<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-19 18:23:49    
د سودان په دارفور کې يو چينی بزګر

cri

بزګر فان چوان جاو چې د سودان په پلازمېنه خرطوم کې د يوه فارم څښتن دی ، د چين د شان دونګ له ولايت څخه هلته تللی دی . د نورو فارمونو په پرتله د ده د فارم توپير دا دی چې څه د پاسه ٢٠ کارکوونکي يې ټول د دغه هېواد د دارفور له سيمې څخه دي .هغه وويل چې د دارفور وګړي ډير بی وزلی او غريب دی .غواړم چې د خپل توان په اندازه له دوی سره مرسته وکړم .

خليل ابراهيم چی ٢٧ کلن دی ،په دی ورځو کې ډېر خوشحاله دی چې ژر به خپل ټاټوبی ته ولاړ شی ،کور يی د لويديځ دارفور له مرکز څخه ليری نه دی .دوه کاله کيږي چې د خپلې کورنۍ له غړو سره يي نه دی ليدلي ، خو ده وويل چې اوس بيرته خپل کور ته د ستنيدو توان لری ځکه چې معاش يي تر لاسه کړی دی . له بلې خوا اوس د دارفور اوضاع هم ښه شويدي .

نوموړی وويل پلار ،مور ،ښځه او يو ماشوم يې په کور کې دی او په ټاکلی وخت کې معاش کور ته ليږي چې له امله يی د کورنۍ غړي په ښه توګه ژوند کوي . خليل ابراهيم د دغه فارم له کار څخه ډير خوښ دی ځکه چی عايدات يی ثابت دی او د فارم خاوند ، فنی کارکوونکی ښاغلی يانګ او ٧ تنه نور چينايان ور ته د کرهڼيزې تکنالوژۍ زده کړې ور کړي دي .

محمد بعقوب چې ٣٨ کلن دی ، له ډير وختې يې په دغه فارم کې کار پيل کړی او زياتره کارکوونکی د ده له لاری دغه فارم ته ورغلی دی .اوس ښاغلی محمد د دوی مشر دی او

عايدات يی ډير زيات دی .نوموړی وويل چې دغه کارکوونکی په وروستيو دوو يا دريو کلونو کې د ژوند لپاره يوازی خرطوم ته تللی دی خو د دوی کورنۍ غړی لاهم په دارفور کې ژوند کوي .دغو کارکوونکيو ټول معاش خپلو ټاټوبيو ته ليږلي چې له امله يی د دوی ټول خپلوان د کنډولو کمپونو ته نه دی تللی .

ښاغلی فان وويل د ٢٠٠٤ کال په پای کې يې دغه فارم جوړ کړ او دغه معلومات يی تر لاسه کړل چې د ده د فارم په نژديو کليو کې ځينی ګړي له دارفور څخه راغلي دي ،نو پريکړه يې وکړه چې دغه کسان استخدام وکړي .نوموړی زياته کړه چې که يو کس بی وزليو کسانو ته وريجی ور کړي ،خو په پوره توګه به د دغو وريجو له خوړلو وروسته دغه کس لاهم د وږی له امله مړ شی .خو که يو وکړی ته د استخدام فرصت زهينه برابر ور کړي ،نو دی به له وږی څخه وژغول شی .

ښاغلی فان وويل د دغو کاکوونکيو له کوششونو سره سم يی ور ته معاشونه ور کوي چې معاش يی د نورو ځايونو په پرتله زيات دی .هغه دا هم وويل د دارفور سيمه د سودان يوه داسی سيمه ده چې طبيعی شرايط پکی ډېر ښه دي .که په دغه سيمه کې سوله تر لاسه شی ،نو دې به هرو مرو په دغه سيمه کې بل فارم هم جوړ کړي .