<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-16 20:06:19    
د بيجينګ د کتابونو پلورنځي کارکوونکې يانګ سين يوان

cri

أغلی يانګ سين يوان د بيجينګ د کتابونو پلورنځي په بهرنيو ژبو د کتاب پلورنځي څانګی مشره ده . هغې په دغه ځای کې د لسو کلونو لپاره کار کړی او له خپل کار سره ډېره مينه لری .

هغې وويل زما په نظر د يوې څانګې مشره يوزای زموږ په يونټ کې د يوې کورنې چارواکې ده ، د کتاب له مينه والو او پيرودونکيو سره د مخامخ کېدو په وخت کې له عامو اخيستونکو سره توپير نه لرم . کتاب لوستونکيو ته خدمت کول زما لپاره تر ټولو مهم کار دی . د رخصتۍ په وخت کې زيات شمېر پيرودونکي په دغه ودانۍ کې کتابونه ټاکي او اخلی ، په دې هکله أغلی يانګ سين يوان وويل د کتاب د زيات شمېر مينه والو او پيرودونکيو راتګ زموږ د خدمتی کسانو لپاره د ډېرې ستړيا لامل دی ، خو په کارونو د بوختيا په وخت کې د نيکمرغۍ احساس کوو .

اوس په نوموړی کتاب پلورنځي کې د کتابونو او ويديو ديسک دری لکه ډولونه شته . هره ورځ شاو خوا دېرش زره کتابونه پلورل کېږي او ځينی وخت بيا په يوه ورځ کې د پلور شمېر لس زرو ته رسېږي . د پلور کتابونه بايد د خدمتی کارکوونکيو له خوا پر سامان ألو باندی ايښودل شوي وي ، دوی بايد د کتابونو په موندلو کې له پيرودونکيو سره هم مرسته وکړي چې له مخې يې د دوی کارونه نور هم زياتېږي . خو يانګ سين يوان په زړه کې که څه هم ځينی وخت ډېره ستړې ده ، د کتاب د مينه والو د خوښۍ له کتلو وروسته ډېره خوشحاله وي .

أغلی يانګ سين يوان په خپل يونټ کې له پيرودونکيو سره د تماس په هکله د خپلو

کيسو ويلو په وخت کې ډېره نيکمرغه ښکاريږی . هغې وويل پخوا می د کوچنيانو

کتابونو د پلور په څانګه کې کارکاوه . د کار په ترڅ کې به زيات شمېر پلرونو او ميندو له ما څخه پوښتنه کوله چې کوچنيانو ته کوم ډول کتابونه ګټور دي ، نو ما به دوی ته د باور د ټينګښت په هکله د کتابونو وړانديز کاوه . يو ځل د يو کوچنی پلار را ته ويل چې زما له خوا د وړانديز شويو کتابونو له کتلو وروسته د ده د زوی د پوهنې کيفيت د پخوا په پرتله ښه شوی او په کور کې ښه کارونه تر سره کوي . أغلی يانګ سين يوان د دغې خبرې د يادونې په وخت کې د ډېر وياړ احساس کاوه او ويل يې چې دغه کار د دې لپاره ډېر ستر اهميت لری .

هغې وويل پيردونکيو ته د ښو کتابونو وړانديز کول او د هغوی راضی کول زما لپاره د ډېرې خوښۍ ځای دی . د کتابونو پلورل د نورو شيانو په پرتله توپير لری او د پيرودونکيو د روحيی په لوړتيا کې رول لوبوی . ځکه چې د دې له خوا وړانديز شوی کتابونو پر کتاب لوستونکو اغيزه کړې ، نو أغلی يانګ سين يوان له دوی سره د عمر ، د زده کړی درجی ، د ودې بهير او د کتابونو د غوره والی او د کتلو په هکله زيات پوښتنې کوي .

د أغلی يانګ سين يوان د دفتر پر ميز باندی د ٢٠٠٥ کال د بيجينګ د غوره کارکوونکيو نومونه او د جايزو بري ليکونه تر سترګو کېږي . هغې وويل زموږ په ودانۍ کې د کتابونو شمېر نور يات شوی او پيردونکيو ته د خدمتونو لپاره سامان ألی نورې زياتې پرمختللی شوی ، نو د کتاب پلورنځي کارکوونکو کيفيت بايد لوړ شي . د دې پر ميز باندی په نړۍ کې د پنځه سوه غوره تصديو د کارکوونکيو لپاره د اوو اړينو وړتياو په هکله يو کتاب هم شته . دا هيله لری چې له خپلو ټولګيوالو سره يو ځای په دغه کتاب کې په ګوته شويو وړتياو له مخې په جدې توګه خپل کارونه تر سره کړي .