<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-22 17:50:13    
د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو ځنګلی پارک

cri

په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د سپورتي لوبو د غشی ويشتلو، ټينيس او خاکی سيالي به د بېجينګ په يو ځنګل کې تر سره شي چې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو يو ځنګلی پارک پکې شته.

د ٢٠٠٥ کال د جون په دېرشمه نېټه د دغه پارک جوړولو پروژه پيل شوه . د دغه پارک پراخوال به شپږ سوه اتيا هکتار ته ورسيږي.د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د خاکي ، غشی ويشتلو او ټينيس سټېډيومونه د دغه پارک په جنوبی برخه کې دي . د معلوماتو له مخې: د خاکي سټېډيوم پراخوالی څه دپاسه يوولس اعشاريه اوه اتيا هکتارو ته رسيږي چې دوه ډګرونه لری او اولس زر څوکۍ پکې دی. د غشی ويشتلو سټېډيوم به نهه اعشاريه دوه ويشت هکتاره پراخ وي چې پنځه زره څوکی په کې شته . بر سېره پردې،د ټينيس په مرکز کې به د سياليو لپاره لس ډګرونه او د روزنې په موخه شپږ ډګرونه جوړ شي چې اولس زره او څلور سوه څوکي به په کې وي. له پلان سره سم ،د خاکي او غشی ويشتلو سټېډيومونه به په لنډ مهالې توګه جوړ شي او د اولمپيک له سپورتي لوبو وروسته به په شنو ځمکو بدل شي. نو په يادو شويو سټېډيومونو کې به يوازی د ټينيس مرکز په دايمی توګه پاتی شي او د اولمپيک له سپورتي لوبو وروسته به دغه مرکز د ټينيس د دولتی روزنې په يوه اډه بدل شي او عامو خلکو ته خپل خدمتونه برابر کړي.

د معلوماتو له مخې: د دغه پارک د ډيزاين سر ليک طبيعی نړۍ ته لار ده .

د دغه سرليک معنی دا ده چې مصنوعی ښاري منظرې له طبيعی چاپيريال سره په ښه توګه يووالی کولای شي.

دغه پارک د بېجينګ د پنځم دايروي سړک له خوا په دوو جنوبی او شمالی برخو ويشل کيږي او يوه شنه لار د دغو دوو برخو ترمنځ اړيکې ټينګوي چې د ډيزاينرانو له خوا د ايکولوژيکې لارې په نامه يادېږي.

اوس د دغه پارک په شمالي برخه کې د شنه کيدو کارونه په بنسټيزه توګه بشپړيږي او په جنوبي برخه کې د شنه کېدو پروژې په سلو کې اتيا برخه بشپړه شوې ده. بر سېره پردې، د دغه پارک د اولمپيک د سپورتي لوبو د سټېډيمونو په برخه کې د ونو په اړه يو شمير منظرې هم بشپړې شوي دي. دغه پارک يومصنوعی ځنګل دی ، نو د ايکولوژيکې سيستم د جوړولو بهير په کې دايمی کوښښونو ته اړتيا لري چې د اولمپيک له سپورتي لوبو وروسته به ګام په ګام خپل ايکولوژيکې رول څرګند کړي او د بېجينګ د هوا کيفيت به ښه کړي.