<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-23 19:37:03    
هانکانګی ځوانانو بير ته خپل وطن ته د هانکانګ د راتګ د لمانځنې فعاليتونه تر سره کړل

cri

د هانکانګ د ځانګړی اداري سيمی د بېلا بېلو ټولنو څلويښت زره ځوانانو د می په شپږمه نېټه د فعالې روحيې او قوت په ښکارولو سره ستره مظاهره او نندادرې تر سره کړې چې بير ته خپل وطن ته د دغې سيمې د راتګ د لسمی کاليزی د يادونې ورځی هيلې ورڅخه څرګندې شوی دي .

د هانکانګ د ځانګړی اداری سيمی د حکومت د ملکی چارو اداري مشر هه جی پينګ د دغه فعاليت د پيل د مراسمو مشری وکړه . د twins يا غبرګونو په نامه د يوې هنری ډلې يعنی د ځوانانو جشن د استازيو په لارښوونه د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو ځوانانو ډلو ، د محصلينو او د منځنيو ښوونځيو د زده کوونکيو استازيو او د چين د شپږ پنځوس قومونو د ځوانانو اسازيو يوه ستره مظاهره تر سره کړه . دوی د ويکتوريا له باغ څخه وخوځيدل او د تونګ لو وان له بازاری سيمی څخه تېر شول چې د لارې په اوږدو کې يې سندرې ويلی ، نڅا يې کولې او نورې نندارې يې تر سره کړې . په هغه وخت کې د هانکانګ واټونه د ځوانانو له سيک او قوت څخه ډکه وو او د ملی يووالی ، د هوسا ټولنې منظره رامنځته شوې وه . د هانانګ د ځوانانو د شاو خوا دوه سوه ډلو پنځلس زره ځوانان په دغه فعاليت کې کې ګډون وکړ چې په پای کې د دغې سيمی د فوټبال لوی ډګر ته ورسيدل . د همدې ورځې له غرمی وروسته په دغه ډګر کې د هوسا نوې زمانې تر عنوان د ځوانانو لويه ننداره پرانيستل شوه . په

هانکانګ کې د چين د مرکزی حکومت د دفتر مشر ، د أزادی بخښوونکی پوځ قوماندان ، د هانکانګ د ځانګړی اداری سيمی د حکومت د ملکی چارو اداری مشر هه جی پينګ او نورو مشرانو په پرانيستونکو مراسمو کې برخه درلوده .

د چين د ځوانانو ټولنې مرستيال او د هانکانګ د ځوانانو لخوا بير ته خپل وطن ته د هانکانګ د راتګ د لسمی کاليزی د لمانځنی فعاليتونو د کمېټی اجرائيوی مشر ځنګ جی شيونګ وويل روان کال د هانانګ د بېر ته راتګ له لسمی کاليزی سره برابر دی ، د ختيځ د ملغلرو په توګه هانکانګ په نوی مېدأ کې دريدلی دی . د هانکانګ د بېر ته راتګ د لمانځنی په فعاليتونو کې دومره زيات شمېر ځوانان په فعاله توګه ګډون کوي چې دا له وطن او هانکانګ سره د دوی د مينې څرګندونه کوي .

د سترې ننداری په پيل کې د ملی بيرغ پورته کولو مراسم تر سره شول . د چين په سترې برخې کې د کوچنيانو د سندرو ويلو لس ډلو د هانکانګ د کوچنيانو د سندره ويلو له ډلی سره يو ځای د ملی سرود ويلو لارښوونه وکړه ، د می څلورمی نېټی د ځوانانو د جشن استازيو هنرداری لانګ لانګ ، ګو جو جي او د twins هنری ډلی او د شپږ پنځوس قومونو استازيو د ځوانانو جشن اعلاميه ولوسته چې په نوی زماني کې ځوانان بايد د خپل ټاټوبي د أبادی لپاره رول ولوبوي ، وطنوالو ته خدمتونه وکړي ، د قوانينو او اصولو مراعت وکړي ، يو له بل سره مرسته وکړي ، له وطن سره مينه ولري او د چين د سمسورتيا او د مليتونو يو موټي کولو لپاره کوشش وکړي .

په دغه فعاليت کې ځوانو هنرمنداو د پيانو غږولو ، نڅا کولو او سندرو ويلو په شمول ډېرې ښکلی نندارې تر سره کړې .