<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-20 18:48:52    
لس وتلی موجودات

cri

د ځمکی په کره کی تقريبأ دری مليارډ دوه سوه مليونه دمخه ژوندی موجودات رامنځته شول او له هغه وخت راهيسی د ډول ډول موجوداتو د پر له پسی تکامل په بهير کی له استوايی سيمو څخه تر قطبونو او له وچی څخه تر سمندرونو پوری يی له ډول ډول چاپيريالونو سره موافقه وکړه چی په دی توګه ځمکنی کره له حياتی قوت څخه ډکه ښکاری٠ تر اوسه پوری د ځمکی په کره کی يو نيم مليونه ډوله پيژندل شوی ژوی او نباتات موجود دی، خو د ځينو عالمانو په اند ښايی چی زموږ په ځمکنی کره کی له دريو مليونو څخه تر دېرشو مليونو ډولونو پوری موجودات موجود وی٠ د اټکل له مخی، هر کال له لسو زرو څخه تر پنځوسو زرو پوری ژوی او نباتات له منځه ځی٠ د لسو وتليو موجوداتو د ټاکلو معيار دا دی چی د نړۍ په هر ځای کی پيدا کيږی، شمېر يی ډېر زيات دی او په نړۍ کی د نورو ژويو د تکثير لپاره يی وتلی خدمتونه سر ته رسولی دی٠ لومړی موجود د معبد ونه ده چی دغه ونه د ژوند د بی شمېره محيطی بدلونونو له أزموينو څخه بريالی وتلی ده حتی د دايناسور د تباه کيدو وروسته دغه ډول ونی لاهم په دنيا کی ولاړی دی٠ په دوهمه عمومی جګړه کی امريکا د جاپان په هيروشيما کی يو اټومی بم وغورځاوه او زيات شمېر ژوی يی له امله مړه شول، خو يوازی د معبد ونی ژوندی پاتی دی٠ دوهم وتلی موجود په جنوبی قطب کی يو ډول شيريمپ يا سمندری چينجی دی چی يوازی شپږ سانتی متره اوږدوالی لری او د فسفر رڼا ورڅخه پورته کيږی، دغه ډول شيريمپ د تکثير په موده کی شلګونه زره هګۍ اچوی ، د احصايی له مخی په سمندرونو کی پنځه سوه مليونه ټنه داسی شيريمپونه يا سمندری چينجی ژوند کوی چی دوی د کبانو، سمندری مرغانو او نهنګانو خوراک دی ٠ دريم وتلی موجود شنه سمندری نباتات دی چی په هر ليتر سمندری اوبو کی تقريبأ سل مليونه داسی يو سلول لرونکی ميکروسکوپی ژوی لامبو وهی٠ څلورم موجود ميږی دی چی د درو سوو مليونو ميږيانو په شمول ډېره لويه ډله جوړيږي٠ کله چی څلويښت ماشومان دنيا ته راځی ، نو په همدی موده کی دوه سوه مليونه ميږيان زيږيدلی وی٠ پنځم وتلی موجود هغه ميکروب دی چی تر ځمکی لاندی د شپږو زرو مترو په ژوروالی کی ژوند کوی٠ شپږم ژوی مرخيړی دی چی تکثير يی هم جنسی او هم غير جنسی دی٠ په ١٩٩٢ کال کی عالمانو د امريکا په ځنګل کی يو عجيب او لوی مرخيړی يا سمارق پيدا کړ چی وزن يی له سلو ټنو څخه زيات وو او يو زرو پنځه سوه کاله عمر لری٠ اووم وتلی موجود د انفلونزا ويروس دی، که څه هم دغه ويروس DNA نه لری ، خو د انسانانو روغتيا ته ډېر سخت خطر رسوی٠ له ١٩١٨ کال څخه تر ١٩٢٠ کال پوری د انفلونزا د خپرېدو له امله په نړۍ کی څلويښت مليونه تنه مړه شوی وو او نن ورځ هر کال تقريبأ پنځه لکه تنه ددی ناروغۍ په اخته کيدو سره خپل ژوند له لاسه ورکوی٠ اتم وتلی موجود سپين ميږيان دی چی په طبيعت کی ډېر وتلی معماران بلل کيږی٠ دوی د خپلو لاړو په واسطه د اوو مترو په جګوالی لويه ځاله جوړولی شی او پکی د پاچا او ملکی هستوګنځی، روزونکی کوټی او د تهويی او يخوالی سيستمونه او د شيانو د برابرو سيمی پکی ليدل کيږی٠ نهم وتلی موجود انسان دی ځکه چی انسان هنر ، موسيقی او فکر رامنځته کړی او د ځانی تکامل له بهير سره انس لری٠ نن په دنيا کی شپږ مليارډه دری سوه مليونه تنه انسانان اوسيږی او موږ په دنيا کی تر ټولو مترقی موجود يو٠ وروستی موجود سوسکان دی٠ ښايی چی په دنيا کی څو ډوله سوسکان ژوند کوی ځکه چی دوی په هرګوټ او هر ډول چاپيريال کی ژوند کوی٠ لنډه دا چی ددوی ډولونه د دنيا د ژويو له عمومی ډولونو څخه يو په څلورمه برخه نيسی٠