<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-22 17:56:41    
باتوره نجلۍ

cri

د چين د نړيوالی راډيو محترمو اورېدونکيو نيکې هيلې او سلامونه،خدای وکړي چې تيره اونۍ مو په خوښۍ او بشپړې روغتيا سره تېره کړي وي او په راتلونکي کې هم هوسا او آرامه ژوند ولرئ،درنو دوستانو دادی تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا د ښځې او ټولنې د پروګرام د خپريدو وار رارسېدلی دی ،پدې اونۍ کې به يوه داسې نجلۍ دروپيژنم چې هم ښوونځی ته ځي،هم کار کوي او هم يوه تکړه ورزشکاره ده ،عمر يې دومره ډېر ندی شاوخوا پنځلس کاله عمر لري،خو خوي او عادتونه يې ډېر درانه او له درناوي څخه ډکه ښکاري،دغه نجلۍ چې نيلاب احمدي نوميږي د افغانستان د کابل ښار اوسيدونکې ده ،چې پدې ورستيو کې د يو لړ نړيوالو سياليو د تر سره کولو لپاره دلته بيجينګ ته راغلې وه، ما هم له وخت څخه په ګټې اخيستې يوه مرکه ورسره کړې چې که د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ نو په بشپړه توګه به د هغې په هکله معلومات درکړم،

عزتمندو اورېدونکيو ښايي تاسې به پوهيږۍ چې له شاوخوا دوه نيمو لسيزو را په ديخوا په افغانستان کې جنګ جګړې روانې وې،او په ترڅ کې يې بيلا بيلو برخو ته سخت زيانونه اوښتي،چې په دې ډله کې د ښځو حالت هم د پخوا په پرتله ډېر خراب شوی وو،د سمو روغتيايي مرکزونو لېرې والی يا نشتوالی،د ليک لوست د لازمو زمينو نه شتون،په کاري برخو کې د ښځو ډېر کم يا نه ګډون او ددې په شان په لسګونو نورې ستونزې رامنځ ته شوې وې،خو په وروستيو څو کلونو کې د افغان ميرمنو او نجونو په ورځني ژوند کې په نسبي توګه يو څه مثبت بدلون راغلی دی،د بيلګې په توګه په مخکنيو کلونو کې نجونو نشوای کولای چې ورزش وکړي په تيره بيا په بهرنيو هيوادونو کې په سياليو کې ګډون ته جوګه شي، خو اوس د نيلاب احمدي په شان په سلګونه نجونې په بيلابيلو ورزشي برخو کې په سپورت کولو بوختې دي،او په سلګونو زره تنو نجونو په ليک لوست پيل کړی دی، نيلاب احمدي وايي مخکې يې نشو کولای چې له کوره ووځي،نو دې به د هلکانو جامې اغوستې او له کوره به بهر وتله،خو اوس د نورو ملګرو سره يو ځای په ورزشي کلپ کې خپل تمرينونه ترسره کوي:

ژباړه(( مخکې چا سپورتي لوبې نشوای کولې په تيره بيا ميرمنو هيڅ دا چانس نه درلود چې د سپورت خواته مخه کړي،او اوس خو د خدای په فضل زياتې ميرمنې او نجونې بيلابيلو ډګرونو ته راوتلي او لابه زياتې شي))

اوس مهال د نړۍ په نورو هېوادونو کې ښځې او نارينه يو شان کولای شي په ټولو چارو کې ګډون وکړي،او له آسانتياو څخه په برابره يا مساوي توګه ګټې واخلي،نيلاب احمدي وايي موږ هم دا وړتيا لرو چې د نړۍ د نورو ښځو په شان خپل لياقت او غوره والی څرګند کړو او زه غواړم چې نړيوالو ته دا وښيم چې افغان ميرمنې هم تر نورو ډېرې کمزورې ندي:

ژباړه:دا چې د نورو هيوادونو نجونونې کولای شي د خپلو هيواد ونو لپاره وياړ وګټي،نو موږ هم کولای شو چې په ريښتينې توګه د خپل هيواد لپاره د وياړ لامل وګرځو،او ښې لاس ته راوړنې ولرو،

عزتمندو اوريدونکيو ما په سر کې درته وويل چې نيلاب احمدي که څه هم د عمر له پلوه کوچنۍ ده،خو په همدې کم عمر کې د سپورتي لوبو تر څنګ هم ښوونځي ته ځي او هم کار کوي تر څو وکولای شي له خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې څه مرستې وکړي،نو ما ته دا پوښتنه را پيدا شوه چې نيلاب څنګه کولای شي دا درې واړه کارونه ترسره کړي آيا سپورت او يا هم کار کول ددې پر زده کړو بده اغېزه نکوي؟نو په ځواب کې يې داسې راته وويل:

ژباړه:زه د ورځې يو يا يو نيم ساعت سپورت کوم،هغه هم يوه ورځ تر منځ خو په ريښتينې توګه زيار باسم،بل دا چې خدای دومره همت راکړی چې د خپلو زده کړو او ورزش کولو تر څنګ کار هم وکړم چې وکولای شم له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم او د هغوی د اوږو بار و نه اوسم،نو په دې درې واړو برخو کې هيڅ راز کومه ستونزه نلرم او يو پر بل کومه بده اغيزه هم نلري. بل دا چې په خپلو زده کړو کې هم دومره بده نه يم:

ژباړه: په خپل ليک لوست کې ډېره ښه يم ،او په خپل ټولګي کې هم اول نمره يم زه د کابل ښار د آمنه فدوي د ښوونځي زده کوونکې يم.

آغلې نيلاب احمدي له هيلو او نيکمرغيو څخه د يو ډک راتلونکي ژوند غوښتونکې ده،او وايي زه غواړم چې پخپله سپورتي برخه کې د خپل هيواد نوم ټولې نړۍ ته روښانه کړم:

ژباړه: زه غواړم چې هم د خپل ځان او هم د خپل هيواد لپاره يوه ډېره تکړه او ښه سپورتي لوبغاړې شم،او وکولای شم په بهرنيو لوبو کې ګډون وکړم،او نړيوالو مډالونو او مقامونو ته لار پيدا کړم.څو لدې لارې د خپل هيواد نوم روښانه وساتم.