<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-17 18:34:33    
د دونګ سانګ يوان په کلي کې د سيلانۍ نوی شکل

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين د اقتصاد له پرمختيا او د وګړيو ژوند د سويی له لوړتيا سره سم په وروستيو کلونو کې کليوالو سيمو ته سفر کول او په دغو ځايونو کې له ساده او دوديز ژوند څخه مزه او خوند اخيستل د چين د ښاری اوسيدونکو د ساتېری يو نوښت دی . اوس د بيجينګ د شاو خوا سيمو په دری سوه کليو کې د سيلانۍ نوي پروګرامونه پيل شوی چې تر لاسه شوي کلنی ګټې له يو مليارډ يوانو څخه اوړي . د دونګ سانګ يوان په کلي کې چې د بيجينګ د با دا لونګ لوی ديوال ته نژدی پروت دی ، د ځانګړی نوی انرژۍ په کارولو سره زيات شمېر سيلانيان راجلبوي . قدرمنو اوريدونکو ، چين ته د سفر په دغه کړۍ کې به له ما سره يو ځای له دغه کلی څخه ليدنه کتنه وکړئ ! 

د تونګ سانګ يوان کلي ته د ننوتلو لومړی احساس دا دی چې دغه کلي ډير منظم او پاک دی . د دغه کلي مشر ښاغلي شن وويل 

زموږ په کلي کې د نوې انرژۍ د کارولو له ځانګړتيا سره سم د دوديزې سيلانۍ پروګرام د ٢٠٠٥ کال د اپريل له ٢٦می نيټی څخه پيل شوی او په تيرو دوو کلونو کې زموږ کلی ته د ننوتلو لارې په دواړو خواوو کې هغه بريښنايي څراغونه چې د لمر وړانګو په کارولو سره بليږي ، درول شوي ، د نباتاتو د تخمير له لارې تر لاسه شوي د متان ګازونه په ژمي کې د کور تودولو او ډوډۍ پخولو لپاره کارول کيږي ، دغه راز په هر کور کې د لمريزې انرژۍ په وسيله حمام جوړ شوی دی . له نوی انرژۍ څخه د استفادی ځانګړتيا د زيات شمير سيلانيانو د راجلبولو لامل دی ځکه چې

پخوا په کليو کې چيريال ګډوډ او ناپاک و او حمام هم نه و چې دا د ښاريانو لپاره د زغم وړ نه ښکاريده . . د ښاغلي شن په وينا اوس ګڼ شمير ښاريان د دونګ سانګ يون کلي ته ځي ، مهم لامل يي دا دی چې په دي کلي کې د خوړلو ، اوسيدو او ساتيرۍ کولو زمينه په پوره توګه برابره شوېد ه .

د دونګ سانګ يوان په کلي کې د نوې انرژۍ د کارونې پلان د پلي کولو لپاره حکومت د ماليې او تبليغاتو له پلوه د دغه کلي ملاتړ کړی دی . ښاغلي شن وويل

په پيل کې زموږ کلي ته په نژدی ځای کې د لمر انرژی د څيړنې اداری وړانديز وکړ چې زموږ کلي د نوی انرژی د کارولو په ځانګړتيا په يو دوديز کلي بدل شي چې په پايله کې يي د دوی په مرسته دغه وړانديز ترسره شوی او حکومت هم زياتې پيسی لګولی دی ، نو زموږ دغه پلان په سالمه توګه سر ته رسيدلی دی . د نوې انرژۍ د کارولو ځانګړتيا دا ده چې اصلی توکی د بی ارزښتو بوسونو د تخمير له لاری انرژۍيعني د متان ګازونه رامنځته کيږي او د دغې نوې انرژۍ په استعمالولو سره کلي چاپيريال په ښه توګه ساتل کيږي او ککړتيا نه رامنځته کيږي ، نو زموږ په کلي کې هوا ډيره تازه او چاپيريال ډير منظم او صاف دی .

له ٢٠٠٥ کال څخه تر اوسه پوری د دونګ سانګ يوان په کلي کې د نوی انرژۍ کارونه په ريښتنې توګه د زياتو کليوالو سيمو لپاره د يوې غوره نمومې په توګه ګڼل کيږي چې زيات شمېر سيلانيان يي راجلب کړي دي . نن ورځ د زيات شمير کليوالو په کورونو کې د سيلانيانو منلو لپاره د اوستوګنې او خوړو زمينه برابره ده .

د لومړې شميرې کور په نامه د خاوند ښځي ميرمن فان په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل 

پخوا مو په ښار کې د مزدورۍ په وسيله هر کال يوازی څلور او يا پنځه زره يوانه پيسې واخيستلې ، خو اوس مو هر کال عايدات پنځوس او شپيته زرو يوانو ته رسيږي . د حکومت او کليوالې کميټې د مرستو په رڼا کې د سيلانۍ چارو پياوړتيا زموږ د کليوالو د شتمنۍ لامل دی .

په وروستيو کلونو کلونو کې د دونګ سانګ يوان کلي نه يوازی د سيلانۍ چارو د پرمختګ له لاری کليويال اقتصاد سمسور شوی ، بلکی يي په بيجينګ کې ډير شهرت هم موندلی دی . دغه کلی د ښار په کچه د ايکولوژيکی تمدن د کلي او په يان چينګ ولسوالۍ کې د ځوانانو د روزنې اډې په توګه وټاکل شو . ښاغلي شن وويل 

په وروستيو دوو کلونو کې زموږ په کلي کې په عمده توګه شاو خوا يو سل او پنځوس زره سيلانيان منل شوي دي چې د کليوالو شتمنۍ لپاره يي ستر رول لوبولی دی . ځينی کورنۍ هر کال لس زره يوانه ګټه لاس ته راوړی شی . زموږ راتلونکی پلان دا دی چې د کلي په جنوبی لمن کې د باد او لمر وړانګو په وسيله د بريښنا توليدولو يو مرکز جوړ شی چې لا زيات سيلانيان ومنل شی او دوی د ښار په ليري کلي کې له ارامتيا څخه خوند واخلي .