<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-18 19:21:25    
له چين سره يوه سپيڅلې او پاکه مينه

cri

د چين د نړيوالې راډيو عزتمندو اوريدونکو ښې چارې هيله چې د پسرلي په دې ښکلو ورځو کې مو د ژوند د لا ښکلا لپاره مټې رانغښتې وي او له خوښيو څخه د يو ډک ژوند درلودونکي واوسی،په همدې هيله به زه خوشحال تايب د بهرنيان په چين کې پروګرام درته وړاندې کړم،نن به د يوې امريکايي ميرمنې په هکله چې يونيس موي بروک نوميږي او اوس دلته په چين کې ژوند کوي لنډه کيسه درته وکړم،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ،

نه اتيا کلنه موي بروک د چين د شان دونګ ولايت په يو کلي کې خپل خوښ ژوند تيروي،نوموړې اوه کاله مخکې په امريکا کې خپل هر څه شته وپلورل او دلته چين ته راغله چې په يو کليوالي سيمه کې ژوند وکړي، ميرمن يونيس موي بروک وايي زه له چين او چينايانو سره مينه لرم،او غواړم چې خپل پاتې ژوند دلته په أرامي او سوکالۍ سره تير کړم.

له چين سره د ميرمن موي بروک د مينې اصلي لاملونه:

ميرمن بروک په ١٩١٧ کال کې د خه بې ولايت په بيدای خه سيمه کې وزيږيدله،چې تر ديارلس کلنۍ پورې يې د شاندونګ ولايت د لياوچينګ په سيمه کې ژوند وکړ،د هغې چيني نوم مو لين أي دی،او دهغې د پلار له خوا چې د يوې مذهبي ټولني د تبليغاتو غړی ورکړل شو، بروک له د خپلې کورنۍ له عړو سره يو ځاي په ١٩٣٠ کال کې د سمندري بيړۍ په وسيلې امريکا ته ولاړه، هغه وايي ما هماغه مهال له ځان سره ژمنه وکړه چې يوه ورځ به بيرته چين ته راستنيږم،کله چې امريکې ته ولاړه هلته يې د کولارادو په پوهنتون کې د روغتيا پالې يا نرسنګ په برخه کې زده کړې وکړې،تر فراغت وروسته يې د نرسنګ په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ،چې په پايله کې يې د کولارادو ښار د دينور په نامه د ماشومانو د روغتون د مشرې په توګه وټاکل شوه، په هر حال بروک تل د چين په اړه ژور فکرونه کول چې تل يې د خپل ملت په لور بيرته ستنولو ته هڅوله. بروک وايي زه د چينايانو په هکله دومره تجربه لرم چې چينايي خلک تل مهربانه دي،په خپل ژوند کې د همدې بيساري اغيزې له امله ما تل خپل ټاټوبي ته د بيرته راستنيدو لار څارله.تر ١٩٩٢ کال پورې هغه مهال چې زه لا ٧٥ کلنه نه وم ما ته له خپل خاوند سره يو ځاي بيرته د راستنيدو چانس لږ وو،زه يو ځل له خپل خاوند سره د لياوچينګ ښار ته راغلم ،زما د ماشومتوب زياتره ملګري له دې نړۍ څخه تللي وو،أن زما د ډير نږدې ملکي په ګډون.خو د هغوي اولادونو زموږ څخه ډير تود هرکلي وکړ،

کله چې په ١٩٩٨ کال کې د ميرمن بروک خاوند ښاغلی ايدوان لدې نړۍ څخه سترګې پټې کړې نو دې تصميم ونيو چې چين ته د بيرته ستنيدو وخت دی،نوموړې خپله شاوخوا څلويښت ايکره ځمکه،کور،موټر او نور اړوند شيان وپلورل،او د ١٩٩٩ کال د سپتمبر په مياشت کې بيرته چين ته راستنه شوه،او د همدې کال د نومبر په مياشت کې کله يې چې د اوسيدو کور جوړ شو نو د لوشيانګ ښار د ليومياو په کلي کې يې هستوګنه اختيار کړه.او هغه خوب يې چې له شاوخوا پنځوس کاله وړاندې په خپلو مغزو کې درلود خپله حقيقي او ريښتينې بڼه غوره کړه.

له کله نه چې ميرمن موي بيرته خپل کلي او ټاټوبي ته راستنه شوې په دغه کلي کې يو ډول نوي احساسات راژوندي شوي دي،دا کله کله د ماشومانو ليدلو ته ورځي،او کله هم ماشومان دې ته راځي،ميرمن بروک تل دوی ته هرکلي وايي او چين د بيرته راستنيدو په هکله ورته کيسې کوي،هغه ماشومانو ته وايي زما کور ستاسو خپل کور دی،هر کله چې تاسو وغواړئ زما کور ته راتلای شئ او لوبې کولای شئ،ميرمن موي بروک د هغوی لپاره ځينې د لوبو او انګليس کتابونه اخيسي دي،هغه د بدمنتون لوبه کوي او کله هم له ماشومانو سره يوځاي کارتوني فلمونه ګوري،او له هغوی سره د لوبو پر مهال له انګليسي کلمو څخه هم ګټه اخلي تر څو ماشومان له نويو انګليسي کلمو سره أشنا کړي، موي وايي: ما تل له ځان سره دا هيله درلوده چې د لمړنيو ښوونځيو له بې وزله زده کوونکيو سره چې ښوونځي ته د اقتصادي ستونزو له امله نشي تلاي مرستې وکړم،کله چې بروک خپل کلي ته بيرته راوګرځيده نو هلته هيڅ کمپيوټر نه وو موجود،نوموړې د ديرش زرو ډالرو مرستې په ورکولو سره ټول ښوونځي ته کمپيوټرونه واخيستل،دغه راز د نوي کال په موسم کې هيڅ کله نه هيروي چې ماشومانو ته سوغاتونه ورکړي، هغه پدې هکله وايي: زه له ماشومانو سره له زړه مينه لرم،نو ځکه زه هر وخت ښوونځي ته ځم،چې زده کوونکي وګورم،او تر ليک لوست وروسته هغوی کولای شي زما کور ته د لوبو کولو لپاره راشي.چې اوس يې د کلي د ماشومانو تر منځ د موي انا لقب پيدا کړی او ټول ماشومان زياته مينه ورسره کوي،

زيرکه او تکړه انا:

ميرمن موی بروک لکه د يوې ځوانې ميرمنې په شان له ځواکه ډکه ښکاري،چې د خپل کور په انګړ کې ولاړه وه، له بازار څخه د خپلې اړتيا وړ توکيو د راوړلو لپاره يې يو درې ټاير لرونکي بايسکل اخيستی دی، بروک د فلسفي او علمي کتابونو له لوستلو سره مينه لري، او کله کله د چين د پرمختيا او کلتوري مجلو لوستل هم نه هيروي،د بيلګې د چاينا فکتوريل لوستل هيڅ نه هيروي،هغه په ليکلو کې هم نسبتا تکړه ده.او په بيجينګ ښار کې د ٢٠٠٨ کال د المپيک لوبو لپاره يې ځينې شعرونه هم ويلي دي،

د بهرنيان په چين کې د برخې درنو او محترمو اوريدونکو ننۍ برخه په همدې ځای پاي ته رسيږي،هيله ده چې تاسې ددې پروګرام په اړه خپل نظرونه ،وړانديزونه او نيوکې راوليږئ،تر راتلونکې اونۍ او بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک او مهربانه خدای سپارم.