<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-21 19:50:03    
مطبوعاتی کارکوونکی دل محمدخوشحال د قومی کلتور د ساتلو لپاره کوشش کوی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو،السلام عليکم ! د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته يو مطبوعاتی کارکوونکی دروپيژنو چې هغه دل محمد خوشحال نومېږی او د خپل قوم د ځانګړی کلتور د ساتنې او پرمختګ لپاره يې زيات کوششونه کړي دي٠

د چين تاجک قوم د شينجيانګ د پامير په لوړه غرنی سيمه کی ژوند کوی او ځانګړی لرغونی کلتور لری٠ د ١٩٨٧ کال د جون په مياشت کی د شينجيانګ د تاشقرغان ولسوالۍ د راډيويی او تلويزونی چارو ادارې پخوانی مرستيال مطبوعاتی کارکوونکی دل محمد خوشحال پريکړه وکړه چې زاړه ولسی هنرمندان پيدا کړی او د دوی له لاری د تاجک قوم له لاسه ورک شوی او له ياده وتلی ولسی کلتور راټول او تنظيم کړی٠ د تاشقرغان ولسوالی يوه داسی سيمه ده چې د وګړيو ګڼ والی يې ډير کم دی او ډير زيات لوړ غرونه پکی ولاړ دی ٠ ښاغلی دل محمد خوشحال له زړو هنرمندانو سره د کتنې او مرکې په شپږو مياشتو کی د ډيرو زياتو ستونزو او حتی د مرګ د خطرونو په ليری کولو سره له ١٣ هغو طبيعی يخچالونو څخه تير شو چې د سمندر له سطحې څخه پنځه زره متره لوړ دی٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ که څه هم زه له زياتو سختو ستونزو سره مخامخ شوم او سخت زيارونه مې وزغمل ، خو په خپلو کړو پښيمانه نه يم٠ ځکه چې ما زيات معلومات ترلاسه کړل او په رښتينی توګه می زيات قيمتی کلتوری ميراثونه ژغورلی او ساتلی می دی٠ دا د يو ملی لږکی لپاره ارزښت لرونکی خدمتونه ګڼل کيږی٠ ٌ

د سختو کوششونو له لاری ښاغلی دل محمد خوشحال د تاجک قوم په لرغونی ولسی کلتور باندی ډير ښه پوه شوی دی٠ د ده په أند د تاجک لرغونی قوم ځانګړی او خالص کلتور د دغه قوم د روحيې څرګندونه ده ٠ هغه ژغورل شوی او راغونډ شوی تاجکی ولسی کلتور تنظيم کړی ، په ويغوری ژبه يې ترجمه کړی او د دريو کالو لپاره يې د ليکنې له لاری ٌ د تاشقرغان ولسی کيسې او روايات ٌ ، ٌ د تاجک قوم ولسی نڅاوې ٌ او ٌ د تاجک قوم ولسی سندرې ٌ دری ځانګړی کتابونه چاپ کړي دي ٠

ښاغلی دل محمد خوشحال په جدی توګه هر هغه کار کوی چې د خپل قوم د تاريخ د ښودلو لپاره يې ګټور وی٠ د ٢٠٠٣ کال په دوبی کی د شينجيانګ تلويزونی سټيشن د ملی لږکيو د اوښ بيوونکو په هکله يو مستند تلويزونی فلم واخيست چې په هغه کې يوه داسی زړه رپوونکې تاريخی کيسه ښودل شوی چې په ١٩٤٣ کال کی د شينجيانګ د ويغور، تاجک او قرغز قومونو اوښ بيوونکو د جاپان له تيری سره د مقاومت له جګړې څخه د ملاتړ لپاره د اوښانو په وسيله له لوړو واورينو غرونو څخه په تيريدوسره د جګړې کرښې ته اړين مالونه واستول٠ښاغلی دل محمد خوشحال د دغه فلم د اخيستلو په بهير کی د أواز اخيستونکی، ژباړې او د قومی دودونو د سلاکار دندې په غاړه درلودې٠ د دغه فلم د اخيستلو لپاره د تاجيک قوم د پخوانيو اوښ بيوونکو پيدا کول يو ډير مهم کار و٠هغه په دې هکله وويل : ( غږ ) ٌ د تاجک قوم يو سپين ږيری ما ته د پخوانيو اوښ بيوونکو په هکله کيسه وکړه، ما د ده د خبرو له مخی دوه نوی کلن پخوانی اوښ بيوونکی محمد امين پيدا کړی او په کاشغر کی مې يو بل اوښ بيوونکی دری نوی کلن سپين ږيری هم ولټاوه٠ د پخوانيو اوښ بيوونکو په هکله د دغه فلم اخيستل ډير ستر اهميت لری٠ په نتيجه کی دغه مستند فلم په چين کی د يو وتلی فلم په توګه جايزه ترلاسه کړه٠ ٌ

ألبتا نوموړی فلم ته ستره جايزه ورکول يو د خوښۍ وړ کار دی، خو د ښاغلی دل محمد خوشحال لپاره لا د وياړ وړ خبره دا ده چې په خپل پاتی شوی عمر کی يې د تاجک قوم کلتور راغونډ او تنظيم کړي دي٠ ده وويل : که د چا روحی هيله پوره شی، هغه به ريښتنی نيکمرغی احساس کړی٠ د شينجيانګ د تلويزونی سټيشن د مستندو فلمونو پروډيوسر ليو شيانګ چن وويل : ( غږ ) ٌ د تاجک قوم ولسی کلتور د ښاغلی دل محمد خوشحال لپاره ډير د پاملرنې وړ دی، نو هغه د دغه قوم د ولسی سندرو په شمول زيات لرغونی ميراثونه او دودونه راغونډ کړي او ډير وتلی خدمتونه يې ترسره کړي دي٠ دا چې هغه د غرونو او سيندونو په شمول د زياتو خنډونو په ليری کولو او د ډوډۍ خوړلو او شپې تيرولو په برخو کې د ډيرې ساده زمينو په درلودلو سره زياتې ولسی سندرې او نور کلتوری معلومات راټولول، لا ډير د ستاينې او درناوی وړ دی٠ ٌ

مونږ هيله لرو چې د دل محمد خوشحال په شان لا زيات کلتوری ميراث اخيستونکي او قومی کلتور ته د پاملرنې لا زيات روڼ أندي رامنځ ته شی ترڅو راتلونکو نسلونو ته نه هيريدنکی حماسی اثار ورپاتی شی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د وتلی مطبوعاتی کارکوونکی دل محمد خوشحال په هکله يو راپور واوريد چې د قومی کلتور د ساتلو لپاره يې زيات خدمتونه ترسره کړي دي٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې ښاغلی دل محمد خوشحال د چين د کوم لرغونی قوم د قيمتی دوديز کلتور ژغورلو او ساتلو لپاره کوششونه کړي دي ؟ هيله ده چی تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړی٠ مونږ به هره مياشت د پچی اچولو له لاری څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !