<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-22 17:55:12    
دتکواندو په نړيوالو سياليو کې د افغان لوبغاړيو بريا:

cri

د چين د نړيوالې راډيو محترمو اوريدونکو زما غوټۍ نيکې هيلې او سلامونه ومنۍ،هيله ده چې روغتيا او سوکالي مو په برخه وي،په همدې هيله به راشو ددې اونۍ د سپورت نړۍ د پروګرام وړاندې کولو ته.

محترمو دوستانو پدې وروستيو ورځو کې د بيجينګ ښار دچامپينګ .سيمې په ورزشي سټډيوم کې د تکواندو نړیوالې سيالۍ ترسره شوې چې د شاوخوا يوسل او دوه اتيا هيوادونو لوبغاړو ګډون پکې درلود،او په بيلابيلو کچو يې سيالۍ ترسره کړې،دغو لوبو ته د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې ځينې غړي هم راغلي وو،او د يو شمير هيوادونو له تکواندو کارانو سره يې سيالۍ وکړې چې د پام وړ لاس ته راوړنې يې هم درلودې،دا چې پدغو لوبو کې څو تنو افغان ورزشکارانو ګډون کړی وو د افغانستان د تکواندو د فدراسيون مشر ښاغلی غلام رباني رباني يې په هکله داسې وويل:

دلته زموږ اوه تنه لوبغاړي راغلي او په لوبو يې ګډون کړی دی،چې لدې ډلې څخه شپږ تنه يې هلکان او يوه نجلۍ ده.

محترمو اوريدونکو ددغو لوبو په بهير کې افغان لوبغاړو د خپل ځان ښه ښودنه وکړه او په نړيواله کچه يې ښې برياوې ترلاسه کړې،د بيلګې په توګه د دوه اويا کيلو ګرامه وزن په کچه افغان لوبغاړي نثار احمد بهاوي د سپينو زرو مډال ترلاسه کړ،خو اصلي خبر داده چې دا د سپينو زرو مډال هسې په خبرو او يا هم په وړيا توګه نشي ترلاسه کيدای،ددې مډال د ترلاسه کولو لپاره په کار وو چې ښاغلی بهاوي د څو هيوادونو له لوبغاړو سره سيالي وکړي،او پر هغو بريالی شي،نوموړي د لبنان،کويت،روسيې،امريکا ،او د ايران لوبغاړو ته ماتې ورکړه،په تيره بيا ايراني سيال يې په نړيواله کچه ډېر مشهور او زيات غښتلی وو،خو ده بری پرې وموند،د افغانستان د تکواندو د فدراسيون مشر ددې لوبې د پای په هکله داسې وويل:

په وروستۍ يا فاينل لوبه کې ،د تايوان لوبغاړی لومړی مقام،افغانستان دوهم مقام ،ايران او هالند دريم ځايونه ونيول،چې دا دافغانستان او افغانانو لپاره ډېر ستر او لوی وياړ دی.

د ښاغلي رباني په أند اوس مهال افغانانو په نړيوالو سياليو کې خپل ځان ته نوی ځای غوره کړی او د نورو ډېرو غښتلو هيوادونو د لوبغاړو سره د سيالۍ جوګه شوي دی،چې موږ پردې ډېر وياړو:

ژباړه: اوس چې زموږ لوبغاړو دا وړتيا موندلې چې يو نړيوال او افسانوي اتل ته ماتې ورکړي،دا زموږ د هيواد لپاره ډېره د وياړ تاريخي خبره ده، موږ اوس په نړۍ کې ددې ورزش دوهم مقام ته ځان رسولی دی،

درنو اوريدونکو نثار احمد بهاوي مخکې تردې هم په ځينو سياليو کې ګډون کړی چې پکې يې د سرو،سپينو او برونزو مډالونه تر لاسه کړيدي،چې دا وروستی مډال يې په نړيواله کچه دی،کله مې چې د ښاغلي بهاوي څخه وپوښتل، چې کله د لوبې ډګر ته ننوځي نو د خپل سيال تر تاثير لاندې نه راځي؟ په ځواب کې يې راته وويل نه ،هيڅکله هم نه ،زه چې کله د سيالۍ ډګر ته ننوځم خپل ټول حواس راټولوم او خپلې لوبې ته پام کوم دی وايي:

ژباړه:اوس سيالي کول ماته يوه عادي خبر ګرځيدلې ،کله چې د سيالۍ ډګر ته ننوځم نو يواځې دا فکر راسره وي چې زه بايد سيالي وګټم،که هغه دوستانه سيالي وي يا د المپيک په کچه او يا هم کومه نړيواله سيالي.

د نړۍ په ګوټ،ګوټ کې زياترو افغانانو د ښاغلي د بهاوي په بريا خپله خوښي او احساسات څرګند کړي ،ما له ښاغلي نثار احمد بهاوي څخه پوښتنه وکړه کله يې چې د سپينو زرو مډال ترلاسه کړ،نو هغه مهال يې پخپله څه احساس درلود؟ په خندا سره يې راته وويل:

ژباړه.ستاسو په نظر، هر څوک چې وي نو څه احساس به وکړي،په رښتيا چې د ډېرې خوښۍ احساس مه کاوو،آن تردې چې هغه مهال زما په سترګو کې د خوښۍ اوښکې راغلې.

خو دا مهال زياتره افغان ورزشي لوبغاړي له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او هغه آسانتياوې چې بايد د يو لوبغاړي لپاره وي هغوي ته هيڅ نشته ،ښاغلی بهاوي يې په اړه وايي:

ژباړه: زموږ د ډلې يا ټيم ځينې غړي آن د لارې کرايه هم نلري چې خپل ځان کور ته پرې ورسوي،د خپل کورني ورځني خرڅ څخه پيسې سپموي او ورزشي ستونزې پرې حلوي،چې دا ډېره ستونزمنه ده.موږ له خپل دولت او اړوندو چارواکو څخه دا هيله لرو چې پدې برخه کې زموږ او ټولو ورزشي ډلو سره پوره مرستې وکړي.څو موږ هم په راتلونکې کې وکولای شو د نورو هيوادونو د لوبغاړوو په شان له آسانتياوو څخه برخمن شو.د پام وړ خبره خو داده کله چې د افغانستان د المپيک کميټې مشر د ښاغلي بهاوي د بريا په اړه واوريدل نو هغه ته يې د يو نوي موټر چې د کال موډل هم وي د اخيستلو او نورو چارواکيو د کور د جوړولو لپاره د ځمکې ورکولو ژمنې ورسره وکړې.