<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-19 17:50:04    
پوښتنو ته ځواب

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم . د اوريدونکيو په ليکونو کې د چين د لوی دېوال په اړه ډيرې پوښتنې شوي دي نو د پروګرام په دغه کۍ کې به تاسو ته د چين د لوی دېوال په اړه څه معلومات وړاندی کړم .

د چين لوی دېوال د نړۍ له اوو معجزو څخه شميرل کيږی . په رښتيا هم کله چې نړۍ د نوموړی دېوال جوړښت ، اوږدوالی ، عظمت او لرغونی تاريخ ته ځير شی نو ګوته په غاښ پاتی کيږی او جوړونکيو او ساتونکيو ته يی افرين وايی .

د چين لوی دېوال په پخوانيو زمانو کې يوه ستره نظامی او دفاعی پروژه وه ، نوموړی لوی دېوال د چين په خاوره کې څه دپاسه اوه زره کيلومتره اوږدوالی لری . په نولس سوه اوه اتيايم کال کې د چين لوي دېوال د نړيوالو ميراثونو په ليست کې د ملګرو ملتو د يونسکو له خوا شامل شو .

د دغه ستر دېوال جوړول د ميلاد نه دمخه په اتمه او اومه پيړۍ کې د چين د اوو ګونو حکومتونو د واکدارانو چي ، څو ، يان ، هان ، جاو ، وی او چين په زمانو کې پيل شوی وو چې د نوموړي دېوال له جوړولو څخه يې هدف د دښمنانو په وړاندې دفاع وه ، وروسته بيا د ميلاد نه دمخه د دوه سوه يو ويشتم کال کې د چين سلسلې پر هغو اوو حکومتونو باندې بری وموند او د بري نه وروسته د چين لومړی امپراطور چين شی هوانګ ټوټه ټوټه دېوالونه سره يوځای کړل او هغه يې د چين لوي دېوال نوم ورکړ چې اوږدوالی يی پنځه زره کيلومترو ته رسيده .

د هان په سلسله کې دغه لوی دېوال لس زرو کيلومترو ته اوږد شوی او له ورپسی دوو زرو کلونو کې د چين بيلابيلو مشرانو تر جلاجلا اندازې پوری لوی دېوال جوړ کړ او عمومی اوږدوالی يی له پنځوس زرو کيلومترو څخه اوښتی دی .

اوس زمونږ په ياد کې د لوی دېوال هغه برخه دچين د مينګ په سلسله کې جوړه شوې وه . هغه د چين د لويديځ د ګن سو ولايت له جيا يو ګوان څخه د شمال ختيځ د لياو نينګ د ولايت تر يا لو سيند پوری غځيږی چې د چين له نهو ولايتونو ، لويو ښارونو او خپلواکو سيمو څخه تيريږی او اوږدوالی يی اوه زره دری سوه کيلومترو ته رسيږی .

لوی دېوال د يوې دفاعي پروژې په توګه له غرونو صحراګانو ، څيړځايونو او بيلابيلو سيمو څخه په تيريدو سره په پوره توګه د چين د پخوانيو جوړونکيو هوښيار څرګندوی .

نن ورځ د لوی دېوال دفاعی اغېزه له منځه تللې ده خو ساختمانی ښکلا يی د حيرانتيا وړ ده . اوس لوی دېوال د تاريخ ، کلتور او سيلانۍ ډير اهميت لری . په چين کې يو متل شته او داسی ويل کيږی چې هر سړی چې لوی دېوال ته نه دی تللی توريالی سړی نه ګڼل کيږی . له چين او بهرنيو هېوادونو څخه سيلانيان ډير خوښوی چې له لوی دېوال څخه ليدنه وکړي حتی د بهرنيو هېوادونو مشران چې چين ته سفر کوي هم غواړی او ديوال يو ځل وګوری .

اوس د لوی دېوال څو برخې چې په ښه شان سره ساتل شوی دي د بېلګې په توګه د بيجينګ په با دا لينګ ، سی ماتای او مو تيان يو پرتې دي . دغه ځايونه هر کال د چين او د بهرنيو هېوادونو زيات سلانيان ځان ته راجلبوی .

بې شميره چينی او بهرنی سيلانيان پر دې وياړ دی چې د لوی دېوال هسکې څوکې ته وخيږی . لوی دېوال اوس د چينی ملت دملی روحيې د څرګندولو لپاره يوه نښه ګڼل کيږی .