<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-23 19:17:17    
د مطبوعاتي عکاس هوانګ چنګ ده کيسه

cri

ښاغلي هوانګ چنګ ده د چين په جنوب لويديځ د ګوي جيو ولايت د ګوي يانګ ورځپاڼې يو مطبوعاتي عکاس دي ٠ د څه د پاسه لسو کلونو راهيسي هغه په وار سره څو څو ځله د چين لويديځې سيمې ته سفر کړي او په خپل قلم او کامرې يي د دغې سيمې د چاپيريال د خرابوالي په هکله ناوړه عملونه ليکلي او ثبت کړي چې له دي لارې يي له خلکو څخه د چاپيريال ساتنې له پاره خپله غوښتنه څرګنده کړې ده ٠ ښاغلي هوانګ چنګ ده د يو مطبوعاتي عکاس په توګه پنځه ويشت کاله کار کړي دي ٠

د تيرې پيړۍ په اتمه او نهمه لسيزه کې د چين په لويديځه سيمه کې د اقتصادي پرمختيا په بهير کې د چاپيريال خرابوالي مسئله دده د زيات پام سبب شوې ده ٠ د دغه حالت د معلومولو له پاره ده ټينګ هوډ وکړ چې د دغې سيمې د پلټنې له لارې چاپيريال ساتنې ته د ټولنې پاملرنه راواړوي ٠ هغه وويل چې د دغې سيمې له پاره د اقتصادي پرمختيا په هکله د ايکولوژيکي چاپيريال مسئله يوه ډيره مهمه مسئله ګڼل کيږي ٠ دي وايي د يو خبريال په توګه دا مسؤليت لري چې د انسانانو د ټاټوبي ساتنې په تبليغاتي چارو کې خپل خدمتونه تر سره کړي ٠ د چين د لويديځې سيمې نفوس د ټول هيواد يو پر دريمه برخه او مساحت يي د ټول هيواد په سلو کې اويا برخه نيسي ٠ خو د طبيعي او تاريخي لاملونو له امله يي اقتصاد د ختيځ په پرتله وروسته پاتي ښکاري ٠

په ١٩٩٧ کال کې ښاغلي هوانګ چنګ ده له خپلې کامرې سره لويديځو سيمو ته په خپل لومړي سفر پيل وکړ٠

د دغې سيمې د ليدنې په ترڅ کې نوموړي خپل ټول ليدلي او اوريدلي حالتونه ثبت کړي دي ٠ د دغو ترڅ پکې هغه حالت دده په دماغ کې زړه ماتوونکي خاطرې پري ايښي دي چې دطبيعت او ژوند ستونزو له امله د دغې سيمې په ځينو ځايونو کې د چاپيريال ساتنې په هکله هيڅ ايډيالوژۍ نه شته ٠ ښاغلي هوانګ چنګ ده وويل چې په دغه سيمه کې ځيني خلک د چاپيريال ساتنې په هکله هيڅ معلومات نه لري ٠ د ککړتيا حالات ډير سخت دي ٠ د بيلګي په توګه په دغه سيمه کې د ځينو ځايي مشرانو په أند بايد د اقتصادي پرمختيا له پاره ځنګلونه ويجاړ کړي او د کرلو مځکې پراخې کړي ٠ دوي په دي نه پوهيږي چې د ځنګلونو د له منځته وړلو له امله طبيعي چاپيريال ډير زيانمن شوي او د مځکي د صحراکيدنې بهير چټک شوي دي ٠ ښاغلي هوانګ چنګ ده په وارسره پنځه ځله په ځانګړي ډول د چين د شان سي ، ګانسو د ولايتونو او شينجيانګ د ويغوري قوم د خپلواکې سيمې په ګډون د دغې سيمې له دوو لس ولايتونو او سيمو څخه ليدنه کړې ده ٠ له دغې ليدنې کتنې وروسته نوموړي د خپلې ليدنې او اوريدنې په باب راپورنه په بېلا بېلو ورځپاڼو کې خپاره کړي چې د لويديځو سيمو د چاپيريال ساتنې غوښتنه په کې شوې ده ٠ يوازي په وروستيو پنځو کلونو کې د هيواد په څه د پاسه ديرش جريدو او ورځپاڼو کې دده څه د پاسه دري سوه اړوند عکسونه او ډيرې مقالې خپرې شوي دي ٠ د ښاغلي هوانګ چنګ ده دغو راپورونو او عکسونو د لا زياتو خلکو او د حکومت ډيره پاملرنه راجلبه کړې ده ٠ په ٢٠٠٠ کال د لويديځوسيمود اقتصإدي چارو په هکله په يوه غونډه کې د ښاغلي هوانګ له خوا اخيستل شوي عکسونو د دغو سيمو د دوو لسو ولايتونو او سيمو د واليانو، ښاروالانو او د خپلواکو سيمو د مشرانو زيات پام سبب شوي دي ٠ له دي څخه دوه کلونه وروسته د لويديځو سيمو د لوړ پوړي چارواکيو په يوه غونډه کې چې د چين د دولتي شورا له خوا جوړه شوې وه ، ښاغلي هوانګ ده چنګ يوه وينا وکړه او د اوږدې مودې د خپلو سفرونو له مخې د دغو سيمو د چاپيريال ساتنې په هکله يي ډير ارزښناک وړانديزونه وکړل او يو ځل بيا يي د اړوندو مشرانو او کارپوهانوزياته پاملرنه راجلب کړه ٠ د څه د پاسه لسو کلونو د کوششونو له لارې اوس په دغو سيمو کې د چاپيريال ساتنې په هکله د وګړو معلومات لا زيات شوي او په دي هکله د حکومت پانګونه هم په پر له پسي توګه زياته شوې ده ٠ ښاغلي هوانګ وويل چې اوس په دغه سيمه کې د چاپيريال حالت ډير ښه شوي ، پخواني هغه حالت چې زيات ځنګلونه پري شوي او ويجاړشوي ، نه ليدل کيږي ٠ همداشان د چاپيريال د ښه والي له پاره په غرونو کې د ونو ايښودلو په ګډون د حکومت يو لړ تدبيرونه هم پلي شوي دي ٠