنې په فارغ وخت کې

دکليوالو کارګرانو د ژوند د غني کولو او د دوي د کار د مهارتونو د لوړوالي له پاره د څه د پاسه لس مليونو يوانو په لګولو سره په ټول هيواد کې د فلم ښودلو دوه سوه ټيمونه او د اړوندې روزنې په هکله يو ديرش ښوونځي جوړ کړي دي ٠ دغه راز په ډيرو ښارونو کې د بېلا بېلو کچو د کارګرانو ټولنې هم کوشش کوي چې د کليوالو کارګرانو د قانوني حقوقواو ګټو د ساتلو او د دوي د ژوند او کارونو له پاره ښه چاپيريال او شرائط برابرکړي ٠ ښاغلي وانګ يوان چن وويل چې د کارګرانو د قانوني حقوقو او ګټو ساتنه د کارګرانو د ټولنې حتمي دنده ده ٠ مونږ چمتو يو چې په بيجينګ کې څو مليونه کليوالو کارګرانو ته په برخه ايزډول اړونده روزنه ورکړو ٠ کليوال کارګران د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کولو ، د صنعت کيدو او ښاري کيدو په بهير کې د کارکوونکي يوه لويه رامنځته شوي ډله ده او د ښارونو د سمسورتيا،د کليو پرمختيا او د هيواد د عصري ابادۍ له پاره يي ستر خدمتونه ترسره کړي دي ٠