<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-18 18:32:58    
دمجلو او جريدو شپږديرشمه نړيواله غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri

دمجلو او جريدو شپږديرشمه نړيواله غونډه د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه په بيجينګ کې پرانستل شوه او له پنځه څلويښتو هيوادونو او سيمو څخه راغلي زر تنه اړونده کسان به د مجلو د خپراوي په وړاندی د ننګونو او فرصتونو په باب بحث وکړي . د چين د اړوندې څانګې مشر په غونډه کې وويل په وروستيو کلونو کې د چين د مجلو چاپونې او خپرونې چارو چټک پرمختګ کړی او په راتلونکي وخت کې به په دې هکله له نورو هيوادونو سره نژدی همکاری او تبادله وکړي .

د معلوماتو له مخې ياده شوې همکاری د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې پيل شوه او په هغه وخت کې د چين ديرشو مجلو هر کال له نورو هيوادونو څخه څلور مليونه ټوکه بهرني مجلې اخيستلې . په نولس سوه او اتيايم کال کې له دې امله چې د امريکا د داتا ګروپ له چين سره د همکارۍ له لارې د کمپيوتری نړۍ په نامه مجله چاپ کړه ، د چين او نورو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ نوی فصل پرانستل شو . . اوس ددې همکارۍ په هکله پنځوس پروګرامونه د چين لخوا تصويب شول .

د چين د مطبوعاتو او چاپونو د عمومې ادارې مشر ښاغلي ليو بين جې د غونډې په پرانستونکيو مراسمو کې وويل اوس د چين او نورو هيوادونو ترمنځ دهمکارۍ ډولونه ډير دي .

هر کال د نوموړې همکارۍ په هکله له سلو څخه زياتې دوه اړخيزې او څواړخيزې خبرې اترې ترسره کيږي او پنځوس زره ډولونه بهرنی مجلې په چين کې پلورل کيږي چې له امله يي د چين لوستونکي په ازاده توګه د نړيوال تمدن له برياليتوبونو څخه

ګټه اخستی شی .

له دې امله چې د دوه زريم کال د اکتوبر په مياشت کې د چين د مجلو ټولنې د مجلو په نړيواله ټولنه کې ګډون وکړ ، د چين د مجلو چارې د مجلو په نړيوالو چارو کې شامل شويدي . په تيرو ديرشو کلونو کې د چين د مجلو د خپريدو اندازه لس چنده اوچته شوې او ډولونه يي هم له لسو چندو څخه زيات شويدي چې تر روان کال پورې د ډولونو شمير يي ٩٤٠٠ ته رسيدلی دی ، خو په ١٩٧٧ کال کې يوازي نهه سوه ديرش ډولونه موجود وو .

د رايلي په نامه مجله لومړی مجله ده چې په ١٩٩٥کال کې له يوه جاپانی سازمان سره د چاپونې حق د همکارۍ له لارې له چاپه وتلې ده . ددې مجلې سرمسئولې ميرمن لووجيا له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د فيشن مجلې چاپونه نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لری ځکه چې د نړيړالې همکارۍ له لاری زموږ لپاره ښه بازار پيدا کيږي او په سيالۍ کې لا زيات غوره والی لاس ته راځي .

دچين د چاپونو او اطلاعاتو د عمومي ادارې مشر ښاغلي ليو بين جي د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه ژمنه وکړه چې د چين حکومت به له نورو هيوادونو سره د تبادلې او همکارۍ د لا نژدېوالي لپاره ډول ډول اړين تدبيرونه غوره کړي . ده وويل موږ به د مجلو له نړيوال سازمان او د بيلا بيلو هيوادونو د مجلو له مطبعو سره تبادلې ، د معلوماتو ، روزنې او څيړنې په ساحو کې نژدی همکارۍ ته دوام ورکړو څو چې يو د بل کمبود پوره شی .په نړيوال سوداګريز سازمان کې د شموليت لپاره د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره به د خپل هيواد بازارونه نور هم خلاص کړو ، د مجلو د

صادراتو ، د چاپولو حق د معاملې او ساتنې ، د مجلو د چاپونې او پلورنې په ساحو کې به له نورو هيوادونو سره همکاری لا نژدې کړو .

د ښاغلي ليو په وينا د چين ستر کلتوري بازارونه او سرچينې او د وګړيو زياتې روحياتي او کلتوري اړتياوې د چين د مجلو چارو د پرمختګ ښه فرصت او په دغو چارو کې د نورو هيوادونو د ګډون لپاره ستر چانس هم دی . دده هيله دا ده چې د چين او نړيوالې ټولنې د ګډو کوششونو له لارې د مجلو چاپولو او پلورلو د چارو سمسورتيا رامنځته شی .