<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-16 18:37:31    
په چين کې د ماشينی انسان د جوړولو تکنولوژۍ د چټک پرمختګ په حال کې ده

cri

نن ورځ د ماشيني انسان څيړنه او کارونه په چين کې د پاملرنې وړ ده او اړوندې څانګې ، ولسي ډلې او يا ييهم مينوال ورځ په ورځ زياتيږي چې په پايله کې يي د ماشيني انسان د جوړولو تکنولوژۍ ډيره پرمختيا موندلې ده .

ماشين کس : زما نوم تونګ تونګ دی او د چين د علومو اکاډمۍ د اوتوماتيکي تکنولوژۍ په انستيتوټ کې زيږيدلی يم .

څيړنکی : د پړانګ د سوڼيدا تقليد وکړی . چرګ څنګه کړتيږي ؟

همدا اوس مو د تونګ تونګ نومی يو ماشينی انسان غږونه واوريدل چې د دغه ماشيني کس جګوالی يي د يوه سړي له ونې سره برابر دی او له فولادی ښيښې څخه جوړ شوی دی .

د معلوماتو له مخې دغه ماشينی انسان د غږ او تصوير پيژندنې ، د هوښ او قابليت کنترول او له انسان سره د نظريو تبادلې په برخه کې د ياد شوي انستيتوټ د لسګونو کلونو د څيړنو نتيجه ده او له حکم سره سم د پړانګ ، چرګ او پسه غږونه تقليدولی ، له انسان سره خبرې اترې کولی او وروځې ، سترګې او خوله خوځولی او هم خپل لاسونه او پښې ښورولی شي . د دغه ماشيني انسان جوړونکي پروفيسور لي چن ژون خبريال ته وويل له تيوريکي نظره تونګ تونګ څو زره حتی څو لکه ډولونه احساسات څرګندولی شي . خو ځيني احساسات ډير کوچنی دي او نه ليدل کيږي . د پروفيسور لي په وينا په ماشيني انسان کې نصب شوی کمپيوتر د ماشيني کس د احساساتو او حرکتونو بدلونونه کنترولوي . برسيره پردې د ماشيني انسان په مخ کې لس او په سر کې دوه سرويس موتورونه نصب شوي او د دغو موتورونو تر کنترول لاندي د ماشيني انسان وروځې ، سترګې ، خوله او سر د خوځيدو يا ګرځيدو حرکتونه ترسره کوی .

چن چن چې شپاړس کلن زده کوونکی دی ، د تونګ تونګ د نندارې له ليدو وروسته يي د ماشيني انسان له طراحۍ او توليد سره مينه زياته شوې ده ، وويل تونګ تونګ می پر تلويزيون وليد ، غواړم چې په ښوونځي کې له زياتو کمپيوتري او ميکانيکي معلوماتو څخه زده کړه وکړم .

د پروفيسر لي په وينا لومړنی ماشيني انسان په نولس سوه او شپيتم کال کې په امريکا کې جوړ شو او له هغه وخت راهيسې په ټوله نړۍ کې يو مليون ماشيني انسان جوړ شويدي ، د پرمختلليو هيوادونو په پرتله په دې هکله چين وروسته پاتې دی او د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې يي د جوشکاري لپاره لومړني ماشيني انسان جوړ کړ . خو د نهمې لسيزې له وروستی کال راهيسې په چين کې د ماشيني انسان د څيړنې سرعت چټک شوی او په څو صنعتي ښارونو کې د ماشيني انسان د تکنولوژۍ څيړونکيو اډو لخوا د چاودنې پر ضد ، د ودانۍ د ديوالونو او ښيښو پاکولو ماشيني انسان جوړ شوي دي . برسيره پردې چين له روسيې سره د همکارۍ له لارې هغه ماشيني انسان جوړ کړی چې د اوبو له سطحې څخه د شپږ سوه مترو په ژوروالي کي کارول کيداي شی او هم يي له جاپان سره يي په ديوال باندي د پورته کولو ماشيني انسان په څيړنه کې همکارۍ کړې ده . اوس چين د پرمختلليو هيوادونو لخوا جوړ شوی د غوره ماشيني انسان تکنولوژۍ په سازمان کې شامل شوی دی .

نن ورځ په چين کې د ماشيني انسانانو لخوا د فوټبال او نورې سپورتي سيالۍ ډيرې زياتې دي . دلته د يادونې وړ خبره دا ده چې د بيجينګ يو بزګر چې وو يو لو نوميږي ، د شلو کلونو لپاره شپږ ويشت ماشيني انسان جوړ کړي چې ځينی يي ساده کورني کارونه ترسره کولی او ځينی يي ګاډۍ کشولی شي . وو يو لو خبريال ته وويل زما لخوا جوړ شوي ماشيني انسان ميکانيکي دي او ټول حرکتونه يي د يوه بريښنايي ماشين لخوا کنتروليږي . هغه غواړی چې له خپل زوي سره يو ځاي نور پرمختللی ماشيني انسان جوړ کړي . اوس دده زوی د کمپيوترې پروګرامونو د برابرولو له معلوماتو څخه زده کړه کوی .

کارپوهان باور لری چې د چين د ملي اقتصاد له دوام لرونکي او چټک پرمختګ او د صنايعو د اوتوماتيکي کيدو کچې له لوړوالي سره به د چين د ماشي انسان د تکنولوژۍ پرمختيا نوره هم ګړندی شي .