په وروستيو کلونو کې د تصديو ټولنيز مسئوليت د پاملرنې وړ دی. په روان کال کې د چين يو شمېر لويو دولتی او ملکی تصديو د ټولنيزو دندو په اړه يو کلنی راپور خپور کړ او ژمنه يې وکړه چې ټولنيز مسئوليت ته په ډېره درنه سترګه وګوری او د يوې هوسا ټولنې د جوړولو لپاره خدمتونه وکړي.
د تصديو ټولنيزه دنده يعنی تصدی د ګټو د تر لاسه کولو په وخت کې د خپلو کارکوونکو، ټولنې او چاپېريال په هکله دنده پر غاړه واخلی چې د سوداګريزو مقرراتو، توليدی امنيت او مسلکی روغتيا مراعات او د کارکوونکو د قانونی حقونو ساتنه او سرچينی هم وسپموی.
له يوويشتمې پېړۍ راهيسی د م م په وړانديز يو شمېر مشهورې نړيوالې تصدۍ د ټولنيز مسئوليت تر سره کولو ته په درنه سترګه ګوری او په ټاکلی وخت کې يې د ټولنيز مسئوليت راپور خپروي. په روان کال کې د دغو تصديو په ليست کې يوه چينی تصدی هم تازه شامله شوې چې د چين د نفتو او طبيعی ګاز شرکت دی.
د نړۍ په پنځه سوو پياوړی تصديو کې د يو غړی په توګه، د چين د نفتو او طبيعی ګاز شرکت د روان کال په فبروری کې د لومړې ځل لپاره د ټولنيز مسئوليت راپور خپور کړ. د دغه شرکت وياند لي ژون شنګ وويل د نفتو د يو دولتی شرکت په توګه، موږ بايد د ګټو تر لاسه کولو تر څنګ د تصدۍ پرمختګ ته دوام ور کړو چی کارکوونکی او ټولنه د پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټه واخيستلی شي.
په نوموړی راپور کې ويل شوي چې په ٢٠٠٦ کال کې دغه شرکت د چاپېريال ساتنې او د اوبو د ککړتيا د مخنيوۍ لپاره اوه لس مليارد او پنځه سوه مليونه يوانه لګولی. له ٢٠٠٠ کال راهيسی، دغه شرکت د عمومی خدمتی چارو په برخه کې دوه مليارد او پنځه سوه مليونه يوانه لګولی دی. د چين د نفتو او طبيعی ګاز شرکت ژمنه وکړه چې په راتلونکی کی به هر کال د ټولنيز مسئوليت راپور خپور کړی او له دې څخه پر اقتصاد، چاپېريال او ټولنی د دغه شرکت اغېزه څرګنديږی.
په ٢٠٠٥ کال کې د چين د نفتو او طبيعی ګازو شرکت په يوه اړوندې کيمياوی فابريکې کې چاودنه وشوه او له امله يې د بنزينو ډېر کرغيړن مواد د چين په شمال ختيځ د سون هوا جيانګ سيند ته غورځېدلی دی. دغې پېښې د چين د نفتو او طبيعی ګازو شرکت پر بڼې منفی اغېزه وکړه. له دې امله دوی هم ټولنيز مسئوليت ته په پاملرنې کولو پيل وکړ. اوس دغه شرکت د ټولنيزې دندې کلنی راپور هم خپور کړ. د چين د نفتو او طبيعی ګازو شرکت له بدلون څخه څرګنديږی چې د ټولنيز مسئوليت په برخه کې د چينی تصديو نظر پياوړی شوی دی.
د ټولنيز مسئوليت په برخه کې د چين کارپوه وانګ ځه هوی وويل په تېرو وختونو کې د چينی تصديو په اند، تر ټولو مهم ټولنيز مسئوليت ګټه اخيستل وو. د پلټنو له مخې، يو شمېر شرکتونو د کارکوونکيو قانونی حقونو ته زيانونه ورسول، سرچينی اسراف او چاپېريال ته يې کرغيړن مواد خپاره کړل. خو اوس ډېرو چينی شرکتونو خپل زړه نظرونه بدل کړی او په فعاله توګه د ټولنيز مسئوليت په اړه فعاليتونو کې ګډون کوی.