<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-21 16:08:49    
د چين په ښارونو کې د ځنګلونو أبادی دوام لري

cri

ګرانو اوريدونکيو ،په وروستيو کلونو کې د ژوند چاپيريال د ښه والی لپاره د چين په زياتو ښارونو کې د ځنګلونو د أبادۍ بهير دوام لري .د څيړونکيو په أند دغه بهير به د چين د ښارونو د دايمی پرمختګ لپاره ګټور وي .

تېره اوونۍ د چين په ښارونو کې د ځنګلونو د څلورمې دورې فورم د چين د جنوب لويديځ د سی چوان ولايت په چن دو ښار کې تر سره شو او د دغه ښار په شمول څلور ښارونو پکی د ځنګلونو د پوښلو په اړه جايزې تر لاسه کړې چې تر اوسه پوری په چين کې اووو ښارونو دغه جايزه تر لاسه کړې ده .د م م د ځنګلونو فورم د سکرتريت لوړ پوړې چارواکی مهندرا جوشی په دغه فورم کې د چين د ځنګلونو د أبادۍ د اړوندو کارونو لوړه ارزونه وکړه  په ښارونو کې د شين والی لپاره د چين د دولتی او سيمه ايزو حکومتونو کوششونه ما ته ژوره خاطره پری ايښی ده .

د معلوماتو له مخې د چن دو ښار د ځنګلونو د ايکولوژيکی سيستم د ښه والی او ساتنې لپاره کوشش کړی چې له امله يې په تېرو شلو کلونو کې د ځنګلونو د پوښلو اندازه په سلو کې له در ويشتو څخه په سلو کې شپږ دېرش ته رسيدلې چې دغه اندازه د چين د نورو مرکزی ښارونو په پرتله زياته شوې ده .د يوې شمېرنې له مخې د چن دود ښاری ځنګلونو پوښلو له امله د ميوو ګڼ شمېر ډولونه برابر شوي او د غلودانو او سبو توليدی اندازه په سلو کې ١٥ زياته شوې او د انرژۍ لګښتي اندازه هم په سلو کې له لسو څخه په سلو کې ١٥ ته کمه شوې ده .

په چين کې د چن دو په شان د هغو ښارونو شمېر زيات دي چې غواړي د ځنګلونو په

اړه نوموړی جايزه تر لاسه کړي .د خبر له مخې د يوسلو څلورويشتو ښارونو مشرانو او استازيو په دغه فورم کې ګډون وکړ او د ځنګلونو أبادۍ ته يې ډېره پاملرنه وکړه .د چين د تبت د خپلواکې سيمې د لاسا ښاروالی دو جی چی جو خبريال ته وويل په دغه فورم کې د دوی د ګډون عمده موخه له چن دو ښار څخه د اړوندو تجربو تر لاسه کول او د لاسا ښار د شينوالي د بهير چټکتيا او د ژوند د چاپيريال ښه والی دی .

 د لاسا ښار د هېواد د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنې د يو مهم ځای په توګه ګڼل کيږي او په لوړو سيمو کې د سيلانۍ د يو ځانګړی ښار ګرځيدو لپاره کوشش کوي .په دغه فورم کې له ګډون وروسته به مونږ د دولتې ځنګلونو د نمونوی ښار د جوړولو لپاره زمينه برابره کړو .

د چين د ختيځې سيمې د شا من ښار د ځنګلونو چارو د ادارې چارواکی لی جی جيان وويل د چين د ښارونو د أبادۍ د چټکتيا او د ځمکنيو سرچينو د کمښت په وړاندی د چن دو ښار لا تر اوسه هم په ګڼ شمېر ځمکو کې په ايکولوژيکی أبادۍ لاس پوری کړی چې دغه افکار د شا من ښار د زده کړې وړ دی .

نوموړی خبريال ته وويل په وروستيو کلونو کې زياتو مشهورو نړيوالو شرکتونو په شا من ښار کې خپل مقرونه جوړ کړي چې له مخې يې د ښاری اقتصاد لپاره لازيات فرصتونه برابر شوي دي .هغه زياته کړه چې د دغو بهرنيو شرکتونو د غوراوی لامل د شامن ښار جغرافيائى غوره والی او د ژوند ښه چاپيريال دی  د ديل او کوداک په شمول ځينو بهرنيو شرکتونو په وروستيو کلونو کې دلته خپل مقرونه جوړ کړي او د دغو شرکتونو توليدی ارزښت د شا من د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت په زياتوالی کې مهم رول لوبولی دی .

د کارپوهانو په أند پر ايکولوژيکی ګټو سربيره د ښاری ځنګلونو أبادۍ هم د ښارونو لپاره اقتصادی ګټې رسولې دي .ځکه چې د ځنګلونو د أبادۍ له امله د خلکو د ژوند چاپيريال ښه شوی او ګـڼ شمېر پانګه اچوونکی او غوره کسان راجلب شوي دي چې له امله به يې ښارونه دايمی پرمختګ وکړي .د چن دو ښاروال دغه هونګ لين وويل د ځنګلونو د أبادۍ له امله نه يوازی ايکولوژيکی چاپيريال ښه شوی بلکې اقتصادی پرمختګ شوې او لازيات نړيوال شرکتونه راجلب شوي دي .

خو ځينو کارپوهانو داسی نظريه لري چې د ځنګلونو أبادی بايد د خپل ښار له حالاتو سره سم تر سره شی او بېلا بېل ښارونه بايد د ځنګلونو خپل يو ځانګړی سيستم جوړ کړي .