<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-23 19:23:57    
چين د غازونو د خپراوی اندازې د کمښت لپاره کوشش کوي

cri

په وروستيو کلونو کې د هوا تودوالی د نړيوالو لخوا د زياتې پاملرنې وړ ګرځيدلی دی . نو اوس چين د پاکې انرژۍ د کارولو او په هوا کې د غازونو د خپراوي اندازې د کمولو لپاره له نورو هيوادونو سره همکاری کوي .

د شنو کورونو غاز له ځمکې څخه د اوږدې څپې وړانګو د راجلبولو او بيا د ځمکې سطحې ته له سره رنګ هاخوا وړانګی د خپراوي له امله نومول کيږي . د کاربن دوه اکسيد، متان او نورو غازونو د وتلو اندازې له زياتوالي سره سم د ځمکې په مخ د شنو کورونو اغيزې هم زياتيږي چې په پايله کې يي د ځمکې په کره کې د هوا تودوخه لوړيږي .

په چين کې د دغو اغيزو له امله په ژمي کي د هوا د تودوخې درجه په پرله پسې ډول لوړيږي . د بيلګې په توګه د تيرې فبروري په پنځمه نيټه د بيجينګ د هوا تودوخې درجه شپاړسو ته رسيدلې وه چې دغه ريکارډ له يو سل او اوه شپيته کلونو راهيسې ډير لوړ ښکاريږي . د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ غړی او د هواپيژندنې ادارې مشر چين دا هه وويل د تاوده ژمي راتګ د کرنيزو حشراتو او ناروغيو د خپريدو او د وچکالۍ د سختيدو لامل دی ، خو د غازونو خپراوي او د شنو کورونو اغيزې د يادو شويو ناورينونو په پرتله لا زيانمن دي .

له څيړنو څخه ښکاری چې د ځمکې تودوالی د بدو اقليمي پيښو د رامنځته کيدو يو لامل دی ،مثلا د ګرمۍ ،وچکالۍ او سختو بادونو د لګيدو انډول او شدت يي هم زياتيږي . تير کال په چين کې د څو توپانونو له امله د سر او مال زيات زيانونه رامنځته شول چې دا هم د هوا له بدلون سره يي نژدي تړاو درلود .

د هوا تودوالی بله بده نتيجه په جنوبي او شمالي قطب کې د کنګلونو ويلی کيدل دي چې له امله به يي د سمندر سطح جګه شی او د سمندر په غاړو کې ټيټ ځايونه تر اوبو لاندی شی ، دغه راز د سمندرونو سواحل او غاړې ويجاړ ، ځمکې شورې او په بندرونو کې ودانۍ خرابې شی او د بيړيو تګ راتګ او سمندري محصولاتو روزلو چارو ته هم زيانونه و رسيږي . نو چين په وروستيو کلونو کې د غازونو د خپراوي اندازې د کمښت لپاره يو لړ تدبيرونه غوره کړي دي . چين په دوه زره او دوهم کال کې د کيوټو تړون لاسليک کړ او ددغه تړون له مخې د بهرنی پانګې او پرمختللي تکنولوژۍ په اخيستلو سره د پاکې انرژۍ د کارولو نظام پلی کوي . د معلوماتو له مخې د روان کال تر جنورۍ پوري د چين حکومت د بريښنا ، سکرو او کيميا په شمول د پاکې انرژۍ د کارولو درې سوه پروژې منظورۍ کړي دي .

يوه بيلګه دا ده چې د چين په شمال د داخلي مغولستان په خپلواکه سيمه کې د يو لک کيلوواټو په ظرفيت د باد په وسيله د بريښنا توليدولو پروژه د جوړيدو په حال کې ده او ددې پروژې په بشپړتيا به هر کال د دوه لکه پنځوس زره ټنو په اندازه کاربن دوه اکسيد کم شي . بل مثال دا دی چې د چين د ان حوي ولايت د سکرو په ځينو کانونو کې د متان بيرته لاس ته راوړلو پروژه هم د بشپړيدو په حال کې ده او له جوړيدو وروسته به هر کال د درې لکه ټنو په اندازه متان ګاز کم خوشي شي . د روان کال په مخکيني وخت کې چين د م م د پروګرام له ادارې سره د همکارۍ يو تړون لاسليک کړ چې د چين په دوولس ولايتونو يا خپلواکو سيمو کې د پاکې انرژۍ کارولو په هکله د تخنيکي خدمتونو مرکزونه جوړ شی . د نوموړې پلان مسئول مدير د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزارت چارواکي لي ګاو وويل بايد په دوولسو ولايتونو او خپلواکو

سيمو کې د تخنيکي خدمتونو مرکزونه پياوړی شي . د ټاکلی پلان له مخې به يو سل يا يو سل او شل تنه کارپوهان د چين بيلا بيلو ځايونو ته وليږدول شي او يو زر پنځه سوه اړوند کارکوونکي به هم وروزل شي .

په چين کې د م م د پروګرام ادارې استازې حالد مالک د غازونو د وتلو اندازې د کمښت په برخه کې د چين کوششونه وستايل او و يي ويل لکه څنګه چې په هغه راپور کې ليکل شوي چې د م م د حکومتونو ترمنځ د هوا بدلون د ځانګړې کميټې لخوا خپور شوی ، د هوا بدلون د نړيوالو په وړاندې يوه ډيره بيړنی مسئله ده او د هوا بدلون له امله د رامنځته شويو بدو اغيزو د له منځه وړلو او د غازونو د وتلو اندازې د کمولو لپاره له چين سره مرسته زموږ د ادارې مهمه دنده ده .

د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزارت مرستيال ليو ين هوا وويل د ساينس او تکنولوژۍ وزارت به د يوولسم پنځه کلن پلان په موده کې له نورو اړوندو وزارتونو سره يو ځاي د پاکې انرژۍ د کارولو په ساحه کې له نورو پرمختلليو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو سره همکارۍ وکړي . نوموړي هيله څرګنده کړه چې د نړۍ د هوا ساتنې لپاره خپل خدمتونه تر سره کړی .

.